یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعبدالله: طالبان دې د بهانو پرځای د سولې خبرو ته غاړه کېږدي

عبدالله: طالبان دې د بهانو پرځای د سولې خبرو ته غاړه کېږدي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۲۷) د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکترعبدالله عبدالله وایي، چې د افغان ولس د ګټو پر ضد به هېڅ راز تصیم ونه نیسي.

یادې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې شور مشر دا خبرې د سولي مشورتي لویې جرګې له اداري پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر زیاته کړې، چې د سولې مشورتي لویې جرګې د افغانانو هیلې منعکسې کړې او افغان حکومت باید د سولې په برخه کې د یادې جرګې پرېکړې عملي کړي.

هغه دغه راز ویلي، چې د سولې مشورتې لویې جرګې پرېکړه لیک د ټولو افغانانو پرېکړه ده او د سولې مرکچي پلاوی او افغان حکومت به ترې د سولې په خبرو اترو کې  ګټه واخلي.

عبدالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د افغانستان حکومت او خلکو د سولې په برخه کې خپل نېک نیت ښودلی او اوس دې طالبان له بهانو تېرشي او د سولې خبرو ته دې غاړه کیږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ ولسمشر غني هم ځوانانو ته په وینا کې وویلې، چې د جمهوریت پر سر به هېڅکله معامله ونه کړي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%af-%d8%ac%d9%85%d9%87%d9%88%d8%b1%db%8c%d8%aa-%d9%be%d8%b1-%d8%b3%d8%b1-%d9%87%db%8c%da%85-%d9%85%d8%b9%d8%a7%d9%85%d9%84%db%90-%d8%aa/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب