شنبه, اپریل 27, 2024
Home+هر قوم ته ځان سیال برېښي

هر قوم ته ځان سیال برېښي

استاد سعدالدین شپون

دا پېرته چې حاجي ته ورغلم، د غوړو یوه تشه ډبۍ(پیپ) کې یې کاڼي اچولي وو، ګړباوه یې. ما ویل یاره لیونی شوی یې او که لکه د کلي دهقانان د شولو له پټیو مرغۍ شړې؟ زما په لېدو یې ټیټ په مځکه کېښود، ویل یې، هسې مې پښتو ویله. ما وخندل. ورته ومې ویل، که د زنکد ن علامې وي چې سورت یاسین درباندې ووایم، که نه نو مه ګړبېږه. خو حاجي له موډه ونه لوېد، ویل یې چې نان خدای ته شکایت کړی و چې ما څه ګناه کړې چې پښتانه مې دودی بولي. خدای وویل، ګیله مه کوه، زما زړه هم ترې شین دی، ما ته تښتن تالا وايي. حاجي څه نورې بابولالې هم تېرې کړې او بیا یې په جدي غږ وویل، کل قوم بما لدیه فرحون.

 چې ما د دې وروستۍ ډمامې د حکمت پوښتنه ترې وکړه نو ویې ویل چې د نړۍ په هر ګوټ کې ډېر کله قومونه هسې په ټوکه د بل پورې همدا کیسې کوي. د اروپا خلک د پولنډیانو پورې، کابلیان یې د هزاره و، هندوان د پنجاپیانو، پنجاپی د پټانانو ، د امریکا د شمالي ایالتونو خلک یې د جنوبیانو پورې کوي. چې د رښتیا ځای راشي نو لکه د اوس په شان د امریکا د تقریبا ټولو ایالتونو عسکر په ګډه په افغانستان کې عملیت کوي.

ما ورته د وړم تېر کال د سفر یوه تجربه تېره کړه چې موږ یوه ډله  بهیر یاران کندوز ته تلو چې هلته د پښتو ژبې کوم کنفرانس و. بس د مېلو تګ و، په خندا او بدلو له کا بل نه روان شوو. چاریکارو کې مو تازه مېوه اخیسته. هلته موږ په پښتو له دوکاندار نه د آلوبالو د نرخ پوښتنه وکړه، هغه وویل، په پښتنو یې نه خرڅوم. چا ورته وویل، نو وړیا یې راکوې؟ هغه ویل مه دغه دغه ره یاد ندارم، عدل فارسي بګو.

حاجي ته مې وویل چې خبره اوس له ټوکو تېره نه ده؟ حاجي غلی شو او بیا یې منورینو او مشرانو ته په ښکنځل بنا وکړه، نه یې برام الدین پرېښود نه ګلبدین، نه مسعود نه محمد ګل مومند. ټول یې ودګل چې د خلکو ترمینځ د ژبې، مذهب او نژاد کرښې راکاږي.ما وویل نور مه ښکنځه، ته خپله وایې چې چرا پښتونها فارسي ره یاد نمې ګیرن که هم آسان است، هم ادبیات قوي داره، هم وحدت ملي میایه؟ حاجي ویل چې مه مزاق مېکدم. انصاریا خو ده اصل عربس، که عربي نبا شه چه پشتو چه پشه یې؟ ماورته وویل چې پښتو ژبه پښتنو ته آسانه ده، فارسی مشکله.دا مې ور یاده نه کړه چې دی خپله انګرېزۍ کې سکول ته اېسکول، سټوپېډ ته اېستو پد وايي، د ناروغ سره مې جنجال خوښ نه دی، بله دا چې د حاجي قانع کول، په تېره د عمر په دې پړاو کې ناشونی دی. یوه سپین ږیري راته بیان کاوه ، ویل یې چې د اعلیحضرت دربار کې یوه وزیر په یوه شینواري ملک ملنډې وهلې. آخر کې چې سړی بې حوصلې شو او ضمنا یې بې ادبه خبره هم د پاچا مخکې نه کوله، نو یې سوړ اسوېلی وکېښ، ویې ویل، ته ګرم نه یې ځکه چې پښتون نه یې! وزیر په خندا وویل، معلومدار.  حال دا چې چا ته ویل چې پښتون نه یې  په پښتنو کې لوی سپکاوی ګڼل کېږي. فارسي مازې یوه ژبه ده خو پښتو خدای پنډ نور ارزښتونه په اوږه ګرځوي ، چېرته مې ولوستل چې پښتو آسانه نه ده خلکه+ څوک چې پښتو کړي پوښتۍ ماتې ګرځو ینه.


د ارواښاد شپون دا لیکنه لومړی وار د ۲۰۱۱ د جولای په ۲۷ خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب