د کندهار په هکله د تاريخ په اوږدو کی په زړه پورې لیکنې شوې دي، د افغانستان د سیاستونو په محراق کې پاتې شوی دی.
د ځینو تاریخپوهانو په لیکنه، کندهار په لرغونې زمانه کې هم د صنعت او تمدن یو مرکز و، چې نورو سیمو ورڅخه الهام اخیست.
کندهار د افغانستان په جنوب لويديځ کې په ۱۲ او ديارلسو دقيقو او ۲۰ او ۲۵ ثانيو شمالي عرض البلد کې پروت دی، خو د دغه ولایت جغرافیه د تاریخ په اوږدو کې تغییر او تبدیله شوې ده. واکمنان یې هم د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل وو.
پر دغه ولایت او د هغه پر لرغونتیا ګڼو معاصرو لیکوالو او تاریخپوهانو لیکنې او څېړنې کړې دي.
د دې لیکنو له جملی څخه محمدنادر ايوبي په خپل اثر(پاچاهانو څه کول) د کندهار په هکله ډير په زړه پورې معلومات چې تر اوسه يې په هکله ډير څه نه و ویل شوي ورکړي دي. نوموړی لیکي:
«د کندهار د نوم، ښار او دی سيمې په هکله د لرغوني هندوستان د برهمنیانو په مذهبي کتاب(رامین ) په دوهم فصل ( اجوهپاکاند ) کې د راما لخوا راغلي دي: راما د برهمنیانو د مذهب په عقیده یو کامل، د لوړو اخلاقو او ښو صفاتو څښتن و.»
د ځینو مورخينو په قول د کتاب(رامین ) د تاليف کال يې له میلاده پنځه سوه کاله پخوا ښودلی دی.
«یوه ورځ د رام وروڼو (بهرت او سترګهن) خپل پلار (راجاجسرت) ته وويل، د کندهار امیر چې د مور له پلوه زموږ نيکه دی، په موږ پسې استازي راليږلي دی او موږ يې کندهار ته بللي یو. همغه و چې پلار دوی ته کندهار ته د تلو اجازه ورکړه. دواړو وروڼو په ډیرې خوښۍ سره له خپلو خپلوانو څخه رخصت واخیست او د دوو زرو پوځيانو سره یو ځای د کندهار په لور رهي شول.»
ښاغلی ایوبي لیکي:
«د کندهار امير راجا کیکي خپلو وزیرانو، وکیلانو او نورو دولتي کسانو ته امر وکړ چې د میلمنو د ښه راغلاست له پاره د کندهار ښار ښکلی کړي.
د کندهار ښاروال د کندهار د ښار کوڅې او بازارونه پاک او ښکلي کړل. د ښه راغلاست له پاره ښځې د اوبو ډکو د سرو زرو صراحي ګانو سره راوتلي وي.»
دي زیاتوي:
«لویانو او وزیرانو بهرت او سترګهن په ډېر درناوي د راجا کیکي دربار ته راوستل. راجا دوی ته هرکلی ووایه او بیا يې د خپلې کورنۍ له غړو سره معرفي کړل. ټولې کورنۍ خپل لمسیان وليدل او نور ميلمانه هم په مناسبو ځايونو کې ځای پر ځای شول.»
دی لیکي:
«وروسته له څه مودې دواړو وروڼو امیر ته وویل، دوی غواړي د غشي ویشتل، اسپ سپرلي او نور علوم زده کړي. له دې سره امير ډیر خوشحاله شو او دوی ته يې استادان وټاکل.»
د رامين د کتاب له مخې چې له میلاده پنځه سوه کاله پخوا ليکل شوې دی د کندهار په هکله دا جوته کيږي چې د کندهار سیمه ډیره پخوانۍ او یو خپلواک هیواد و. د مور له پلوه د رام نیکه راجا کیکي يې امیر و.
له دې معلوميږي چې د کندهار د حکومت طرز ډیر پرمختللی و. د رامين يا راماین په کتاب کې د کندهار د وزيرانو، وکیلانو، ښاروال، غشو ویشتونکو، اسپ سپرلۍ او نورو علومو یادونه د دی ستر ثبوت دی.
«د کندهار د تسميې وجهې په اړه بيلابيل نظريات شته تاريخپوهان او ليکونکي وايي چې مخکې دا ښار الکساندر نوم درلود چې وروسته د تاريخي ابدال په صورت کې دا ښار کندهار ياد شو. ځينې مورخين دا عقيده لري چې کله د ګندهارا اوسيدونکي دلته راغلل نو دا نوم يې له ځانه سره راوړ چې بيا وروسته عربو قندهار ځنې جوړ کړ خو دوخت په تيريدو او تاريخي څپو سره دا ښار کندهار ياديږي او اوس هم کندهار دی.»
مالومیږي چې په کندهار کې له لرغونو زمانو صنعت هم پوره وده کړې وه. د سرو زرو صراحي جوړول يې ژوندۍ بیلګه ده.
په لنډ وخت کې د دوو زرو ميلمنو له پاره د ټولو اسانتياو برابرول د دې ښار په ابادۍ دلالت کوي.
څرنګه چې پښتو او سانسکریت ژبې سره ډېرې نيږدې دي ويل کيږي چې هغه وخت دواړه ژبې دلته مروجي وي.
وايي:
«اوس هم په کندهار کې د(کیکک) په نامه يو کاريز شته چې میوند ته نيږدې د غورک په سيمه کې واقع دی.»
کندهار ته:
عالم به ټول په تا مئین شي
که دې زما په سترګو وګوري مينه