ته مینه ناک يې شېبه په شېبه ځان ته متوجه يې او غواړې په نړۍ کې یو مهم رول ولوبوې، نو له دې مخې هغه انسان يې چې هره شېبه خپل ځان او خپل لاشعوره ضمير ته توجه لرې او د موجودیت په نړۍ کې خپل ځان تر کنټرول لاندې نیسې او د هغو ارزونه کوې، نو ځکه هر وخت له ځانه پوښتې، چې زه څنګه شوم؟
او څنګه باید ووسم؟
ددې پوښتنو ځوابونه ستا شخصیت تر ارزیابۍ او اصلاح لاندې نیسي، ته په دې پوښتنو سره چې
هر وخت يې له ځانه کوې، ددې باعث ګرځي، چې ستا په وجود کې پټ کمال را دې باندې شي او هغه
ښایسته شخصیت چې ستا د علاقې وړ دی، ستا په وجود کې شکل ومومي.
د مثال په توګه کله چې ته له خپل ځان او له خپل لاشعوره ضمير څخه پوښتنه کوې، چې زه څوک
یم؟ ستا لاشعوره ضمیر ستا د شخصیت په فایلونو کې د کمپیوټري پلټنې غوندې تا ته په ځواب کې
داسې باور پیدا کوي، چې ته زړور يې، ته ښایسته يې، ته ځواکمن يې، ته مهربانه يې، ته یو آرام انسان یې، او په دې ترتیب دا ډول پوښتنې په تا کې پر خپل ځان د باور حس پیاوړی کوي.
هغه انسانان چې له خپله ځانه بې خبره دي، خپل شخصيت هم له یاده وباسي او هغه انسانان چې د ځان پوهنې په نړۍ کې ژوند کوي، همېشه خپل ځاني ښایست ویني او ورباندې باور پیدا کوي او په پایله کې د خپل ځان په چوکاټ کې خپل اغېزناک شخصیت ځايوي.
وخت نا وخت خپل ځان ته کتل او خپل ځان ارزیابي کول، ددې غوښتنه کوي، چې تل د خپل ځان
په اړه هغه ښایسته او په زړه پورې انځور د خپل زړه او ذهن په هنداره کې وګورې او ورباندې باور وکړې.
نو په دې اساس ته خپل ځان له سره وپېژنه، ستا په وجود کې عظمت او سترتوب پټ دی، په خپل
ځان وویاړه، خپل ځان تشویق کړه، ځانته شاباسی ووایه، هره لحظه د ځان ښایستګۍ احساس وکړه، او خپل ځان سالار او مخکښ احساس کړه…..
ځکه (ته همغه یاست، چې کېدل یې غواړې.))
له ځانه سره ووایه او د خپل وجود له رګ رګ سره يې تکرار کړه:
((زه یونابغه یم او له خپل نبوغه ګټه اخلم !!!))