Homeخبرونهپر فوزیه کوفي له برید وروسته د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې...

پر فوزیه کوفي له برید وروسته د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې پراخ عملیات وشول

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۷مه: د افغانستان د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي د کابل د شکردرې ولسوالۍ ټول کلي او سیمې یې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي دي.

دفاع وزارت وايي یاد عملیات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر سره کړي چې په ترڅ کې یې ۵ تنه طالبان وژل شوي او د یوه قومندان په ګډون یې ۲ تنه ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په یادو تر سره شویو عملیاتو کې د طالبانو ۲۵ تنه جنګیالي د ۳ سرګروپانو په ګډون چې له نورو سیمو د کابل شکردرې ولسوالۍ ته راغلي وو، ژوندي ونیول شول.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په یادو عملیاتو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

شکردره د کابل یو له ناامنه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي چې وخت ناوخت ترې د ناامنیو راپورونه ورکول کېږي، په وروستۍ پېښه کې د حکومت د مرکچي ټیم غړې فوزیه کوفي هم په دغه ولسوالۍ کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې وه.

1 COMMENT

  1. آغلی فوزیه کوفي شاید و پوهیږی چه زه د کومی خوا وټکول شوم؟
    آیا طالیبان دومره غښتلی دی چه د فوزیه کوفی په تګ او راتګ خبر شی؟
    آیا دا به د ځینو متعصبو کړیو کار نه وی چه د شکردری کډوال وتښتوی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...