Homeخبرونهتېرو ۵ میاشتو کې له پاکستان او ایران ۲۸۰ زره افغانان راستانه...

تېرو ۵ میاشتو کې له پاکستان او ایران ۲۸۰ زره افغانان راستانه شوي دي

تاند، سه شنبه، د ثور ۲۳مه: د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ایم وايي، د ۲۰۲۰ کال له پيله تر اوسه ۲۸۰ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان لخوا په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو پنځو میاشتو کې په دقیق ډول ۲۷۸ زره افغانان له ایران څخه هیواد ته ستانه شي.

 د سازمان د راپور له مخې د جنورۍ له میاشتې راهیسې تر اوسه ۱۸۰۰ افغانان له پاکستان څخه هم هېواد ته ګرځېدلي دي، خو په وینا یې چې له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو شمېر ځکه لږ دی چې دمارچ له دویمې نېټې راهیسې د تورخم او سپین بولدک لارې تړلې وې.

  راپور همداراز وايي، له ایرانه تېره اوونۍ د راستنېدونکو کډوالو شمېر ۱۸ سلنه زیاته شوی او دلیل یې هم کورونا او اجباري اخراج ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د افغانانو په اجباري اخراج کې مشهور شوی هېواد دی او لس ورځې وړاندې یې ۵۷ افغانان له دې کبله شکنجه کړل او بیا یې سیند ته واچول چې ولې د ایران پر پوله د کار په نیت ور اوښتي دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...