یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزهیوپوتیزې | ډاکتر ماخان میږی شینواری

هیوپوتیزې | ډاکتر ماخان میږی شینواری

Hypothesis 

ما خپله لیکنه د الماني ادبیاتوڅخه رانیولې او له دې امله به نومونه هم له المانی رانیول شوي اویا الماني وي.

زموږ ستونځې دا هم دي، چې موږد ډېرو مسلکي لاتینویونوسره بلد نه یو او داسې په سم انډول یې هم نه پوهیږو، موږیواځې داسې نږدې انډول ورته ټاکلی شو او یا شننیزه روښانه- ونه یې ورکولی شو.

ځنې مسلکي د مانا ډک ویونه دي، چې په عربي (په بخښنه په عربي مې ځکه ولیکله، چې موږدا سې ویونه تل په عربي  ژباړو) ژباړه یې ناشونې او ناموخه- وره ده. داسې نومونه باید که روښانه نه وي روښانه شي اوهمهغسې وکارول یا راوړل شي. دا په ټولو پرمختللوژبوکې همداسې دي اوژباړه یې د یوه وي سره نه کیږي، دا یواځې روښانه کیدی شي، چې یوه بیلګه یې هیوپوتیزې ده.

د پوهنیزو، داسې ویونو د ښه پوهیدنې له پاره، چې روښانه – ونه یې په یوه پښتو انډول وی نه کیږي او باید روښانه شي، زما وړانديزدا دۍ، چې دا دې ځانله ،خانله وڅیړل شي او چې د یوې څیړنې له پاره دبل وی پوهیدنه اړیینه وي، هغه وی دې هم همدلته ورسره مل او لنډ وڅیړل یا روښانه شي

دا ټولې خبرې اوږدې څیړل دفیلوسوفانو اوژبپوهانو کار دي، زماله پاره یې لنډه اړیینه روښانه ونه بسیا کوي.

هیوپوتیزې

یوه هیوپوتیزې (زړه یوناني او پسې لاتیني څخه ده، الماني Hypothese انګرېزي hypóthesis ) د یوې سم انیدیزې وینا په بڼه فرمولبندیزه نیونه ده، چې سمون یې سړی شونی یا کیدونی نیوی یا بللی شي، چې دا لا تراوسه ښوول شوی همداسې verifiziert (۱) نه دۍ . هیوپوتیزس باید د هغه له لاس ته راوړنو په بنسټ د ازمایلو وي، چې هغه د لاس ته راوړنې پسې یا له امله ښووالکیدی – ….یا رد کیدی شي. د هیوپوتیز د فرمولبندي کولو له پاره ورځنۍ یا مروجه ده، چې شرایط ورکړلشي، چې هغو لاندې دا باور لرودی شي.  دا د یواځني سماندیز اړیکو سره کیدی شي، پهلاندې توګه:

،، تل که….، نو …،،.

  (۱) وریفیکیشن  Verifikation د یوه  ګومانی یا غوښتوني شيحالت ښوونه ده، چې رښتیا وي ( نوره روښانه-ونه هم لري،خوزموږله پاره دابسیا کوي).

هیوپوتیزې Hypothese د پوهنیزو کارونو په چوپړکې ده لکه د بچلر، ماسترۍ اوډاکترۍ تیزسونه.

یوه هیوپوتیزې  یوه اړوندوالی، یوه نیونه  همداسې یو ګومان دۍ.

دا پورته یاده شوې ،، نیونه،، په دې مانا نه ده، چې د هیوپوتیزې انډول دې په عربي فرضیه وي، چې پښتو انډولی یې نیونه ده. 

ته د کارپای په پیل کې هیوپوتیزې لیکې او دا په تجربه لټون سره ازمایې.

د هیپوتیزې بیلګې:

هرڅومره چې دفتر تیاره وي، تر هغې همکاران تولیدوونکي دي. 

دا یوه هیوپوتیزې ده:

هیوپوتیزې  ته د دوه شي ځاننیونو یا – حالتونو منځ کې د لار سره سم ګوماني اړوندوالي وایي( افاده کوي).  دا د پوهنیزو پرابلم انځورولو کارونو یو څه وختیز ځواب دۍ.

هیوپوتیزس د پوهنیزو کارونو کره برخه نه ده. هر پایکار د کشف  پوښتنې ته اړتیا لري، په داسې حال کې هیوپوتیزې ته هغه وخت اړتیا پیښیږي، چې پخپله یو تجربوي کشف (څیړنه؟) کوي. 

هیوپوتیزس د یوه خپلواک اووښتونې(مجهولې یا واریابلې) – سرچینه –اویوه بلواک اووښتونې – ګوماني اغیز دۍ.

د هیپوتیز بیلګ:

چې دفتر هرڅومره کړکۍ لري، همهغومره همکاران تولیدوونکي دي. 

خپلواک اووښتونې

د کړکیو ګڼون( تعداد)

بلواک اووښتونې

د همکارانوتولیدوالی.

د هیوپوتیز ډولونه:

 دوه ډوله هیوپوتیزس شتون لري: لوریزې اونالوریزې هیوپوتیزس.

نالوريزه هیوپوتیزې

د نالوریزه هیوپوتیزې سره ته په ريښتونې تصدیقوې، چې  یواړوندوالی شته، مګرته لور نه کره کوي.

د نالوریز هیوپوتیزې بیلګه:

د کړکیوګڼون  د همکارانو په تولیدونې یواغیز لري.

لوریزه هیوپوتیزې

د دې په څټ یا مخامخ په لوریزه هیوپوتیزس کې په دې اړوندوالي یوه لورشته. د بیلګې په توګه:  مثبت یا منفي.

د لوریز هیوپوتیزې  بیلګه

د کړکیو ګڼون د همکارانو په تولیده-ونه  مثبت اغیز لري.

لوریزې هیوپوتیزې د پوهنیز کارله پاره زیات وخت موخه- ورې دي، ځکه چې دوي ویناتوانمندې دي اویوجګه تجربوي خوندیونې لري.

  ایا ستا پایکار (پاکارګوره د کار پای نه دۍ) یا د کارپای بې له ناسمون دۍ؟

د منځ-ارزښت له مخې یو پایکار په هرو زرو ویونو کې ۱۵۰ ناسمونه لري.

په تجربوي پوهنه   Empirische کې هیوپوتیزې د نیونې ځای لري، هغه چې په ورځنۍ توګه د دېدوکتیو- نومولوجیکي مودل پسې باید وازمایل شي. له دې سره لیدل شوي داتای باید په هیوپوتیز وکارول او وازمایل شي او لیدلې پیښې یو د بل سره سروخوري یا یوغږې شي. که سرهیو غږې شي، نو له دې سره هیوپوتیزې باوري کیږي یا باوري ده. 

یادونه یا روښانه – ونه: دېدوکتیو-نومولوجیکي مودل das Deduktiv-nomologische Model   ( لنډ (DN-Model: د یوه  کوزال (Kausalität د بنسټ یا سرچینې اواغیز منځ کې اړیکې) د ګډو اړیکویونو د پیداېښتي ژبې له لارې د پوهنیز روښانه – ونې فورمال جوړښت دۍ. 

یادونه: دا تجربوي پوهنه د نیونې ځای نیسي،خونیونه نه ده.

په یوه سم اندیزه (منطقي) خبرواترو کې یوه هیوپوتیزې د یوه دلیل نیونه( فرضیه (زړه مې نه غواړي، چې په نوکانو یې ورسره ولیکم)) ده، چې د هغې رښتیاوالی لومړی په نوکانو کې رابند شي.

په شمیرپوهنه کې:

په شمیرپوهنه کې د هیوپوتیز کلمه پهسرچینه کې ناښولې بنسټونه په ګوته کوي یا ټولیزپرنڅیپونه، له کوموچې شمیرپوهنیزې غونډالې یا جملې راوځي یا رابیلیږي. دا چې دا پرینڅیپونه د اکسیوم پهڅیر کارولکیږي، د دېله پاره د رښتیا شرطنهکارولکیږي. دا لار یا قانون دۍ. له دې سره تړلي پایلاسته-راوړنې دېدوکتیو دي.

دا د ابسترکشن Abstraktion وی د یوګیزوالو لرې کول یا پرېښوول یا ترې تیرېدل او یوه ټولیز یا ساده ته یې بیول زیات وخت د ایندکتیو اند پروسه په ګوته کوي. د دې په څنګ کې ددې کلیمې ځانګړې کارونې یا استعمال په ټاکلو یوګیزو پوهنو اویوګیزوتیوریو کې شته. 

دېدکشن Deduktion ، دېدکشني متود یا دېدکتیوي پایونه هم،  په فلسفه او په سم اند کې د ورکړلشوې نیونې ( پرېمیس Prämissen  ) یوې پایون-لاسته راوړنه ده په سم اندیز اړیینه نتیجه. دېدکشن همغه د ارستوتلس په زمانه کې پایونه پیژندل شوې وه د ټولیزڅخه  په یویز (ځانګړي) ، دا په دې مانا چې د خویونو میراث، چې د یوه ګروپ ټولغړيیې لري، په یوه اصلي برخډېرۍ( سبسټ) او یوګونو توکو ته هم وړل کیږي. اریستوتلس انکلوسیون د ټولیزوویناو لاس ته راوړنه  له یوګونحالتونو څیړنو، او ابدکشن Abduktion یا اپاګوګې Apagoge مخامخ، کره کونه، دا چې ټاکلي یوګونې یا یویز حالتونه د یوې ورکړ شوې یا تراوسه کشفکوونکې ټولیزې لارې (قانون) لاندې راځي. 

پایونه په خورا ښه روښانه-ونه یو ابدوکتیوabduktiv پاي دۍ، چې د هغه سره یوه ټاکلې هیوپوتیزس د نورو هیوپوتیزسو په مخامخ ځانګړې یا  اعلا وګڼل شي.

ابدکشن Abduktion : یوه مخ ته پل یا کړنه یا مخ ته تګ دۍ، چې په هغه کې تشریحي یا شننیزه هیوپوتیزې جوړیږي.

د کانت د هیوپوتیزې سره د حکم بڼه:

د المان فیلوسوف امانول کانت په خپل د قضاوت کریتیک کې څلور تلنارې د تیورتیکي ښوونې له پاره توپیروي.

۱ – سماندیز په سختۍ پایلاسته-راوړنه ( دبیلګې په توګه د دېدکشن له لارې).

۲ – د انالوجي یا ورته- والي کارونه

۳ – رښتیاوالي اند

۴ – هیوپوتیزې د ممکنه روښانه-ونې بنسټ یا دلیل.

د ده له انده په رېښتونې  هیپوتیزې لومړی فقط یو له څلورو امکاناتو دۍ، چې یوه ښوونه پیدا کړي، خو دۍ د یوې هیوپوتیزې سره لږڅه غوښتنه وړاندې کوي، ،، له دې باید لږترلږه د امکاناتو پوره ډاډ وي،،.

په قانون یا قضا کې هیوپوتیزې په یوه شرطي جمله کې فرمول بندي کیږي.  

په دې کې دا جوړښتونه خوندي دي : 

که X ، نو Y

یا هم هر څومره X ، همغومره Y  .

هیوپتیزې پوښتنې نه دي، بلکه ویناوې دي. وهڅیږه، چې دا داسې ټیک فرمولبندي کړي، چې شونتیا یا کیدنوالی یې وي.

بیلګه د که – نو- فرمولبندي

که په دفتر کې زیاتې کړکۍ شتون ولري، نو همکاران ډير تولید کوي.

بیلګه هرڅومره – همغومره – فرمولبندي

چې هرڅومره ډېرې کړکۍ چې دفترکې شتونولري، همغموره هکاران ډېر تولید کوي.

د هیوپوتیزس ازماېښت:

که تا یوه هیوپوتیزې چمتو کړې وي، باید دا اوس وازمایې او د هغې په رښتیا ارزښت  یې هم وازمایې.

– که انتظارمو رښتیا شي، کیدی شي اړونده هیوپوتیزې رښتیا وپیژندلشي.

– د دې مخامخ که انتظار مو رښتیا نه شي، نو هیوپوتیزې، چې ویینه یې( افاده شوې)  شوې ناسمه وپیژندل شي.

 د Verifikation مخامخ Falsifikation: ناسموالي پیژندونی یا ناسمواي پیژندل د یوې وینا ناسموالي ښوونه، دا په دې مانا چې یوه ویناد ښوونې له لارې ناسمه راوځي.

روزنکشفه-ونه

—  ،، که هرڅومره ډېر زده کوونکي په ټولګي کې وي، همهغومره د زده کوونکو توان ټیټیږي.،،

،، که درسخوندیونه د ازمویینې له پاره نه وي، نوزده کوونکي دا درس زر له یاده باسي،،.

لومړۍ نیونه د ټولګي لویوالي  اوزده کوونکو اود زده کوونکو توان اړوندوالي په یوه لور د هرڅومره – همغومره – وینا په ګوته کوي. دویمه د که – نو – وینا یو شرط ورکوي.

د هیوپوتیزې ستاتیستیکي ازماېښت

ته امکانات لري، چې هیوپوتیزې ستاتیستیکي و ازمایې. د دې له پاره ته یوه صفر(H0)  هیوپوتیزې او یوه مخامخ تیوپوتیزې(H1) لیکې.

بیلګه H0 :

د کړکیو ګڼون د همکارانو په تولید یواغیزنه لري،

بیلګه (H1)

د کړکیو ګڼون د همکارانوپهتولید یو اغیز لري.

صفر هیوپوتیزې له دې مخ ته ځۍ، چې کوم اړوندوالی نه شته او  مخامخ هیوپوتیزې باید و ازمایل شي. ستا مخته یوه لړۍ ستاتیستیکي هیوپوتیزازمايینې مخ ته پرتې دي، چې هیوپوتیزې فریفیڅیر کړې.

په افغنستان کې د روغې راتګ

راځۍ لنډ په ګډه د هیوپوتبزو په مټه وڅیړو، چې په افغانستان کې روغه څنګه راتلی شي؟

دا څه چې موږ دلته څیړو، دا به یو لنډیزوي، چې د پوهنیز کارخونديونه دې هرومرو نه وي، خوهغه کار به په داسې هیوپوتیزو ودان وي.

د دې له پاره هیوپوتیزې راوړو او رښتیا یا سموالی یا کیدنوالی یې بیا ښایو.

لومړی: که طالبان او دولت سره خبرو ته کینې، نو روغه راځي.

دویم: که طالبان او امریکا سره خبرو ته کینې، نوروغه راځي.

لومړي حالت ته: که د طالبانو اودولت همغږۍ سره امریکا  همغږې نه وي، نو روغه نه راځي.

دویم ته: که د امریکا اوطالبانو سره حکومت نه وی همغږی، نوروغه نه راځي.

اوس دې نوې هیوپوتیزې ټه:

دریم: که طالبان،حکومت اوامریکا خبرو ته کیني، نوروغه راځي.

دریم ته: که دا همغږي مڼخ ته راشي- بېله کوم زور- نودا بیا پخپله روغه ده.

څلورم: که حکومت پرته له نورو افغانې ډلو له نمایندګانوسره طابان وګورې، نو روغه منځ ته راځي.

دا هم ځکه نارښتیا ده،چې:

یو : که حکومت ورسره همغږی نه وي، روغه نه شته.

دوه: دوي د افغانستان خلکو ته مسئولیت نه لري، نو کیدی شي څه چې کوي یواځې د ځان په ګټه به یې وي.

دوي له دې امله د روغې پروسه کې فعاله ونډه نه شي لرودۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب