Homeخبرونهتر روسیې وروسته چین د کورونا ضد لومړني درملو د جوړېدو خبر...

تر روسیې وروسته چین د کورونا ضد لومړني درملو د جوړېدو خبر ورکړ

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۷مه: د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې په چین کې د کان سینو د دوا جوړونې یوې کمپنۍ ویلي چې په دغه هېواد کې یې  کورونا ضد واکسین جوړ کړی دی.

په ورته مهال په چین کې د معنوي ملکیت سازمان ویلي د دغې کمپنۍ له لوري د لومړني واکسین د جوېدو د ثبت امتیاز هم کان سینو کمپنۍ ته ورګرځي چې واکسین به یې په خلکو وویشل شي.

د سرچینې د راپور له مخې دغه واکسین د یادې کمپنۍ د عفوني ناروغیو د یوه متخصص چن وي تر نظارت لاندې جوړ شوي دي.

راپور د چین د حکومت په حواله لیکلي که په یاد هېواد کې د کورونا بله څپه خپره شي، په ډېرې تېزۍ سره به د دغه ویروس د کنټرول لپاره به یاد واکسین تولید شي.

په راپور کې دغه راز زیاته شوې، چین دغه جوړ کړی واکسین په څو میاشتو کې د ازمویښت له پړاوونو تېر کړی دی.

چینايي متخصیصین وايي، په دې برخه کې په لا ډېرو تحقیقاتو بوخت دي.

تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو، چې هېواد یې د کورونا ویروس لپاره بریالي واکسین جوړ کړي، چې د روغتیايي ادارو له خوا هم تایید شوي دي.

د ښاغلي پوتین په خبره جوړ شوي واکسین یې په خپله لور ازمايلي چې نتیجه یې مثبته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...