شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد غني او عبدالله د هوکړې کاپي، دوستم پکې مارشال او د...

د غني او عبدالله د هوکړې کاپي، دوستم پکې مارشال او د دولت عالي شورا غړی دی

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: تاند ته د حکومت یوې معتبرې سرچینې د هغې هوکړې یوه کاپي ورکړې ده چې ولسمشر غني او عبدالله پرې د سیاسي بحران د حل لپاره توافق کړی دی.

په دې هوکړه کې لومړنی شرط دا دی چې د مصالحې تر عالي شورا وړاندې به د دولت عالي شورا رامنځته کېږي او هر غړی به یې له ځانګړي پروتوکول څخه برخمن وي او ولسمشر ته به سیاسي مشورې ورکوي.

ورپسې به د عبدالله په مشرۍ د مصالحې شورا رامنځته کېږي چې پنځه مرستیالان به ولري او د عبدالله له دوه مرستیالانو پرته به ټول مرستیالان د ولسمشر لخوا معرفي کېږي.

د دې شورا دفتر به سپیدار ماڼۍ وي، د سولې پروسه به مخته وړي او ټولې مقررۍ به په کې د عبدالله په خوښه وي، خو پرېکړې به یې د ولسمشر لخوا تاییدېږي.

په دې هوکړه کې راغلي چې عبدالله به د مصالحې شورا د مشر په توګه د حکومت دویم کس وي او همدومره پروتوکول به ورکول کېږي.

دا شورا به خپلواک بودیجوي واحد وي او پیسې به یې د افغانستان دولت ورکوي، خو له نړیوالو هم مرستې اخیستلی شي.

د هوکړې له مخې به جنرال دوستم ته مارشالي ورکول کېږي او د دولت د عالي شورا غړی به هم وي.

همدا راز به د عبدالله ټیم پنځوس سلنه وزارتونه اخلي، والیان به هم د یوې قاعدې له مخې مقررېږي.

دا هغه څه دي چې د ثبات او همپالنې ډلې یې تر دې وړاندې یادونه کړې وه او اروپايي ټولنې هم ویلي وو چې غني او عبدالله یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

2 COMMENTS

  1. دانو څه ریشخند وطن شو!
    له دی نه خوچي اشرف غنې استعفی ورکړي دپښتون نوم خوبه نه وی بدنامه….!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب