Homeخبرونهله اوږده ځنډ وروسته دولتي او خصوصي ښوونځي بیرته پرانیستل کیږي

له اوږده ځنډ وروسته دولتي او خصوصي ښوونځي بیرته پرانیستل کیږي

تاند(دوشنبه، د اسد ۲۰) له شاوخوا پنځه میاشتې ځنډ وروسته کابینې نن د دولتي او خصوصي ښوونځیو د بیا پرانستل کیدو طرحه تصویب کړه.

وروسته له هغې چې کورونا ویروس افغانستان ته راورسید، نو ورسره سم مکتبونه، پوهنتونوونه او تعلیمي مراکز د نامعلوم وخت لپاره وتړل شول، چې بلاخره له شاوخوا پنځه میاشتني ځنډ وروسته نن د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې غړو د دولتي او خصوصي ښوونځیو د پرانستل کیدو پریکړه تصویب کړه، چې له مخې به یې د روان کال د سنبلې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه دولتي ښوونځیو یولسم او دولسم، د شپنیو مکاتبو له اووم څخه تر دولسم او همداشان خصوصي ښوونځي به بیا له لومړۍ ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي دستورالعملونو په رعایت کولو سره پیل شي.

که څه هم د کورونا ویروس څپې په پوره ډول له منځه تللي نه دي، خو بیا هم د دغه ویروس له کمزوري کیدو سره سم کابینې دې ته زړه ښه کړی تر څو په حضوري شکل د ښوونځیو درسونه پیل شي.

هیره دې نه وي چې تردې وړاندې اټکل داسې وه، چې ښوونځي به د اسد میاشتې په پنځلسمه له پوهنتونونو سره یوځای پیل شي، خو کابینې دا پریکړه رد کړه او د ښوونځیو پیل ته یې اجازه ورنه کړه.

که څه هم تر دې وړاندې طالبانو پخپلو سیمو کې د حضوري درسونو د پیل خبر ورکړی وه، خو نن یې په پروان ولایت کې ۷۲ ښوونځیو ته د کابینې تر پریکړې مخکې د پرانیستل کیدو امر کړی وه.

https://taand.net/%d9%be%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%db%b7%db%b2-%da%9a%d9%88%d9%88%d9%86%da%81%db%8c%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d9%be%d8%b1%d8%a7%d9%86%db%90%d8%b3/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...