یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهایران یوځل بیا په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د اسانتیا...

ایران یوځل بیا په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د اسانتیا برابرولو ژمنه وکړه

تاند ( دوشنبه، د اسد ۲۷) د چابهارعملیاتي مدیرعبدالرحیم کوردي له افغان اقتصادي او سیاسي پلاوي سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې چابهار د افغان پانګه والو د پانګونې لپاره غوره بستر دی.

کوردي زیاته کړې، چې دوی به افغان پانګه والو ته په چابهار کې د پانګونې غوره فرصتونه برابر کړي.

د نوموړي په خبره دمګړی چابهار د ټولو بهرنیو پانګونو او په تېره د افغان پانګه والو د پانګونې لپاره غوره بستر دی.

عبدالرحیم کوردي زیاته کړه دوی ډېره هڅه کوي، چې دغه بندر په سیمه کې په یوه غوره رقابتي بندر بدل کړي او په دې توګه په سیمه کې له دې لارې سوداګري لا وغوړوي.

ایراني چارواکي وایي تر دې دمه ۲۰۰ ثبت شوي افغان شرکتونه په چابهار بندر کې فعالیت لري او تمه ده چې دا شمېره نوره هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران له دې وړاندې هم په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د اسانتیا برابرولو ژمنې کړي خو سوداګر وایي یو یې هم نه دي عملي کړي.

https://taand.net/%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%da%86%d8%a7%d8%a8%d9%87%d8%a7%d8%b1%d8%a8%d9%86%d8%af%d8%b1%da%a9%db%90-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%88%d8%af%d8%a7%da%ab%d8%b1%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب