یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپوتین ولسمشرغني ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه

پوتین ولسمشرغني ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه

تاند(دوشنبه، د اسد ۲۷) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یو پیغام له لارې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې مبارکې ورکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف سره کتلي.

خبرپاڼه لیکي، په دې کتنه کې د روسیې سفیر ولسمشرغني ته د افغانستان د خپلواکۍ د۱۰۱مې کلیزې په مناسبت د ولادیمیر پوتین د مبارکۍ پیغام وړاندې کړ.

د خبرپاڼې په حواله، د روسیې ولسمشر په دغه پیغام کې د دواړو هیوادونو پر دوستانه اړیکو د خوښۍ څرګندولو پر مهال ویلي:

«ډاډه یم چې په بېلابېلو برخو کې د دواړو لوریو رغنده همکاري د پام وړ پراختیا مومي.»

خبرپاڼه لیکي، ولادیمير پوتین په دغه پیغام کې لیکلي، تروریزم او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د مشارکت تعامل، د دواړو هیوادونو د خلکو بنیادي ګټې تامینوي او د سیمه‌ ییز امنیت او ثبات د پیاوړتیا لامل ګرځي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د روسیې ولسمشر له پیغام مننه وکړه او زیاته یې کړه، د افغانستان او روسیې د سل کلنو ډیپلوماټیکو اړیکو، د هغو د نمانځنې او همداراز د اقتصادي اړیکو د پراختیا په ځانګړي ډول د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې چې د روسیې له معیارونو به پکې استفاده وشي یادونه وکړه.

د یادولو ده چې سبا د زمري میاشتې ۲۸مه نېته ده چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې سره سمون خوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب