یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمتحده عربي امارات: له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول مو د...

متحده عربي امارات: له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول مو د ایران پر ضد نه دي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۲۷) متحده عربي امارات وایي له اسرائیلو سره یې د اړیکو د عادي کولو پرېکړه له ایران سره د مقابلې په موخه نه وه.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر انورقرقاش زیاتوي دا یوه خپلواکه پرېکړه ده، چې هېڅ بل هېواد ته به یې زیان و نه رسېږي.

د نوموړي په خبره دوی یواځې غواړي له اسراییلو سره خپلې اړیکې عادي کړي.

قرقاش زیاته کړې، چې دوی هېڅ وخت په دې فکر نه دي شوي، چې د ایران مقابله وکړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د اماراتو او اسراییلو د اړیکو عادي کولو پرېکړې په غبرګون کې خپل سفیر له اماراتو رابللی دی او د اماراتو اوسنی اقدام یې د نه منلو وړ بللی دی.

https://taand.net/%d8%ad%d8%b3%d9%86-%d8%b1%d9%88%d8%ad%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d8%a7%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%88-%d9%81%d9%84%d8%b3%d8%b7%db%8c%d9%86%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%ae%db%8c%d8%a7/

له ایران وړاندې ترکیې هم ګواښ کړی وو او ویلي یې وو که امارات له اسرائیلو سره هوکړه لاسلیک کړي دوی به له اماراتو سره اړیکې پرې کړي.

https://taand.net/%d8%a7%d8%b1%d8%af%d9%88%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%a7%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%88-%d8%a7%d8%b3%d8%b1%d8%a7%d8%a6%db%8c%d9%84%d9%88-%d8%af-%d9%87%d9%88%da%a9%da%93%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%b5/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب