یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا په اوهایو کې وسله والو کسانو په یوه شپه ۱۸...

د امریکا په اوهایو کې وسله والو کسانو په یوه شپه ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۷) د امریکا د اوهایو ایالت امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ایالت په سېنسېناټي ښارکې په یوه شپه پراتلس کسانو ډزې شوې دي.

سرچینه وایي، په دې بریدونو کې څلورتنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اوهایو پولیس وایي، چې د شنبې په شپه پر یو ۱۸ کلن ځوان ډزې وشوې، چې پولیسو روغتون ته ورساوه خو د دوی په خبره وروسته د روغتون مخې ته ډزې وشوې او درې کسان یې ټپیان کړل.

دوی زیاتوي، چې تر دې پېښو درې ساعته وروسته د همدې ښار په یوه بله څنډه کې یوه وسله وال کس پرپلیو کسانو ډزې وکړې، چې له امله یې ۴تنه ووژل شول.

پولیس وایي په دې پېښه کې ۱۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د اوهایو چارواکي بیا وایي تر اوسه څرګنده نه ده، چې د یادو پېښو علت څه دی خو د دوی په خبره په اړه یې څېړنې پيل کړي دي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%aa%db%90%d8%b1%d9%88-%db%b2%db%b4-%d8%b3%d8%a7%d8%b9%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%be%d8%b1%d9%85%d9%87%d8%a7%d9%84-%d9%be%d9%87-%d9%88%d8%b3/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب