جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورپښتو لهجوي قاموس چاپ شو

پښتو لهجوي قاموس چاپ شو

 محمد اصف احمدزى

د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا د پښتو لهجوي قاموس په پنځو ټوکونو کې چاپ او خپور شو.

د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتيوت علمي غړو د پښتو لهجوي قاموس لیکنې په موخه له ۱۳۹۰لمريز کال را هیسې د هېواد له پنځو زونونو څخه د پښتو لهجو په راټولولو پیل وکړ، چې دا لړۍ تر دې دمه را روانه ده او تر اوسه یې د دې قاموس پنځه ټوکه په پوره دقت سره چاپ او خپاره کړي دي.

د دې قاموسونو په هر ټوک کې د شپږو لویو لهجو راټولولو او لیکلو بڼه له (۱۰۰۰) معیاري لغاتو سره د تطبیق پر بنسټ ترسره شوې ده.

د پښتو لهجوي قاموس لومړی ټوک په ۱۳۹۵لمريز کال چاپ شوی دى چې په کې له ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو څخه شپږ – شپږ لویې قبیلې په پام کې نیول شوې دي او له هرې قبیلې څخه د زرو معیاري پښتو لغتونو د لهجو پوښتنه شوې ده. دویم ټوک هم د پورته معیار په پام کې نیولو سره د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو لهجې رانغاړي.

د دې قاموس درېیم ټوک په ۱۳۹۶لمريز کال خپور شوی دی چې د مرکز زون (کابل، پروان، کاپيسا، میدان وردګ او غزني ولایتونو) پښتو لهجې په کې راټولې شوې دي. دغه راز د دې قاموس څلورم او پنځم ټوکونه په ۱۳۹۸لمريز کال کې چاپ شوي چې په کې د لوېدیځ زون (کندهار، زابل، اروزګان، پکتیکا، هرات، فراه، نیمروز او هلمند) ولایتونو پښتو لهجې راټولې شوې دي.

د پښتو همدا لهجوي قاموسونه چې د پنځو ټوکونو مواد یې د هېواد په خورا سختو حالاتو کې د ساحوي څېړنې په اساس را ټول شوي، د علومو اکاډمي د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت د علمي غړو ګډه څېړنیزه پروژه وه، چې په خورا صداقت سره یې د دې قاموسونو د لهجو راټولولو او لیکلو ته مټې را ونغښتې او دا دی د خپل زیار ثمره یې ټولنې او د پوهې څښتنانو ته وړاندې کړه.

د دې لهجو د راټولولو چارې د اکاډمیکو معیارونو په پام کې نیولو، د غږونو د تلفظ د ثبت او فونیمیک بڼې په لیکلو سره چمتو کړل شوي او چاپ شوي دي، چې د څېړونکو لپاره ښه مواد وړاندې کوي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ډیر ښه او پر ځای اقدام دی، د افغانستان د علومو اکاډیمۍ ته ېې مبارکۍ وړاندې کوم.
    که د بېلګې په توګه مو یوه کلمه له دې یوزر لغاتو څخه راخستې او تاندوالو ته مو ډالۍ کړې وای بده به نه وه
    او همدارنګه هیله ده چې په شپږم ټوک کې د شمال ولایتونو (کندوز،مزار، بغلان، میمنه، شبرغان او… ) ولایتونو
    او ورپسې د محکوم وطن ( پشتونخوا او بلوڅخوا ) د عزیزانو ګړې او ډیالکټې په اووم جلد کښې ونغاړئ .
    مهرباني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب