افغانستان ۲۰۱۴ کال کې ایوټل سټ کمپنۍ سره د تړون په اساس د خپلې لومړنۍ سپوږمکۍ څښتن شو چې د افغان سټ یو (Afghansat 1) په نوم یادیږي. دغه سپوږمکۍ د ایوټل سټ (Eutelsat) په وسیله چی یوه اروپايي کمپنۍ ده په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې فضا ته توغول شوې ده. د توغولو وخت کې یې ۳۲ ټرانسپونډرونه(د مخابراتي اړیکو لیږونکي او اخیستونکي) درلودل، خو کله چې خپل مدار ته لیږدول کیده تر ډیره له عادي حالته وتلې وه چې بریښنایي سیسټم یې هم ترې اغیزمن شوی او ډیر ټرانسپونډرونه یې شنډ شوي. د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو په اساس یې اوس ۸ ټرانسپونډرونه فعال دي. دا سپوږمکۍ د ۲۰۲۱ زیږدیز کال تر فبرورۍ پورې کار کولی شي.
افغانستان هر کال د دې سپوږمکۍ په بدل کې ۴ میلیونه ډالره ایوټلسټ کمپنۍ ته ورکوي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چارواکو د دې سپوږمکۍ تر تړون وروسته ویلي وه چې دا سپوږمکۍ به د کال ۱۵ میلیونه ډالره عاید هیواد ته راوړي، خو خبرپاڼو کې راغلي چې ځیني کلونه دې سپوږمکۍ یوازی خپل لګښت پوره کړی او نور عاید یې نه دی درلودلی.
افغانستان د افغان سټ یو تر څنګ د هند د جنوبي آسیا په سپوږمکۍ کې هم دوه ټرانسپونډره لري چې هند د ډالۍ په توګه ورکړي. هند غوښتل چې دا سپوږمکۍ د سارک (SAARC) غړو هیوادو ته د ډالۍ په توګه ورکړي او بیا ورته د سارک سپوږمکۍ نوم ورکړي، خو پاکستان چې د سارک هیوادونو څخه یو دی سپوږمکۍ کې له ګډون څخه ځان وویست نو ځکه یې نوم د جنوبي آسیا سپوږمکۍ شو.
لاندینی انځور د جنوبي آسیا سپوږمکۍ ښيي چې هند ۲۰۱۷ کال کې فضا ته و توغوله.
اوسمهال د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان سټ دوه په نوم سپوږمکۍ خبر ورکوي چې د افغان سټ یو ځای ناستی بلل کیږي او هوکړه یې ۲۰۱۷ کال کې چین سره شوې. افغان سټ دوه به تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې فضا ته ولیږدول شي.
څرنګه مو چې یادونه وکړه، مونږ له ۲۰۱۴ کال څخه افغان سټ یو درلود، د ځینو تخنیکي ستونزو سره یې د کار ټرانسپونډرونه درلودل خو پوره ګټه مو ترې پورته نشوای کړی. ځکه یو روښانه، تخنیکي او عملي پلان مو ورته نه درلود. یوازینی لامل یې د یوې فضايي څیړنیزې ادارې نشتون وه.
ټول هغه هیوادونه چې فضایي سپوږمکۍ لري تر څنګ یې فضایي څیړنیز مرکزونه لري، چې هم بیلابیلو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي او هم د هیواد لپاره د عوایدو لویه سرچینه بلل کیږي. ډیرو هیوادونو خپل وسله وال ځواکونه د بیرونۍ فضا په کړنو او د بیلابیلو سپوږمکیو کارولو کې په فعال ډول سره دخیل کړي دي.
دا دی د افغان سټ یو عمر هم پای ته نږدې شوی او د مخابراتو وزارت د پلان په اساس به دویمه سپوږمکۍ په ۲۰۲۰ کال کې فضا ته لیږدول کیږي او تر هغه وخته هم یوازې میاشتې پاتې دي. په داسی حال کې چې تر اوسه هم فضايي څیړنو لپاره یوه وړه اداره نه لرو ترڅو دې برخه کې د څیړنې وړتیا ولري. فضایي څیړنیز مرکز کولی شي ډیرې برخې تر پوښښ لاندې ونیسي ځنې برخې یې دلته یادې شوي:
د کرنې څیړنیزه برخه – د افغانستان ډیری وګړي په کرنې او مال ساتنې بوخت دي، او د هیواد لوړه سلنه نا خالص عاید مو هم د کرنې محصولات دي. د کرنیزو محصولاتو د کیفیت ښه والی او وده، موسمي بدلونونه، د خاورې غیر عادي حالتونه او د اوبو د کموالي ستونزې یا د وچو سیمو بیلول له سپوږمکۍ څارل کیدی شي.
پورتنی انځور د کرنیزو حاصلاتو څارنه د سپوږمکۍ څخه ښیي.
د اوبو د سرچینو څیړنیزه برخه – دلته د اوبو د سرچینو او د طبیعي آفتونو لکه وچکالي، سیلاب او د سیندونو د تخریبڅارنه له سپوږمکۍ څخه کیږي.
په همدې ډول سره د ځنګلونو څارنه، د ځمکو جیولوجیکي سرچینو څارنه، پرلیکه زده کړې او روغتیاييخدمتونه د یادولو وړ دي.له سپوږمکۍ څخه د بیلابیلو استفادو لپاره انځورونه اخیستل، د کارتوګرافۍ نقشو جوړونه، د هوا حالتونو څیړنه او د هغې په وسیلې د طبیعي خطرونو لکه ګردباد او طوفان څارل ټول له هغو مواردو شمیرل کیدی شي چې د هیواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره لار هواروي. دغو یادو شویو برخو کې څیړنیزې پروژې که یاده اداره یې په خپلواکه توګه یا یې له پوهنتونو سره په ګډه پر مخوړي، د دې ادارې د بډاینې لپاره ډیر اغیزناک تمامېدی شي.
ډیرو هیوادونو د سپوږمکۍ په وسیلهمرکزي پوهنتونونه د لرې پرتو سیمو پوهنتونو سره نښلولي ترڅو په یوه وخت کې د لری پرتو سیمو پوهنتونونه له هغه درس څخه چې مرکزي پوهنتونو کې ورکول کیږي برخمن شي. ښوونځۍ یا نورې علمي او تخنیکي ادارې هم په همدې ډولځنې ګټه پورته کولی شي.
افغانستان باید د دې تر څنګ د نورو سپوږمکیو لپاره هم پلان ولري ځکه سپوږمکۍ بیلابیل ډولونه او وړتیاوې لري چې هره یوه یې ځانګړې استفادې پورې تړلې ده.
دا باید وویل شي چې د سپوږمکیو وړتیاوو څخه د پوره استفادې لپاره یو دوه ورځې کار، یوه ناسته یا یو دوه لیکنې هیڅکله هم بسنه نه کوي. دلته باید یوه ځانګړې او خپلواکه اداره وي چې مسولیت یې یوازې فضایي برخو کې څیړنې وي.په دې ډول به له سپوږمکیو پوره ګټه پورته شي، عایداتبه یې ډیر شي او هم به د هیواد په پرمختګ کې اغیزناکرول ولوبوي.
د لیکوال په اړه:
محمد حامد پتمل د کابل پوهنتون د برق او الکترونیک څانګې استاد دی،
د لیسانس زده کړې یې د کابل پوهنتون، انجنیرۍ پوهنځي او د ماسټرۍ زده کړې یې د جاپان هیواد واسیډا پوهنتون د مخابراتو انجنیرۍ څانګې کې کړې دي.