پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهد ولسمشر ویاند: نړیوال دې لغمان کې پر افغان ځواکونو د طالبانو...

د ولسمشر ویاند: نړیوال دې لغمان کې پر افغان ځواکونو د طالبانو برید وغندي

تاند، سه شنبه، د ثور ۲۳مه: د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د لغمان الیشنګ کې پر افغان ځواکونو د طالبانو د خونړي برید په اړه وايي، په داسې حال کې چې حکومت له کورونا سره په مبارزه بوخت دی، طالبانو د روژې په میاشت کې تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی.

 ښاغلي صدیقي تېره شپه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، لغمان کې د طالبانو برید خپه کوونکی دی، ځکه د ده په وینا افغانستان په ډېره سختۍ له کورونا سره مبارزه کوي خو طالبان په خپلو ترهګریزو فعالیتونو خپل تاوتریخوالي او بریدونو ته په روژه کې هم دوام ورکوي.

  صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو وروستي بریدونه دا ښيي چې دا ډله په افغان وژنه او جګړه ټینګار کوي: (( تمه ده چې نړیواله ټولنه په سختو ټکو د تاوتریخوالي دوام وغندي.))

 دا ېه داسې حال کې ده چې طالبانو د یکشنبې په شپه ناوخته د لغمان الیشنګ ولسوالۍ کې پر دولتي پوستو بریدونه وکړل، چې دفاع وزارت وايي، په دې نښتو کې ۶ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.

خو ځايي سرچینې بیا تاند ته وايي، د یو نظامي کاروان لږ تر لږه ۲۷ سرتېري په دغه جګړه کې وژل شوي، ګڼ نظامي موټر سوځول شوي او ۹ سرتېري نادرکه دي.

 بلخوا طالبانو هم ادعا کړې ده چې په دغه برید کې یې ۲۴ افغان سرتېري وژلي، ۳۰ ژوبل دي او ۱۳ هاموي نظامي موټر یې سوځول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب