پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ: عارف وزیر د پاکستان په سرپرستۍ ترهګرو ډلو وژلی

محسن داوړ: عارف وزیر د پاکستان په سرپرستۍ ترهګرو ډلو وژلی

تاند، سه شنبه، د ثور ۲۳مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ یو رهبر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ، په جنوبي وزیرستان کې د عارف وزیر د ترور پړه د پاکستان د استخباراتي ادارو تر چتر لاندې فعالو ترهګرو ډلو باندې ور اچولې ده.

محسن داوړ ویلي، دا له لمر څخه روښانه ده چې  د عارف وزیر په قتل کې د پاکستان د پوځي ادارو سیوري ته فعالو ترهګرو لاس دی چې پخوا یې هم داسې کارونه کړي دي او ریاست پرې نه یوازې چوپ پاتې شوی بلکې د پلټنو مخه یې هم نیولې ده.

 محسن داوړ زیاته کړې د پښتون پولیس قومندان طاهر داوړ د قتل په دوسیه کې هم ورسره د ریاست وزیرانو په پارلمان کې ژمنه کړې وه چې دا قضیه به جدي څېړل کېږي، خو دا کار بیا ترسره نه شو.

ملتپال پولیس افسر طاهر داوړ په ۲۰۱۸ کال کې تښتول شوی و او  ویل کېږي چې بیا یې مړی پاکستاني ادارو له افغانستان سره پر فرضي کرښه اچولی و.

 همدا راز د می په ۲مه د پښتون ژغورنې غورځنګ بل غړی عارف وزیر هم په واڼه کې وسله وال برید کې لومړی ژوبل شو او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه چې تر اوسه یې په اړه پاکستاني ادارې چوپ دي.

 پښتانه چې په افغانستان کې اکثریت او د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې اقلیت دي له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې د تشدد هدف ګرځول شوي دي.

د پاکستان د دغو ظلمونو پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ له هغې وروسته راپورته شو چې ۲۷ کلن پښتون موډل نقیب الله محسود د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې په کراچس کې د پولیسو لخوا په مرموز ډول ووژل شو، خو دې وژنې په یوه اوونۍ کې د پښتنو په ټولو سیمو کې د یو لوی غورځنګ راټوکېدو ته لار جوړه کړه.

اوس دا غورځنګ په وزیرستانونو، سوات او نورو پښتنو سیمو کې د پاکستاني پوځ د ظالمانه عملیاتو تاوان، د ۴۰ زره پښتنو د نادرکۍ څېړنه، د پښتنو سیمو کې د ماینونو پاکول او پښتنو ته د انساني حقونو ورکول غواړي، خو پاکستان تر اوسه د یوې غوښتنې مثبت ځواب نه دی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب