چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد ناټو سرمنشي د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی وکړ

د ناټو سرمنشي د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی وکړ

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۰) د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د افغانانو ترمنځ د کېدونکو خبرو هرکلی وکړ.

سرمنشي پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«ما له ولسمشر اشرف غني سره خبرې وکړې چې د افغانانو ترمنځ د کېدونکو خبرو هرکلی وکړم. پکار ده چې ټولې خواوې له دې تاریخي فرصته د سولې لپاره ګټه واخلي. ناټو د تروریزم پر ضد په جګړه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده. او په عین حال کې موږ د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره د خپلو ځواکونو پر حضور بیا کتنه کوو.»

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%af-%da%85%d9%84%d9%88%d8%b1-%d8%b3%d9%88%d9%87-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%a7%d8%b2%d8%a7/

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې پرون د افغانستان مشورتي لویې جرګې ولسمشر غني ته د ۴۰۰ طالب یندیانو د خلاصون سپارښتنه وکړه او ولسمشر نن د دغو بندیانو د خلاصون فرمان لاسلیک کړ.

طالبانو ویلي چې د بندیانو له خلاصونه وروسته د سولې خبرو ته تیار دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین وویل، د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري به عباس ستانکزی وکړي چې له امریکا سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري یې هم کړې ده.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%87-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1%d9%8a-%d9%88%da%9a%d9%88%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب