چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeکلتورد بیرغ (بيرغ د تاريخ، شريعت او حقوقو په رڼا کي) کتاب...

د بیرغ (بيرغ د تاريخ، شريعت او حقوقو په رڼا کي) کتاب چاپ سو

ليکواله: نسیمه باري

فطرت کړي ګل ته غږ چي د اغزو سره راځه

بلبل ته اشارت چي د نغمو سره راځه

د افغانستان په څلورلسيزي جنګي فضا کي افغانانو ته د خوښۍ زيری معما بريښي. د حمزه شينواري د بيت په استدلال افغانان داسي فکر کوي چي زموږ  په برخه به تل د غم خبر وي، لکه چي فطرت تل ګل ږغ کوي چي اغزي درسره راوړه؛ دغه بل لوری مو هير وي چي همدغه فطرت بيا و بلبل ته ږغ کوي چي له نغمو سره راځه. بيرغ د تاريخ، شريعت او حقوق په رڼا کي کتاب زيری موږ ته په دې ويرونو او اورونو کي په رشتیا چي د بلبل د نغمو زيری دی، داسي زيری دی چي موږ  يې توقع نه سوای کولای.

په پرمختللو هيوادونو کي ډيري پيړۍ وړاندي لا ملتونه په دې پوهيدلي وو چي بيرغ  د هري ټولني حق دی، دوی کولای سي چي خپل ملي احساسات، د بيرغ په ټوکرونو او رنګونو کي ونغاړي او بيا دغه رنګيني ټوټې د خپل ملت په استازولی په هيواد کي دننه او له هيواده د باندي ورپيږي، تر څو د همدې ملت احساسات هر ځای او هر چيري په ډاګه کړای سي؛ بد بختانه چي د نړۍ يرغلګرو او چپاو ګرو د افغانانو دغه ملي احساسات هم  اغيزمن کړي وو؛ افغانانو خپل ملي بيرغ ته په بشپړه توګه درنښت نه سو درلودلای، ځکه وليدل سول چي د ملي بيرغ پر سر انسان مړه سول، ووهل سول، د بيرغونو پر سر د کفر او شرک فتواګاني مو د سر په سترګو وليدلې، موږ دومره بې وسه وو چي د خپل بيرغ دفاع مو نه سوای کولای؛ ځکه پر موږ له هر لوري د کفر ټاپې په اسانۍ وهل کيدلای سوې، هغه د عزت الله ځواب شعر دی چي وايې:

دلته هر چاته چل ول دی خپلي وسي پوري
ددې ځای هر يو سړی غل دی خپلي وسي پوري
پلمه دي جوړه ده کافرو پکي شپې کړي دي
بس ورانوه يې وران کابل دی خپلي وسي پوري

افغانستان ته پلمه جوړه وه چي د هر چا به ورته خوښه سوله، د خپل ذوق برابري فتواګاني به يې ورباندي ورکولې. د بيرغ موضوع هم له يادو متضررو موضوع ګانو څخه يوه موضوع وه.

دلته ناورين دا وو چي هري ډلي او تنظيم خپل بيرغ مقدس ګاڼه د نورو بيرغونه يې کفري او ناروا ګڼل او دغه اجنډا بيا تر ډيره د داسي کسانو په لاس کي وه چي هغه د چا خبره: ((د دوی چاړه وه، زموږ غاړه))، د دې موضوع درد ډيرو کسانو وليد، خو دا توان په چا کي نه وو چي د بيرغ په اړه يو داسي کتاب وليکي چي د هري ډلي، هر سياست او هر حکومت لپاره قناعت ور کوونکی وي او داسي کتاب وي چي يوازي پر حقايقو بنا وي او علمي دلایل يې ډير قوي او بشپړ وي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب