شنبه, جولای 6, 2024
Homeمقالېسیاسي فلسفه څه شی ده| ژباړن: محمد عارف لیوال

سیاسي فلسفه څه شی ده| ژباړن: محمد عارف لیوال

یو شمیر سیاستپوهان سیاسي فلسفې ته په هیواد د حکومت کولو او ځیني یې په بشري ټولنو د حکومت کولو پوهه او عمل ګڼي چي په دواړو تعریفونو کې یو ګډ ټکی (د سیاست موضوع حکومت ده)

 همدارنګه حکومت د قدرت، رهبري ډلي او په ټولنه کې د سیاسي تشکیل د ساتونکې په توګه پیژندل کیږي فلسفه له سیاست سره نیژدې اړیکه لري، ټول حکومتونه له پیل تر اوسه هر یو د یوه نظام او فلسفې د مکتب په بنسټ رامنځته شوی، نو د فلسفې هغه برخه چي له سیاست سره نیږدې او پکې له فلسفي اصولو د هیواد د حکومتي مسائیلو لپاره ګټه اخیستل کیږي سیاسي فلسفه یادیږي.

د سیاسي فلسفې موضوع

د سیاسي فلسفې موضوع د فرد اړیکي له دولت او ټولني سره او د ډول ډول حکومتونو په پیژندنه را څرخي.

د سیاسي فلسفې مسایل

په سیاسي فلسفه کې د سیاست د علم او د ټولني د سیاسي جوړښت اړوند مسائیل مطرح کیږي لکه: * د حکومت بنسټ څه ده؟ * د حکومت شتون ضروري ده؟ * ایا د حکومت په نه شتون سره انسانان نشې کولای د یوه او بل ترڅنګ ژوند وکړي؟ * د حکومت د قدرت کچه په ټولنه او خلکو باید څنګه وي؟ * ایا د خلکو په چارو دي ټینګه څارنه وشي؟ که یا هم ازاد پریښودل شي؟ او همدا ازادي بیا د کمي او زیاتي د مهار چوکاټ ولري او کنه؟ او دېته ورته مسایل … په فلسفه کې اختلافي مسایل.

په فلسفه کې اختلافي مسایل

له ړومبیو وختونو دا دي چي : * آیا فرد مهم دی که ټولنه؟ * آیا فرد د ټولني لپاره که یا ټولنه د فرد لپاره خلق شوي؟ * په دوئ دواړو کې د کوم یوه / یوې ګټي ارزښت لري؟

د دې پوښتني هر ځواب په بیله بڼه د یوه حکومت د بنسټ اېښودونکی دی، دا چي سوسیالیسټي حکومت د ټولني ګټو ته د فرد د ګټو په نسبت او کمونیستي حکومت د فرد ګټو ته د ټولني د ګټو په پرتله لومړیتوب ورکوي، د دې دواړو حکومتونو بنسټ بیله بڼه خپلوي د سیاسي فلسفې سرچینه او څرک په سیاسي فلسفه پوري اړوند افکار (۲۵۰۰) دوه زره او پنځه سوه کال وړاندي د آتن ښار چي د فلسفو ښار نومول کیږي او پکې سقراط، افلاطون او ارسطو اوسېدل څرګند شول، ډیری سیاسي افکار او مسائیلو لکه : عدالت، ازادي، حکومت او قانون ته درناوی د لرغوني یونان د پخوانیو ښارونو په اړه د یونان له فلسفي عقایدو سرچینه واخیسته او تر راتلونکي او معاصر وخته تحلیل او وڅیړل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب