د یوې متمدنې او خپلواکې ټولنې مېشتي د خپلواکو پرېکړو حق لري، له دې حقه د دفاع په صورت کې راتلوونکې شونې او ناشونې پېښې د دوی مسوولیت ته ورګرځي. د ټولنې هر وګړی د یوې مثبتې یا منفي اغېز لروونکې انساني کتلې په حیث د ټولنې په منځ او ماهیت کې ژوند کوي؛ دا چې دا انساني کتله د ټولنې، خلکو او په ځای/ بې ځایه انګېزشي مفکورو په اړه څومره خپل مسوولیت درکولای شي او په وړاندې یې د غبرګون تاثیر منلی شي، دا یوه لویه پوښتنه ده چې هر اړخیز بحث، تبادل نظر، مناظرې، وړاندوینې او ژورې څېړنې ته اړتیا لري.
زما هدف د دې ټکو له لیکنې او یادونې څه شی دی؟
هدف مې دا دی چې په ټولنیز ژوند کې هېڅوک بېکاره، ناکاره او عبث ندي خلق شوي، خامخا د ټولنې د یوه اړخ مسوولیت ور په غاړه دی او د دې مسوولیت د رفع کولو پخاطر ځان ته یوه مناسبه حرفه ټاکي؛ خو په ټوله کې بیا ټول یو شان مسوولیت هم لري، هغه دا چې په لویو پرېکړو کې په خپل ګډون سره خپل ځان مسوول او حقدار ګڼي که نه؟ دا چې څومره په حقه دی یا ناحقه؟ مني که یې نه مني؟ … له دې ټولو د انکار او منلو مسوولیت ور په غاړه دی، چې پایله یې یوازې پر ده نه؛ بلکې د یوې ټولنې پر عمومي روان تاثیر لري.
د بېلګې په ډول: ښونه یوه دنده ده او هغه څوک چې دا دنده ترسره کوي هغې ته ښوونکی ویل کېږي.
دا ښونه د ټولنې یو پوه وګړی پر مخ وړي، یوازې د دې لپاره نه چې دی د خپل ژوند د اړتیا رفع کولو پخاطر دې دندې ته اړ دی نه؛ دی خپل ټولنیز ژوند کې دا خپل مسوولیت هم ګڼي چې دا دنده پر مخ یوسي، ځکه دا د ده یوه ټولنیزه وجیبه ده چې ترسره کوي یې.
په همدې ډول په ستره کچه هم دا ښوونکی مسوولیتونه او حقونه لري. لکه: په ټاکنو کې ګډون.
دلته یوازې د ښوونکي د مسوولیت موضوع نده پرته؛ بلکې د حق موضوع یې هم شامله ده، چې د دې دواړو تر څنګ په ټاکنو کې د ګډون له امله یې په حقیقت کې د ټولنې د خلکو په وړاندې خپله ټولنیزه وجیبه هم ترسره کړې.
په دې مثال کې د دوو عامو/خاصو مسوولیتونو او حقونو تر منځ تفکیک هم وشو او په یو ډول په ټولنیز چاپېریال کې د اغېزې موضوع ته یې هم اشاره وشوه.
ځینې وخت په ټولنه کې د خلکو تر منځ انګېزشي مسایل هم رامنځته کېږي، چې یو نیم وخت پر یوه ځانګړي قشر تپل کېږي. ښايي په انګېزشي مسایلو کې اختلاف نظر وي خو حل لارې هم لري. د مثال په ډول: برېښنايي پېژندپاڼې. په پېژندپاڼو کې د “افغان” کلمې پر درجولو/ نه درجولو ډېر اختلافي او انګېزشي بحثونه وشول، که په اساسي قانون کې د دې موضوع اشاره له هېره وباسو، نورې لارې هم شته چې یوې معقولې او ټولمنوونکې نتیجې ته پرې ورسېږو.
بحث، مناظره، مناقشه، تبادل نظر، تحقیق، جرګه… هغه لارې دي چې کولای شو یو بل ته پرې قناعت ورکړو، خو هو! بې نتیجې به یې نه پرېږدو. هر څومره چې د اختلافي موضوعاتو لمن له ټولنې ټوله شي په هماغه اندازه د خلکو تر منځ د یو موټي کېدو انګېزه پخېږي او په واقعیتونو یې سترګې خلاصېږي. دا به هم له یاده نه باسو چې ځینې وخت سړی له داسې موضوعاتو سره مخ کېږي، چې د حقیقت او غیرحقیقت تفکیک ورته ستونزمن وي؛ په همدې حالاتو کې باید سلا – مشوره اختیار کړو او له ټولنیزو حل لارو استفاده وکړو.
په ټولنیز ژوند کې باید ټولنیز اصول رعایت شي. د ټولنیز ژوند خوند په هغه اصولو کې نغښتی چې له مخې یې ټولنمېشتي کولای شي د امن او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي، پر هغه قاعدو باید منګولې ټینګې شي چې د ټولنیز ژوند ستنې پخولی شي، هغه رشتې باید وپالل شي چې ژمنو ته د عمل جامه ورواغوندي او ټولو هغه موضوعاتو ته باید شا ورواړول شي چې کرکې او تربګنۍ زېږوي.
اوس په ټوله کې د ټولنې هر وګړی باید خپل ټولنیز حقونه او مسوولیتونو وپېژني او د خپلو ټولنیزو اړیکو د ټینګولو او غښتلي کولو په هدف کار وکړي. دا به له یاده نه باسو چې یوه غښتلې او پرمختللې ټولنه د یوه غښتلي او پرمختللي دولت جوړولو لامل کېږي.