جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد بین الافغاني مذاکراتو د شروع کېدو نېټه لا نه ده معلومه...

د بین الافغاني مذاکراتو د شروع کېدو نېټه لا نه ده معلومه شوې؛ خو عبدالله یې د پیل مراسمو ته وربلل شوی دی

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۷مه: د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ته نږدې سرچیني وايي، چې ددې شورا رئیس عبدالله عبدالله قطر ته د بین الافغاني خبرو د پیل مراسمو ته وربلل شوی دی.

د دغې شورا مرستیال اسدالله سعادتي وايي ښاغلي عبدالله تر اوسه په دې هکله خپل تصمیم نه دی نیولی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا دا خبرې په داسې مهال کړي چې لا تر اوسه د بین الافغاني مذاکراتو د پيل نېټه نه ده په ډاګه شوې.

طالبانو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون شرط ایښی دی.

که څه هم ولسمشر اشرف غني د ټولو ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم لاسلیک کړی، خو تر اوسه یې ددغې ډلې یواځې ۸۰ تنه بندیان خوشې کړي دي.

په ورته وخت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا د عبدالله عبدالله په حواله په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغان ولس د ګټو پر ضد به هېڅ راز تصیم ونه نیسي.

ښاغلي عبدالله ویلي، د سولې مشورتي لویې جرګې د افغانانو هیلې منعکسې کړي، پکار ده چې افغان حکومت د سولې په برخه کې ددغې جرګې پرېکړې عملي کړي.

عبدالله طالبانو ته په خطاب کې ویلي، د افغانستان حکومت د سولې په برخه کې خپل ښه نیت ښودلی، نو پکار ده چې طالبان هم د سولې خبرو ته غاړه کېږي او پلمې دې نه لټوي.

ولسمشر غني هم تېره ورځ د ځوانانو د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د جمهوریت په سر به هیڅکله معامله نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...