جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهدوستم وايي، تر ډیوردنډ هاوخوا تر اسلام اباد پورې د افغانستان خاوره...

دوستم وايي، تر ډیوردنډ هاوخوا تر اسلام اباد پورې د افغانستان خاوره ده

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۰) د افغانستان د ولسمشر پخوانی مرستیال عبدالرشید دوستم- چې په وروستیو کې د مارشالۍ رتبه ورکړل شوې- وايي، افغانستان تر ډیورند کرښې پورې محدود نه دی بلکې تراسلام اباد پورې د افغانستان خاوره ده.

ښاغلي دوستم دا خبره وروسته له دې وکړه چې د پاکستان پوځ پر سپین بولدک د درنو وسلو بریدونه وکړل او یو شمېر ملکیان یې ووژل. مارشال دوستم خپلو یو شمېر پلویانو ته په خبرو کې وویل، پاکستان د دې حملې په خاطر د غاښ ماتونکي ځواب مستحق دی.

ده زیاته کړه«ټول ملت، که هغه پښتون دی یا هزاره، ازبک، تاجک، شمال او جنوب ټول باید د دغه ناوړه دښمن په وړاندې راپورته شي او موږ باید دوی ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو.»

مارشال دوستم همداراز وویل «له ډیورنده ورهاخوا سیمې له پېښوره تر اسلام اباده پورې د افغانستان د خاورې برخې دي. موږ د پاکستان له یرغل سره مخامخ یوو نو راځئ چې په وړاندې یې ودرېږو ځکه چې تر هره ورځ وژل کېدو ښه دا ده چې په یو وار ووژل شو.»

دوستم له پاکستان سره د دیپلوماتیکو اړیکو د شلولو غوښتنه هم وکړه.

10 COMMENTS

  1. بیشکه د نر بچیه پدی خبره د زړه بړاس دې راته لری کړو، ستا مارشالی ته په دواړو لاسو سلام!
    ښاغلی مارشال صاحب زه ستاسی د ځینو کارونو له کبله ستاسی او ستاسی د مارشالی رتبی سره ۱۰۰ فیصده مخالف وم، خو اوس ستا پدغه نره او میدانی خبره ستاسی سره ۱۰۰ فیصده ولاړ یم، مارشالی دې مبارک شه.
    یشه سن افغانستان

  2. مننه دوستم صاحب چې د مارشالۍ په سطح خبره دې وکړه. والله که داسې نره خبره خو پدې دیرشو کلونو کې یوه افغان مشر هم کړي وي. ولسمشر غني او نور اړوند دولتي ادارې باید د دوستم د امنیت ساتلو ته لاس په کار شي. شرميدلي پاکستاني مشران او ای اس ای به حتمآ کوښش وکړي چې داسې آوازونه چپ کړي. په هغه افغان دی لعنت وي چې مارشال دوستم ددې خبرې ننګه نه کوي. له تاند نه هیله کوم چې دا خبر تر ډيره خپل په ویب پاڼې کې د خبرونو په سر کې وساتي تر سو هره ورځ يې زمونږ مشران او افغانان وګوري او ویې لولي. خدای د کړي ګناهونه وبخښه مارشاله له همدې خبرې سره او الله دیې نور هم په سمې لاره راوله. طالبانو ته هم عذر کوم چې د خدای او قران په لحاظ نور پدې مظلوم ملت رحم وکړې او نور مه پرېږدئ چې دا وطن د څو بې دینه او مشرکو پاکستاني ملایانو او پاکستاني نظامیانو د مغرضانه اهدافو ښکار وګرځي. تل دې وي افغانستان او ددې هېواد باتور ملت او خلک. پاينده او جاویدان دې وي رمونږ جمهوريت.

  3. سلامونه او نیکی هیلی
    زه هم د محترم مارشال صاحب عبدالرشید دوستم سره د هغه په دی وړاندیز سل په سلو کی موافق او هم نظره یم. زما په نظر دسترګو تور افغانستان ددی بحران نه د وتلو دا یواځینۍ لاره ده. نور باید ټول په دی پوه شو چه هڅوک زمونږ په قصه کی نه دی.
    زه پخپله دمارشال صاحب دامر منتظر او انشاءلله هری قربانۍ ته تیار یم.

  4. مارشال صاحب عبدالرشید دوستم //مارشالی را برای خود خلال نمودی۰
    ما از دولت افغانستان این تقاضا داریم که در ملل متد از این حق خود ابراز نظر نماید۰
    من فکر نه میکنم که اشرف غنی این قدر غیرت داشته باشد که در ملل متخد از ازادی خاک
    ما از پاکستان رسماأ طلب ګاری کند۰
    این یک خبر بسیار مهم است که بعد از صد سال یک افغان خواست قسمتی از خاک خود کرد۰
    ذنده باشی مارشال صاحب عبدالرشید دوستم

  5. دا خبره چې ښاغلي مارشال دوستم کړېده چې، تر اسلام اباده پورې د افغانستان خاوره ده، واقعاً چې په ټولو په هېواد مینو افغانانو ډېره ښه لګېږي او خدای وکړي چې دا روحیه په رښتیا سره د ټولو افغانانو په ماغزو کې را ژوندی شي. د ښاغلي دوستم د همدې یوې خبرې اغېز په رواني توګه دومره زیاد دی چې د ډېرو له انده یې دی د مارشالۍ وړ وګاڼه. که تر اسلام اباده نه وي نو تر اټکه خو د افغانستان خاوره ده چې مکار انګلیس په ۱۸۹۳ کې په زور له افغانستان څخه جلا کړې ده. د هغې ورځې په هیله چې د ډیورنډ د کرښې د دواړو خواوو افغانان نوره دا کرغېړنه کرښه چې د پښتنو د تباهۍ سبب شوې نوره ونه ویني. درناوي

  6. د دوستم داسی بابولانو باندی باور باید ونشی نوموړۍ د مارشالی لقب ورکولو سره داسی خالی غورپشونه کوی او دده دا شعار د خپلی ټولی خاوری ازادی لپاره د مارشالی هوائي او غورپشی چیغی دی ، مونږ افغانان ډیر ژر دداسی درواغو احساساتی شعارونو لاندی تر تاثیر لاندی راځو !

  7. عبدالرشید دوستم نوی جنرال یعنی ځوان جنرال نده
    ښاغلی دوستم ته دا معلوم وو او اوس هم خبر ده چی پاکستان زموږ آبادی او سوکالی دښمن هیواد دی

    سوال دلته داده چی د کرزی وخت کله پاکستان کنړ ویشته یا په جلال آباد باندی حملی کولی ولی دا رنګه ویناوی نه کولی لدی معلومیږی چی فهیم په شان ځان په امریکایانو باندی ځان ووژنی او ځان ته د شهید لقب هم حاصل کړی او کیدای شی دا خبری ددی لپاره کړی چی ولس ته وښایی چی زه د پاکستان دښمن یم

    مګر زما په نظر کله چی داکتر نجیب الله غوښتل لدی هیواده هند یا بل بهرنی هیواد لاړ شی یا پناه یوسی نو همدی مارشال دوستم یی مخه ونیوله او کله یی چی د طالبانو په وړاندی جنګ شروع کړ نو جوزجان او دښته لیلی کی د پاکستان په مشوره زیاتره طالبان ووژل ځکه پاکستان د امریکا پر فرمایش له دوستم وغوښتل چی طالبان ووژنه چی اکثره پښتانه د طالبانو صفوف کی وو

    نو امریکا غوښتل چی دلته پښتنو، تاجکو او ازبک او همدارنګه هزاره وروڼو ترمینځ بی اتفاقی پیدا کړی چی دوستم د پاکستان په فرمایش طالبان ووژل او امریکا ورته زیات ډالر او نور امتیازات ورکړل او آن تر دی چی عبدالله له لوری په اشرف غنی باندی مارشالی قبول کړه چی کله اشرف غنی پمپیو خبره ونه منله نو کله چی امریکا ته ورسیده نو په افغان دولت باندی یی یونیم میلیارد دالر بند کړل

    نو اوس چی اشرف غنی د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون فرمان لاسلیک نو مارشال صاحب دا خبره اوس تکرار کړ
    کیدای شی دا خبره چی کړی وی له پاکستان سره یی ورباندی مشوره کړی چی زه غواړم افغان ولس خوشحال کړم

    پاکستان هم پوهیږی چی اسلام آباد خو پر ځای پریږده پیښور نشی نیولای ځکه د نجیب الله دولت قوی او پیاوړی نظامی ځواک درلود مګر اوس امریکا کوښښ کوی چی همدا اوسنی نظام ړنګ او ټولی چاری طالبانو ته وسپاری ځکه د خلیلزاد له لوری له پاکستان سره پټی خبری همدا معنا لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب