یوه ښوونکي خپلو شاګردانو ته د جنت او دوزخ په هکله خبرې کولې.
ویل يې:
«دوزخ یوه لویه کنده ده، له مارانو او لړمانو ډکه ده، اور دی، وهل او ټکول دي.»
بیا یې د جنت په اړه خبرې پیل کړې:
« جنت بيا باغونه او ګلونه دي. شات، شيدې، مستې، شرابونه او کبابونه دي. حورې، غلمان او مېلې دي.»
اوس ووايئ، چې څوک دوزخ ته نه ځي؟ ټولو لاسونه جګ کړل. بيا يې وویل څوک جنت ته ځي؟ ټولو لاسونه پورته کړل، یوازې یوه شاګرد لاس پورته نه کړ.
استاد ترې پوښتنه وکړه چې ته ولی جنت ته نه ځي؟ شاگرد ورته وویل: چې ماته مې مور ويلي دي کله چې ښوونځی رخصت شو سیده به کور ته راځې.»