جمعه, مې 17, 2024
Homeروغتیاکه غواړئ چې ځیګر مو روغ وي، دغه عادتونه پرېږدئ

که غواړئ چې ځیګر مو روغ وي، دغه عادتونه پرېږدئ

ځیګر د حیاتي غړو له ډلې شمېرل کېږي، چې ډېرې دندې تر سره کوي. د بېلګې په توګه، وینه تصفیه کوي، وينې ته له جذب شویو موادو څخه مضر توکي بېلوي او د ځیګر اړوند هورمونونه تولیدوي. که ځیګر زیانمن شي، نو خپله دنده سمه پر مخ نه شي بېولی او له همدې کبله انسانان له ډېریو ناروغيو سره مخ کېږي.

غیر سالم غذایي رژیم او د ژوند نامنظمه تګلاره د ځیګر د ناروغیو اصلي لامل کېدای شي. د خواشینۍ وړ خبره دا ده چې د ځیګر د ناروغیو درملنه په سختۍ کېږي او ډېر کله ان د درملنې وړ هم نه وي. نو ښه ده چې د روغتیا لپاره یې دغه ټکي په پام کې ونیول شي.

څېړنو ښودلې چې پر الکولو سربېره، نوشابې هم د دې لامل کېږي چې تاسو د ځیګر د غوړوالي پر ناروغۍ اخته شی. که څه هم چې په دې برخه کې لا څېړنې روانې دي، خو همدا څېړنې هم د دې دليل کېدای شي چې د دغه ډول نوشابو له څښلو ډډه وکړئ.

حمیدي

1 COMMENT

  1. ما فکر کاوه چې په دې لیکنه کې به دهغو خوراکونو لیست ووینم چې ځیګر ته تاوان لري او د هغو له فهرسته به هم خبر شم چې ځیګر ته ګټه لري خو صرف یوه کلمه مې پکې ولیده. نوشابه هم د الکولو په شان مضره ده
    په دې مصروف وخت کې اصلي خبره لیکه. په همدې تاند کې د ځیګر په اړه لس علمي لیکنې شته لږترلږه به دې د هغو نه اقتباس کړی و
    راشد نور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب