دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعد لمر ژړا او د رڼا کفر/ عصمت قانع

د لمر ژړا او د رڼا کفر/ عصمت قانع

په افغانستان کې د ژوند پر ضد جګړه روانه ده، دغه جګړه که هر څومره پېچلې او استخباراتي ده په هماغه اندازه یې تر شا د سپېڅلتوب او مذهبي تقدس توجیهات او جوازونه په مصنوعي او پروپوزلي شکل تیارېږي او جوړېږي.

که په افغانستان کې همدا نن د صدر اسلام د وخت اسلام هم نافذ شي، خو د جنوبي اسیا په اسرائیلو یعنې پاکستان کې به د افغانستان پرضد د جهاد فتوی په جوش او غورځنګ کې وي، دغه فتوی به په هر حالت کې د افغانستان د خلکو د وژلو او تباه کولو په قیمت پر مخ روانه وي او هره ورځ به په نویو ابعادو او زړو ابزارو کې له مخلوطي رنګونو سره ډیزاین کېږي او د توجیې لپاره به یې نوي ډرامایي الفاظ د منطق د اسمان په ځلانده ستورو بدلېږي. خوبونه به لیدل کېږي، د روحانیت او تقدس په ژبه به تعبیرېږي او د ملایکو او فرشتو لخوا به یې د تصدیق او تائید پروپاګنډ د کرایي محرابونو او اجیرو روحانیونو لخوا په داسې لهجه او واعضانه کرشمه باندې روان وي، چې ته وا بالکل یو غیبي تائید او نصرت هم ورسره ملګری دی.

کله چې په لومړي ځل له بولدک څخه د طالبانو ګروپونه جوپه جوپه د کندهار د نیولو په نیت راوخوځېدل او د قطر له لارې افغانستان ته د ډالرو پایپ لاین فعال شو، نو په هغو سیمو کې چې د طالبانو پرضد محلي مجاهدینو دفاعي سنګرونه ونیول دا پروپاګند شروع شو، چې د طالبانو پرضد په جګړه کې اخته جنګیالیو ته د جنګ په وخت کې ملائیکې د شا لخوا ګوتې ورکوي.

کله چې هم څوک د طالبان پرضد ډز کوي، نو فرشتې د جګړه مارانو تر شا ولاړې وي او جګړه مارانو ته په کونه کې ګوتې ورمنډي.

دا پروپاګنډ دومره عام شو، چې تقریباً په ټول کندهار کې د خلکو د یقین سرحد ته ورسېد. اکثره هغه مجاهدین چې خپل سنګرونه یې طالبانو ته ور پرې اېښي وو په کوټه کې ماته وویل، چې کله به له طالبانو سره په جنګ کې واوښتو او بیا به کورونو ته ور وګرځېدو په کلیو او بانډو کې به خلکو راته ویل، چې ملائیکو خو به د شا لخوا ګوتې نه وي درکړې؟

اوس به نو راشو چې آیا د خدای پاک فرښتې او ملائیکې دومره وړې او بې ارزښته دي، چې توبه نعوذ بالله د لچکانو او کوڅه ډبو لنډه غرو په څېر به خلکو ته ګوتې ورکوي؟

هغه عالمان او ملایان چې باید د اسلام د سپېڅلي دین د درنو ارشاداتو په رڼا کې یې دغه پروپاګند زایل کړی وای هغه هم خاموشه او چوپ پاتې شول او ددغه پروپاګند په وړاندې یې د اسلام د سپېڅلي دین دروند او له احترام څخه ډک دریځ روښانه نه کړ.

فکر کوم چې دغه ډول له توهم او سپکاوي څخه ډک پروپاګندونه اوس هم روان دي او خلکو ته دا تلقین ورکوي، چې ګویا له جهالت سره ډغره وهل د اسلام د مقدس دین له دایرې او حدودو څخه د وتلو مفهوم لري.

په دې وروستیو وختونو کې د زابل، غزني، کندهار، هلمند، روزګان او فراه په کلیو کې دا پروپاګند شروع شوی دی، چې ګویا د رسول کریم (ص) یو دروند صحابي حضرت خالد بن ولید د کندهار د خرقې شریفې متولي ته په خوب کې ویلي دي، چې لمر هره ورځ د افغانستان له غرونو، کلیو، بانډو، درو او میدانونو څخه ژاړي او هره ورځ د خدای په حضور کې عرضونه کوي، چیغې وهي، فریاد کوي، چې د افغانستان د کورونو او ودانیو پرسر داسې هېندارې نصب شوې دي، چې د لمر نوراني وړانګې ورجذبوي او د دغو وړانګو په وسیله برق جوړېږي، برق تلویزیونونه روښانه کوي او د تلویزیون پرمخ د کفر او بدعت وعظ او تبلیغ کېږي.

د پروپاګندونو په حواله ویل کېږي، چې خالد بن ولید د خرقې شریفې متولي ته دا هم ویلي دي، چې افغانستان د اسلام سنګر دی او دلته به د کفارو هغه ټول طلسمونه هغه وخت له ناکامۍ سره مخامخ شي، چې مسلمانان دغه هېندارې د کورنو له بامونو د لاندې راوغورځوي.

دا هغه پروپاګند دی، چې همدا اوس د دین، مذهب، سپېڅلتوب او روحانیت له ادرس څخه د افغانستان پرضد روان دی.

د لمر له انرژۍ څخه د رڼا د تولید هڅه د تلویزیون لیدل او یا د نورو برقي سامان الاتو استعمال د هغه عمل په توګه تعبیر شوی دی، چې ګویا کفر دی، رڼا او د رڼا حصول د کفر او طاغوت فتنې ته د دعوت او بلنې مترادف عمل ګڼل شوی دی.

د افغانستان د ښوونځیو تخریب د سړکونو ورانول، د پلونو او کلینکونو تخریب او د اوبو د بندونو ویجاړول لا تر اوسه پورې جنوبي اسیا د اسرائیلو لخوا څخه زموږ پر ضد د جهاد د فریضې یوه برخه ده او دغه جهادي فریضه هم د هغو افغانانو په لاس ترسره کېږي، چې ځانونه د رسول کریم (ص) د دین وارثان بولي او د وراثت پیغام د بشر د نجات پر ځای د بشر د شر او تخریب په ناروا عمل کې ګډ بولي.

درنو لوستو غوښتل مې چې پدې هلکه ډېر درسره وغږېږم، خو یوې خواته روژه او له بله پلوه په سفر کې یم. د نن کالم مې په روان موټر کې د سفر په وخت کې درته لیکلی دی.

هیله ده د محور او تاند درانه لوستونکي د نن په کالم کې زما نیمګړتیاوې یو مجبوریت وبولي، که د خدای کړه وو د سې شنبې په ورځ به بیا په بل کالم کې ملاقات کوو.

13 COMMENTS

  1. محترم عصمت قانع صیب!
    خدای پاک دې تر ډیره حده ژوندی لره او قلم دې تاند او هڅاند اوسه!
    محترما: باور وکړئ چې کله تاند ته ننوځم نو اول د عصمت قانع د کالم لاندې ګورم چې کومه نوې لیکنه یې کړې او کنه.
    هره لیکنه دې هم له تاریخ سره او هم زمونږد ورځني ژوند له ناخوالو سره اړخ لګوي او زه شخصاً ترینه ډیر خوند او پند اخلم.
    ستاسو په لیکنه کې خوند وي، پند وي، سیاست وي، او ترټولو غوره یې دا وي چې په ډیره ساده او روانه ژبه لیکنه کوي او همدا علت دی چې که ستاسو لیکنه هرڅومره اوږده وي، لوستونکي یې پر ویلو نه ستړي کیږي.
    زه د یو افغان په صفت د تاسو له لیکنو څخه یوه دونیا مننه کوم او د لوی خدای (ج) څخه هم درته د هر تورې پر لیکلو اجر عظیم غواړم.
    رحمت الله احمدزی

  2. محترم قانع صاحب!
    سلامونه او نیکې هیلي!
    خدای دی وکړي چې ټول افغانان د ستا په شان د موضوع ژورو ته داخل شي. موضوعات تجزیه او تحلیل او بیا یې د منطق په ژبه د خلکو مخی ته کښیږدي.
    موږ د هیڅ ډول منطقوي اسراییلو څخه ګیله نه کوو، هر څوک د کمزورو په مقابل کې د خپلو ګټو د پاره د متقابل احترام او روا مشارکت په ځای د نا مشروع لارو څخه کار اخلي، د خپلو ګټو د پاره هر څه ته لاس اچوي، دا یوه طبعي پدیده ده. هغه څه چې افغانانو ته په کار دی، که څه هم ډیر ناوخت دی، پنځه زره کاله وخت مو ضایع کړیدي؛ باید په خپلو تګلارو او کړنلارو باندی د سره غوراو فکروکړي، د پخوانیو تجربو څخه د ښې راتلونکې د پاره کار واخلي، تر څو د خپل هیواد دفاعي قوه ( اقتصادي، ټولنیز، ښوونیز او نْظامي ډکرونو کی) غښتلي کړي. کله چې زموږ د فاعي سیستم قوی وی، بیا اجنبي مایکرو ارګانزمونه نه شي کولای چی په موږ حمله وکړي، بهرنیان مجبوریږي، چې زموږ سره د متقابل احترام او د روا مشارکت په بنسټ معامله وکړي.
    په درنښت

  3. قانع صیب، ډیره ښه لیکنه مو کړی دی او ریښتیا هم چی د جهالت سیوری په افغانانو غوړیدلی دی خو:
    زما په آند سره دا به هم خوشی خبره نه وی که وه وایو چی له برق څخه د تلویزیون لپاره کار اخیستل کیږی او نن سبا په ټولو تلویزیونونو اکثریت خپرونې د اسلام سره په ټکر کی دی. نو مونږ اوتاسی که چیری مسلمان یو باید داسی یوه خپرونه لکه آریانا سعید د روژی په مقدسی میاشت کښی په داسی بی پردګی سره خلکو ته ښکاری آیا دا د اسلام د له منځه وړلو لپاره نه دی؟ په اسلام کښی دورنګی ده کیږی، یا به اسلام منو او یا هم آزادی.
    مننه

  4. روانه! هسی کوچنی ذهن لری، په دی لیکنه کی څومره ستر درس پروت ده، دی لیکنه کی لیکوال د ټولنی د روان اصلی ټکی ته اشاره کړی خو ته هغه نه وینی. بس په دی ټوله لیکنه کی دی چی د کونی توری ولید نو قضاوت دی وکړ. زه په دی بارو لرم چی که لیکوال صاحب د کونی په ځای مقعد ټکی استعمال کړی وه نو دا به بیا ډیر د ادب په چوکات کی تاته ښکاریده. او حقیقت داده چی مقعد په عربی کی کونی ته وایی. په رښتیا چی زموږ روان غلام دی. هغه متل ده وایی چی پردی غین هر چا ته لوی ښکاری. همدا زموږ د ،پښتنو ستونزه ده. لګیا یو تمامه ورځ د پښتو د پرمختګ خبره کوه خو بیا په پښتو کی دخاصو غړو په نومونو شرمیږو او بی ادبی را ته ښکاری خو که په عربی کی څوک ووایی چی مقعد، بیضتین، ذکر، فرج …. نو بیا را ته د کمال ادب ښکاریږی. او بل دا روانه چی ته اصلا د لیکوال د لیکنی له محتوا سره هم ستونزه لری ځکه دی ښه نه ده درباندی لګیدلی. خدای دی ذهن لږ پراخه کړه. .

  5. دروند اومنلی قانع !خدای دې پښتنو ته عقل ور په نصیت کړی ، ځانونه یې په خرافاتو تباه کړل نورو ولایاتو کې په درز سره بیا رغونه روانه ده ،خوپښتون میشتو سیمو کې ورځ تر ورځې جهالت او تورتم په زیاتیدو دی ،خدای دې دوی ته عقل ور په نصیب کړی.

  6. قانع كاكا دپر خوله دې بركت سه
    دا د ګوتو خبر نو هغه وخت چې ۱۹۹۵ سنه وه د هلمند او هرات په جګړو كې كيده او دا به هم ويل كيدل چې د جنګ بر وخت د طالبانو شاته سبين لښكرونه راپيدا شي او بيرغونه ورسره وي
    نو ستا خبره په دې فرض كې څكه تايدووم چې په دې ګناګارو غوږو مې اوريدلي دي هغه وخت په دې اړه خورا په كليوالو سيمو كې جدي اوازې وې

  7. زموږ بيرحمه او وحشي ګاونډيو هيوادو هميشه کوښښ کړی دی چي افغانان د خپلو اجنټانو او کورني نوکرانو په کومک
    او مرسته په جهالت، ناپوهي او خرافاتو کي ډوب او بيده وساتي او له بله پلوه موږ ډير ښه استعداد لرو چي هر بي منطقه او خپل په تاوان خوبونه اوخرافات قبول او که مو وسه وي نورو ته ئې هم پسي رسؤو، دا کار انګريزانو را پيل
    کړی دی اواوس هم تر ډيره بريده پکښي لګيا دي، پاکستان، ايران او روس خو اوس خپل د جاهلانو لښکري لري ٠
    د خرافاتو او جهالت پر وړاندي ښه ترينه وسيله دهغو بربڼدول او برملا کول دي، چي دي انساني او اسلامي کار ته تا
    اوږه ورکړي ده او زه ستا ودغه شهامت او ميړاني ته سلام کوم، دکاميابۍ او سر لوړی غوښتونکۍ دي يم ، ستا هره
    ليکنه يو الهام دی و ماته ٠

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب