یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهناټو د هوايي ډګرونو د امنیت او نورو چارو مسوولیت افغانانو ته...

ناټو د هوايي ډګرونو د امنیت او نورو چارو مسوولیت افغانانو ته سپاري

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۷) د افغانستان د ملکي هوايي چلن ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل، افغانستان به ژر د هوايي ډګرونو بشپړ مسوولیت په غاړه واخلي.

حاضردمه د افغانستان د څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو چارې د افغانستان د حکومت او ناټو له لوري په ګډه اداره کېږي.

د ناټو متخصصان د دغو څلورو هوايي ډګرونو د څارنې، کنټرول برج، اطفایې او د هوا پېژندنې په برخه کې له افغانانو سره مرسته کوي.

د ملکي هوايي چلن ادارې د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې په ۲۰۱۴ م کال دا ټولې چارې د افغانستان حکومت ته وسپارل شي او همداراز د افغانستان حکومت په ۲۰۱۵ کې د خپل فضايي حریم بشپړ کنټرول واخلي.

د ملکي هوايي چلن ادارې عمومي رييس قاسم وفازاده په یوه خبرپاڼه کې ویلي «د انتقال په لومړیو میاشتو کې به افغان ځواکونه د کندهار او ننګرهار د هوايي ډګرونو بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.»

وفازاده همداراز ویلي چې د مسوولیتونو انتقال ننګونې لري او نورو یا متبادلو ظرفیتونو ته اړتیا شته.

خو دا په داسې حال کې ده چې دې ادارې او په مجموع کې د افغانستان حکومت لږترلږه ۵ کاله وخت درلود چې خپل ظرفیتونه زیات کړي. په ۲۰۱۵ کې د ناټو چارواکو وویل چې دوی د افغانستان د هوايي حریم د کنترول چارې افغانانو ته سپاري خو وېره لري چې افغانانو په دې برخه کې کدر نه دی روزلی او که دا چارې وروسپاري افغانستان به له هغه سلګونه ملیون ډالره عایده بې برخې شي چې د افغانستان له فضا څخه له تېرېدونکو الوتکو یې ترلاسه کوي.

وفازاده وايي، د هوايي دګرونو د تخنیکي برخې لپاره به روزنیز کورسونه جوړ کړي چې د خپلو تکنېشنانو (تخنیکرانو) ظرفیتونه لوړ کړي خو د برجونو ساتنه عملي روزنې او د ظرفیتونو د لوړولو زیاتو کورسونو ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب