شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهفضلي: غني او عبدالله به سبا یا بل سبا خپلمنځي سیاسي هوکړه...

فضلي: غني او عبدالله به سبا یا بل سبا خپلمنځي سیاسي هوکړه لاسلیک کړي

تاند، سه شنبه، د ثور ۲۳مه: د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په زیات احتمال سره به د ولسمشر غني او عبدالله  ترمنځ سیاسي هوکړه په چهارشنبه یا پنجشنبه لاسلیک شي.

د دغه وزارت سلاکار عزیز الله فضلي وايي، د روژې په پاتې ورځو کې د اوربند امکان هم شته او د حکومت دننه سیاسي اختلافات هم په ختمېدو دي چې د چهارشنبې یا پنجشنبې په په ورځ به د ارګ او سپېدار تر منځ هوکړه لاسلیک شي.

د غني او عبدالله د هوکړې کاپي، دوستم پکې مارشال او د دولت عالي شورا غړی دی

نوموړی وايي، په پام کې ده چې د جهادي مشرانو په شمول یو داسې مذاکراتي پلاوی تشکیل شي چې قوت به يې ښکاره وي او په روژه کې د اوربند لپاره هڅې هم تر ډېره مخته تللې دي.

تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون او د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم د سیاسي هوکړې خبر ورکړی و خو تېره ورځ تاند ته د حکومت د یوې مهمې سرچینې لخوا ورکړي سند کې راغلي چې د غني او عبدالله ترمنځ هوکړه جنرال دوستم ته د مارشالۍ د لقب او د دولت عالي شورا کې د غړیتوب په ورکړې پورې تړلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب