نن یکشنبه په مشورتي لویه جرګه کې ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني وویل:
«د سولې په حالاتو کې به زه د لوګر سرخاب سیمې ته ځم په دوو کلونو کې به ډير کتابونه ولېکم، چې د دې وطن ماشومان ورڅخه ګټه واخلي.»
کرزي صاحب وویل:
«د سولې په حالاتو کې به لومړی مزارشريف، بیا بدخشان او نورو ولایتونو ته ځم.»
ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله وویل:
«تاسو چکرې ووهئ او کتابونه وليکئ، زه به ستاسو پر ځای کارونه وکړم.»
ما ویل: ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله څومره له کار سره مینه لري. خدای دې خیر ور کړي. د سولې په حالاتو کې يې هم د خلکو په خاطر له سپېدار ماڼۍ څخه لیرې زړه نه کېږي.
دې ته وايي:
«له هيواد او خلکو سره مينه»