یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهباجوه له سعودي سره د اړیکو د بېرته ښه کولو لپاره ریاض...

باجوه له سعودي سره د اړیکو د بېرته ښه کولو لپاره ریاض ته لاړ

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۷) د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان او سعودي عربستان په اړیکو کې د ترینګلتیا د پای ته رسېدو لپاره نن (دوشنبه) سعودي عربستان ته لاړ.

دي نیوز ورځپاڼه وايي، مخکې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي وو چې باجوه د افغانستان د سولې د پروسې او د هند له لوري د کشمیر د حقوقي دریځ د بدلون په اړه له سعودي چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته سفر کوي خو اوس ویل کېږي چې د نوموړي د سفر عمده دلیل د هغې ترینګلتیا کمول دي چې د دوو هیوادونو په اړیکو کې رامنځته شوې ده.

وروسته له دې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سعودي په اړه انتقادي څرګندونې وکړې سعودي عربستان له پاکستان څخه خپل یو ملیارد ډالره پور بېرته واخیست او دغه هیواد ته یې د ارازانه تېلو صادرات ودرول.

دي نیوز ورځپاڼې د نامعلومو دولتي سرچینو په قول ویلي چې پاکستان هیله لري چې ریاض ته د جنرال باجوه سفر به د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ وروستی «ناوړه تفاهم» کم کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وروسته له دې د سعودي او اسلامي کنفرانس په اړه انتقادي څرګندونې وکړې چې دواړو د پاکستان په غوښتنه د هند له لوري له خپلې خاورې سره د کشمیر د یوځای کېدا پرېکړه ونه غندله.

قریشي ویلي و چې له سعودي پرته هم پاکستان د کشمیر قضیه راپورته کولی شي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%be%d9%88%da%81-%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d9%82%d9%85%d8%b1-%d8%ac%d8%a7%d9%88%db%90%d8%af-%d8%a8%d8%a7%d8%ac%d9%88%d9%87-%d8%af-%d9%85%d8%b1/

1 COMMENT

  1. دي نیوز ورځپاڼه وايي، مخکې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي وو چې باجوه د افغانستان د سولې د پروسې او د هند له لوري د کشمیر د حقوقي دریځ د بدلون په اړه له سعودي چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته سفر کوي خو اوس ویل کېږي چې د نوموړي د سفر عمده دلیل د هغې ترینګلتیا کمول دي چې د دوو هیوادونو په اړیکو کې رامنځته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب