شنبه, اپریل 20, 2024
Homeټولنیزآیا له اوسنیو اختلافاتو سره خلافت رامنځته کېدای شي؟

آیا له اوسنیو اختلافاتو سره خلافت رامنځته کېدای شي؟

(لیکوال: مولوي جمال الدین تایب)

دغه مقاله دا څېړي چې له دې سره چې نن د اسلامي ډلو ترمنځ اختلافات اوج ته رسېدلی دی، آیا دا امکان شته چې مسلمانان یو اسلامي امارت یا خلافت را منځ ته کړي؟ مونږ دلته د دغو ډلو خپلمنځي اختلافاتو څو مثالونه یادوو، نور چې کومه ډله يې څه ډول ده، کومه يې څه ډول؟ دا قضاوت زمونږ موضوع نه ده.  مونږ یوازي د دوی نظریات را نقلوو، تر څو محترمو لوستونکو ته د دوی حقیقت ښکاره شي او په دې پوه شي چې د دوی تر منځ یووالی ناممکن دی. دغو شدیدو اختلافاتو ته په کتو مونږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چې اسلامي امارت یا خلافت نه شي کېدای؛ ځکه دننیو ډلو اختلافات هغومره توند دي چې دا توقع هیڅ نه شي ترې کېدلای.

حکومت په اسلامي نړۍ کي د امامت، خلافت او امارت په نامه یاد شوی دی. البته د امامت اصطلاح په شیعه مذهبه خلکو کي ډېره کارېږي چې د علي او د هغه په کورنۍ کي د دوولسو معصومو کسانو امامت خو د دین یو مهم اصل او د ایمان برخه يې هم بولي. د هغه وروسته يې بیا د غیر معصوم د حکومت لپاره  ولایت فقیه اصطلاح را منځ ته کړه چې له مخه يې د خمیني او خامنه اي حکومت ته سپېڅلی پوښ وراغوستی دی

سنیان د حکومت لپاره د امامت اصطلاح هم کاروي او د خلافت او امارت عامه اصطلاح هم کاروي، خو د ایماني اصولو برخه يې نه بولي، بلکي فرض کفايي ورته وایي.

پورته حوالې ښيي چې سنیان که څه هم حکومت د ایمان برخه نه بولي، خو په فرضیت يې دوی هم قائل دي.  نني ځوانان چې د پخواني تاریخ کومه برخه مطالعه کړي او دا وویني چې له چینه تر اوروپا مونږ د خلافت په نامه یوه لویه امپراطوري لرله، یو دم يې وینه توده شي او بس د یوې وسلوالې ډلي د ملګرتیا په لټه کې شي چې ژر تر ژره اسلامي امارت یا خلافت قائم کړو. دا چې دغو ځوانانو ته دا خبره څومره مهمه وي، په هغه کار نه لرو. بلکې مونږ وایو: که داسي خلافت را منځ ته کيدلای شي چې د ځينو په وینا شرمښ او مېږه پر یوه ګودر اوبوي او هیڅ ظلم په کې نه وي، مونږ يې هم غواړو. خو زمونږ دوې پوښتني دي:

یوه دا چې آیا روښتیا داسي حکومتونه موږ درلودل؟ په دې خاطر چې دا پوښتنه د تېر دور سره تړاو لري، ډېر نه ورسره تم کېږو. د دې پوښتني ځواب هغه چا ته ښه معلومېږي چې لږ د هغه څو خلافتونو تاریخ ته وګوري چې د خپلو کورنیو په نامه جوړ شوي ول؛ لکه اموي خلافت، عباسي خلافت، عثماني خلافت. دا ډول په ایران کي د شیعه امامت استازي حکومتونه هم تېر شوي دي؛ لکه صفوي حکومت، د ولایت فقیه جمهوري اسلامي ایران د خمیني له وخته بیا تر ننه. په افغانستان کي د سقاو د زوی حکومت هم د استاد سیاف، حکمتیار او نورو طرفدارانو په وینا په افغانستان کي یوازیني ملي اسلامي حکومت وو. د معاصر اخواني ستر اسلامي حرکت په استازیتوب د استاد رباني حکومت هم  د اسلام په نامه د ډېرو وژل شویو افغانانو ارمان پوره کولو په خاطر را منځ ته شو. دا د هغه اخوانیانو د اسلامي حکومت نمونه وه چې د ټولي اسلامي نړۍ یوکول یې شعار دی، خو یو وړوکی افغانستان يې څو ټوټې کړ؟ د هغه په وړاندي بیا د دیوبندي اسلامي فکر طرفدارانو طالبانو اسلامي امارت را منځ ته شو. د هغوی اعمال هم زمونږ مخ ته پراته دي. دهغوی مقابل کې د اسلامي خلافت په نامه سلفي فکره داعش را منځ ته شو. دا خبره خلکو ته معلومه ده چې دغو حکومتونو هر یوه په خپله لویه یا وړه واکمني کي څه کړي دي؟ د خپلو مخالفینو سره يې څه ډول چلند کړی دی؟ په دې اړه خبره نه اوږدوو. راځو دویمي پوښتني ته.

دویمه  پوښتنه دا ده چې آيا  په اوسني دور کي دغه کار ممکن دی؟

په دې اړه خلکو ډېر کوښښونه کړي او ډېر څه يې لیکلي دي؛ لکه د معاصرو اخواني فکره خلکو  لخوا چې د « المنارة المفقودة» او « کیف هُدِمت ِالخلافة ؟ او داسي نور څه لیکل شوي دي. زه وایم: تاسو لږ فکر وکړئ چې اسلامي حکومت به د کوم فکر مطابق جوړېږي؟ شیعه که سني؟ په شیعه کي کوم شیعه؟ زیدي؟ اسماعیلي او که دوولس امامیزه جعفري؟

که سني وي، کوم سني؟ دڅلور مذهبونو مقلد که غیر مقلد ( اهلحدیث)؟

که مقلد وي، د کوم مذهب مقلد؟ حنفي؟ مالکي؟ شافعي؟ او که حنبلي؟

که حنفي وي، کوم حنفي؟ دیوبندي که بریلوي؟ که دیوبندی کوم دیوبندي ؟ حیاتي که مماتي (پنجپیري)؟

که غیر مقلد (اهلحدیث) وي کوم غیر مقلد؟ ظاهري (اهل ظواهر) او که سلفي؟

په سلفي اهلحدیثو کي کوم یو؟ د افغانستان جماعة الدَعوة الی القرآن والسنة؟ که مجمع احیاء السنة؟ او که دپاکستان لشکر طبیه (پاک فوج )؟ که مرکزي جمعیت اهلحدیث؟ ځکه اهلحدیث هم ډېري ډلي دي. خپله د اهلحدیثو ځینو باوري موثقو سرچینو لکه: (ماهنامه الحدیث شماره:   56 محرم 1430هـ جنوري 2009  صـ 21- 22) یوازي د پاکستان اهلحدیث دوه څلویښت ډلي شمېرلي دي.

اوس به کېدای شي ځیني عوام غولوونکي خلک وايي چې دا خو یوازي د پېژندني لپاره تش د نومونو لفظي اختلاف دی، نور خو موږ یو امت یو. خدای مو یو دی. قبله مو یوه ده. قرآن مو یو دی. کلمه مو یوه ده. موږ سره وروڼه یو.

د دغه ډول غولوونکو د خبرو په رد کې ورته وایو: تاسو کله یو امت یاست؟ ستاسو خپلمنځي اختلافونه هغومره ډېر دي چې که د ټولو ډلو ژور انسان وژونکو اختلافونه وڅېرړو څو ټوکه کتابونه ورباندي لیکل کېدای شي. خو اوس یوازي ستاسو د یو څو لویو ډلو تر منځ ستاسو له خپلو کتابونو او عملي کړنو څو مثالونه وړاندي کوو:

اول د شیعه او سني  اختلاف: د شیعه او سني اختلاف داسي دی چې که کوم څوک د شیعه عقیده مني خامخا به دی سني ته کافر وايي او بالعکس که د سني عقیده مني، دی به شیعه ته کافر وايي. د شیعه ګانو په ډېر معتبر کتاب اصول کافي کي راغلي :  إِنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى سَمَّى مَنْ لَمْ يَتَّبِعْ رَسُولَهُ فِي وَلَايَةِ وَصِيِّهِ مُنَافِقِينَ وَجَعَلَ  مَنْ جَحَدَ وَصِيَّهُ إِمَامَتَهُ كَمَنْ جَحَدَ مُحَمَّداً.

ترجمه: د محمد صلی الله علیه وسلم له خوا وصیت کړ شوي (علي ) د امامته منکر  انسان، خدای پاک داسي بللی دی لکه څوک چې د پېغمبره انکار وکړي.

شیعه لوی عالم حسن بن المطهر (العلامة الحلي) فرمایلي دي:  

وأشرف مسائل المسلمين، وهي مسألة الإمامة، التي يحصل بسبب إدراكها نيل درجة الكرامة وهي أحد أركان الإيمان المستحق بسببه الخلود في الجنان، والتخلص من غضب الرحمن، فقد قال رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم: من مات ولم يعرف إمام زمانه، مات ميتة جاهلية.

ترجمه: د مسلمانانو ډېره مهمه مسأله د امامت مسأله ده چې په وجه يې کرامت لاس ته راوړل کېږي. دا مسأله د ایمان له ارکانو یو هغه رکن دی چې په وجه يې  جنت کې همیشه والی او د الله له غضبه خلاصون په برخه کېږي. پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې په داسي حال کي ومري چې خپل د وخت امام يې نه وي پېژندلی، هغه  له اسلامه وتلی جاهلي حالت کې مري.

له اوږده بحثه وروسته د دغه په نامه حدیث په شرح کي شيخ محمد حسن المظفّر فرمایلي دي: فإنّ هذا الحديث دليل صريح على وجوب معرفة الإمام، والاعتقاد بولايته الإلهيّة، ووجوب طاعته والانقياد له، وإن الجاهل به أو الجاحد له يموت على الكفر.

ترجمه: دا حدیث صریح دلیل دی پر دې چې د  امام پېژندل، د هغه په الهي امامت ایمان ساتل، د هغه طاعت واجب ګڼل او ورته تسلیمي، دا ټول فرض دي او څوک چې ترې ناخبره وي یا منکر وي پر کفر مري.  

شيخ محمد بن علي بن بابويه القمي (الصدوق) فرمایلي دي: واعتقادنا في البراءة أنها واجبة من الأوثان الأربعة ومن الأنداد الأربعة.

ترجمه: زموږ عقیده دا ده چې د څلورو بُتانو څخه بېزاري ښوول فرض دي.    

دا چې څلور بُتان دوی څوک یادوي؟ نور ځایونه دو خپل تشریح کړې ده چې څلور بُتان ابوبکر، عمر، عثمان  اومعاویه دي.

      شیعه ډلي بیا په خپلو کي هم شدید اختلاف سره لري. د جعفریانو په کتابونو کي دا خبره شته چې اسماعیلیه ډله کافران دي. یو مثال يې دا دی چي جعفري شیعه ملا علي بن یونس العاملي چې کله دا نیوکه ورباندې شوې چې تاسو په هغو روایاتو دلیل نیسئ  چې دوولس امامان کې یاد شوي دي، په داسي حال کي چي اسماعیلیه شیعه مو دوولس امامان نه مني، بلکې تر دوولسو لږ مني. ده ځواب کې ویلې چې هغوی د اسلامه وتلي دي؛ إن قلت: فذا لا يتم في الإسماعيلية، قلت: سنبين أنهم خارجون عن الملة الحنيفية بالاعتقادات الرديئة .

ترجمه: که ته ووايې : دا استدلال د اسماعیلي شیعه ګانو په هکله سم نه دی. 

  زه وایم: مونږ به دا بیان کړو چې هغوی د خپلو خرابو اعتقاداتو په وجه د اسلام له دین نه وتلي دي.

د اصول الکافي شارح چې کله د کافرانو زندیقانو بیان کوي تشریح کې فرمایي: وكانت القرامطة وملاحدة الموت أتباع الحسن الصباح المتسمون بالإسماعيلية من بقاياهم.

ترجمه: قرامطه او د مرګ ملحدان چې په اسماعیلیه ډلي شهرت لري، له همدې زندیقانو له بقایاو نه دي.

بالعکس اسماعیلیه ډله پر جعفریانو او نورو شیعه ګانو د کفر حکم کوي؛ جعفريان شیعه ګان د اسماعیلیه شیعه ډلې په هکله وايي:

وكانوا يكفرون جميع المسلمين وينكرون حجهم إلى بيت الله الحرام.

ژباړه: دوی له ځان پرته ټول مسلمانان کافران ګڼل او بیت الله ته له حج نه انکار کوي.

په دې اړه نور جزئیات به بل وخت ګورو. اوس د دغې خبرې خلاصه دا ده چې د شیعه په فکر کي د مسلمان کېدو لپاره په امامت ایمان او د ابوبکر او عمر څخه بېزاري شرط دی. د امامت نه منل کفر دی. خو د سني په مذهب کي بیا پر عکس دغو شیانو منل او د ابوبکر او عمر د خلافته انکار کفر دی. د سني حنفي مذهب هغه کتاب چې ډېرو عالمانو په ګډه لیکلی او په عالمګیري مشهور دی، فرمایي: مَنْ أَنْكَرَ إمَامَةَ أَبِي بَكْرٍ الصِّدِّيقِ  رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، فَهُوَ كَافِرٌ، وَعَلَى قَوْلِ بَعْضِهِمْ هُوَ مُبْتَدِعٌ وَلَيْسَ بِكَافِرٍ وَالصَّحِيحُ أَنَّهُ كَافِرٌ، وَكَذَلِكَ مَنْ أَنْكَرَ خِلَافَةَ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ فِي أَصَحِّ الْأَقْوَالِ كَذَا فِي الظَّهِيرِيَّةِ.                

یعني د ابوبکر او عمر صاحب خلافت نه منل او نامشروع ورته ویل کفر دی.     

ابن عابدین شامي حنفي د اوږده بحثه وروسته فرمايي: فَلِذَا أَجْمَعَ عُلَمَاءُ الْأَعْصَارِ عَلَى إبَاحَةِ قَتْلِهِمْ وَأَنَّ مَنْ شَكَّ فِي كُفْرِهِمْ كَانَ كَافِرًا.

ترجمه: عالمانو پر دې خبره اتفاق کړی دی چې د شیعه وژل روا دي او پر دې خبره يې هم اتفاق کړی چې که چا د شیعه په کفر کې شک وکړ، هغه هم کافر دی.

په دې اړه بشپړ کتابونه هم د احنافو له خوا لیکل شوي دي؛ لکه : تحفه اثناعشریة  تألیف شاه عبد العزیز الدهلوي.

سلفیانو خو بېخي ډېر کتابونه د شیعه ګانو په رد او تکفیر کې لیکلي دي؛ لکه: الشیعة والقرآن، الشیعة وأهل البیت، الشیعة والسنة، الشیعة والتشیع فرق وتاریخ او الاسماعیلیة. دا ټول د احسان الهي ظهیر  تألیفات دي.

زه اوس دلته قضاوت نه کوم چې په دوی کي کوم یو پر حق دی. صرف مي دا بیان وکړ چې دوی دا ډول شدید اختلافات سره لري.

دویم: د سنیانو مقلد او غیر مقلد ( اهلحدیث) تر منځ اختلاف.

د وهابي او مذهبي تر منځ  اختلاف خو په عمل کي هم خلکو ته ډېر واضح دی،  ډېرو حوالو ته اړتیا نه لري. یو مثال يې دا دی چې محمد بن عبدالوهاب دمشرکانو په اړه ویلي دي:

الرابعة: أن دينهم مبني على أصول أعظمها التقليد، فهو القاعدة الكبرى لجميع الكفار أولهم وآخرهم.                                                     

ترجمه: د مشرکانو دین څو اصول لري، تر ټولو غټ اصل يې تقلید دی. تقلید په ټولو کافرانو کي له اوله تر آخره دود او دستور دی.  

تقلید د یو چا د مذهب منلو په مانا دی. دغه کار سلفي عالم د وهابیانو بنسټګر محمد بن عبد الوهاب د کافرانو یو غټ اصل بللی دی. تر ده مخکي بل مشر سلفي ملا ابن تیمیه  چې په شیخ الاسلام شهرت لري، فرمایلي دي:

وَمَنْ أَوْجَبَ تَقْلِيدَ إمَامٍ بِعَيْنِهِ اُسْتُتِيبَ فَإِنْ تَابَ وَإِلَّا قُتِلَ.

ترجمه: څوک چې د یو مشخص امام تقلید (په مذهب کېدل) واجب ګڼي، توبه دي ورنه وغوښتل شي، که يې توبه وویستل خو ښه دی، که نه ودي وژل شي.

دلته ګورئ چې د سلفي فکر علم بردار ابن تیمیه د هغه چا د وژولو حکم صادر کړی دی چې کوم ځانګړی مذهب ومني ؛ لکه حنفي، شافعي وغیره.  

په خلص ډول وهابیان د مذهب منل کفر او موجب قتل ګڼي.  خو مذهبیان بیا د مذهبه وتل کفر بولي وايي: ولا يجوز تقليد ما عدا المذاهب الأربعة ولو وافق قول الصحابة والحديث الصحيح والآية، فالخارج عن المذاهب الأربعة ضال مضل، وربما أداه ذلك للكفر؛ لأن الأخذ بظاهر الكتاب والسنة من أصول الكفر.

ترجمه: د څلورو مذهبونو پرته د بل چا مذهب منل نه دي روا، که څه هم دصحابه ؤ د وینا، یا صحیح حدیث، یا آیت سره موافق شي. د څلور مذهبه وتلی ګمراه او ګمراه کوونکی دی، بلکي ډېر ځلي دا کار دی کفر ته رسوي؛ ځکه د قرآن او حدیث  ظاهري مانا را اخیستل د کفري اصولو برخه ده.

ابن عابدین شامي حنفي محمد بن عبد الوهاب او ملګري خوارج بللي فرمايي:  كَمَا وَقَعَ فِي زَمَانِنَا فِي أَتْبَاعِ عَبْدِ الْوَهَّابِ الَّذِينَ خَرَجُوا مِنْ نَجْدٍ وَتَغَلَّبُوا عَلَى الْحَرَمَيْنِ وَكَانُوا يَنْتَحِلُونَ مَذْهَبَ الْحَنَابِلَةِ، لَكِنَّهُمْ اعْتَقَدُوا أَنَّهُمْ هُمْ الْمُسْلِمُونَ وَأَنَّ مَنْ خَالَفَ اعْتِقَادَهُمْ مُشْرِكُونَ…

ترجمه: د خوارجو مثال داسي دی لکه د محمد بن عبد الوهاب لاررویان چې د نجده راپورته شول، پر حرمینو يې غلبه حاصله کړه، دوی ځانونه په حنبلي مذهب پسې تړلي ول، خو په حقیقت کي يې عقیده دا وه چې یوازي دوی مسلمانان دي او د دوی د عقیدې مخالف مشرکان کافران دي.  

درېیم :

د سنیانو مذهبیانو تر منځ د اختلاف مثال: د حنفيانو پرته نور سنیان په دې بارو دي چې ایمان ډېروالی او لږوالی قبلوي.                                                

حنفیان وايي: دغسي عقیده کفر دی.  علامه ابن نجيم او شيخي زاده حنفي فرمایلي : وَيَكْفُرُ بِقَوْلِهِ: الْإِيمَانُ يَزِيدُ وَيَنْقُصُ.                                                    

ترجمه: په دې سړی کافر کېږي چی ووايي : ايمان زياتېږي اوکمېږي .

حنفیان دا هم وايي: چې د حنفي مذهبي او شافعي مذهبي ترمنځ نکاح هم صحت نه لري.

دا  سره له دې چې د یهودۍ یا نصرانۍ ښځې سره د مسلمان واده روا دی. خود شافعي مذهبي ښځې سره نه دی روا.

څلورم د سني مذهب هر یوه خپلمنځي اختلافات:

دغه ډلې په دغه هم بسنه نه کوي چې یوازې خپل مخالفین کافران کړي، بلکي دننه خپل مذهب کې هم یو بل سره کافران کړې دي؛ د دې لپاره هم څو مثالونه د حنفي مذهب او سلفې مذهب د خپلمنځي کافر کولو، درته بیانوو.

اول د حنفیانو خپلمنځي تکفیر مثالونه:

احناف که څه هم وايي: مونږ اهل قبله ته کافر نه وایو. خو حقیقت کې دوی داسې شدید تکفیري فکر لري چې ساری يې کم دی. بطور مثال:یو ډله وايی: که څوک خدای پاک لوړ وبولي کافر کېږي، بله ډله  د دې پر عکس وايي که څوک خدای پاک لوړ و نه بولي کافر کېږي.

د اولي ډله خبره هم ډېرو کتابونو کې شته ده؛  حنفي عالم ابن نجیم فرمایلي دي: وصف الله تعالى بحضرة زوجته فقالت كنت ظننت أن الله تعالى في السماء كفرت.

ترجمه: یو سړي د خپلې مېرمنې حضور کې د خدای پاک بیان وکړ. هغې وویل: ما خو دا ګمان کاوه چې خدای پاک پر آسمان ( لوړ ) دی. په دغې خبري سره دا ښځه کافر شوه.

د حنفي مذهب مشهور کتاب فرمایلي دي: يكفر بإثبات المكان لله تعالى… وبوصفه الله تعالى بالفوق أو بالتحت.                                                                                                                                                                                            

ترجمه:په دې خبره سړی کافر کېږي چې خدای پاک ته مکان ثابت کړي.  دغه رنګه په دې خبره هم کافر کېږي چې خدای پاک لوړي خوا ته وګڼي یا لاندي خوا ته .

د دویمي ډلې سر کې خپله امام ابوحنیفه رح دی.  قال أبوحنيفة:إن الله في السماء دون الأرض. رواه البيهقي. … وروي عنه أنه قال: من أنكر الله في السماء فقد كفر .                                                                    

ترجمه: امام ابوحنیفه فرمايي: بې شکه خدای پاک پر آسمان دی، نه پرځکمه. دامام صاحب نه دا خبره هم را نقل شوې ده چې  ده فرمایلي دي: څوک چې الله پر آسمان و نه مني، هغه کافر دی.

د خپلمنځي کفر یو بل مثال دا دی چې د حنفي مذهب یو شمېر کتابونه فرمایي:

وقد تواتر عن كثير من الأولياء انهم ينصرون أولياءهم ويدمرون أعداءهم.

ترجمه: له ډېرو ولیانو نه په تواتر ثابته شوې ده چې دوی د خپلو دوستانو مرسته کوي او دښمنان يې تباه کوي.  

ابن عابدین شامي صاحب خو په غیبو خبرېد د ولي د کرامت یوه برخه بللې ده. چې منل یې د عقیدې یوه څانګه بللې ده، فرمايي: بَلْ ذَكَرُوا فِي كُتُبِ الْعَقَائِدِ أَنَّ مِنْ جُمْلَةِ كَرَامَاتِ الْأَوْلِيَاءِ الِاطِّلَاعَ عَلَى بَعْضِ الْمُغَيَّبَاتِ.

ترجمه: د عقائدو کتابونو کې دا خبره یاده کړې ده چې د اولیاؤ د کرامت له جملې  دا هم ده چې په ځینو غیبو دي خبر شي.

د دې پر عکس نور حنفي کتابونه بیا دغه ډول عقیده کفر بولي؛ په دې باب دوی فرمایلي دي:

تزوج بلا شهود وقال: رسول خدای را وفرشتګان را ګواه کردم، یکفر؛ لأنه اعتقد أن الرسول والملك يعلمان الغيب.

ترجمه: یو چا د شاهدانو پرته د واده نکاح وتړله  او ويې وېل: د خدای پېغمبر او پرښتې مې شاهدان وګرځول. دغه سړی کافر کېږي؛ ځکه ده عقیده کړې چې پېغمبر او فرښته په غیبو پوهېږي.

درېیم مثال: د تصوف په سر جنجال: یو شمېر کتابونه تصوف یا پیري او مریدي فرض او د مسلمانۍ بنسټ ګڼي. نور کتابونه يې بیا ګمراهي او کفر ګڼي.

لومړۍ ډله: شیخ ثناء الله پاني پتي صاحب فرمايي: واما العلم اللدني فى الذي يسمون أهلها بالصوفية الكرام فهو فرض عين. یعني د تصوف علم فرض عین دی.

قال علي القارئ الحنفي: قَالَ الْإِمَامُ مَالِكٌ: مَنْ تَفَقَّهَ وَلَمْ يَتَصَوَّفْ فَقَدْ تَفَسَّقَ، وَمَنْ تَصَوَّفَ وَلَمْ يَتَفَقَّهْ فَقَدْ تَزَنْدَقَ، وَمَنْ جَمَعَ بَيْنَهُمَا فَقَدْ تَحَقَّقَ.

ترجمه: څوک چې فقه زده کړې او تصوف ونکړي، هغه فاسق دی. څوک چې تصوف وکړي او فقه زده نکړي، هغه کافر دی. څوک چې دواړه جمع کړي هغه محقق دی.

من لا شيخ له فشيخه الشيطان، ومتى كان شيخه الشيطان كان في الكفر حتى يتخذ له شيخا متخلقا بأخلاق الرحمن.

ترجمه: څوک چې پير نه لري، پیر يې شیطان دی او څوک چې پیر يې شیطان وي، هغه کافر دی.

نور کتابونه بیا تصوف ګمراهي او کفر ګڼي؛ وايي: ومن اتخذ شیخا للهدایة فهو ضال ؛ لأن الهادي هو الله تعالی لقوله تعالی: إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء، الآیة. والاتخاذ للارشاد ممنوع لعدم ورود الشرع.

ترجمه: څوک چې د هدایت لپاره پیر نیسي، هغه ګمراه دی؛ ځکه هدایت ورکوونکی خدای پاک دی. خدای پاک فرمایلي دي: بې شکه ته هغه څوک نه شې هدایت کولای چې ستا خوښ وي، لیکن خدای هغه څوک هدایت کوي چې دی يې وغواړي.  

بدر الدین عیني حنفي فرمايي:

أما السجود لغير الله سبحانه وتعالى فهو كفر إذا كان من غير إكراه وما يفعله الجهال من الصوفية بين يدي شيخهم فحرام محض أقبح البدع .

ترجمه: د خدای پاک پرته بې مجبوریته سجده بل چا ته کفر دی. هغه څه یو مخ حرام او ډېر ناوړه بدعت دی چې ناپوهان صوفیان يې کوي.

د موسیقي په رد کي علامه عیني فرمايي: وَلَا اعْتِبَار لما أبدعته الجهلة من الصُّوفِيَّة فِي ذَلِك فَإنَّك إِذا تحققت أَقْوَالهم فِي ذَلِك وَرَأَيْت أفعالهم وقفت على آثَار الزندقة مِنْهُم.

ترجمه: هغه څه اعتبار نه لري چې زموږ وخت کې ناپوهه صوفیانو اختراع کړي دي؛ ځکه که د هغوی د اقوالو تحقیق چې واکړې، د دوی له کفر په اثاررو خبرېږي.  

دویم: د سلفیانو خپلمنځي تکفیر:

سلفیان هم خپل منځ کې داسي اختلافانه لري چې له مخې يې یو بل ته کافران وايي؛ یو مثال يې دا چې یو ځای تعویذ روا ګڼي، بل ځای يې شرک او کفر ګڼي.

ابن تیمیه د تعویذ په باب لیکلې دي:

فَتُسْقَى وَيُنْضَحُ مَا دُونَ سُرَّتِهَا … قَالَ عَلِيٌّ: يُكْتَبُ فِي كاغدة فَيُعَلَّقُ عَلَى عَضُدِ الْمَرْأَةِ قَالَ عَلِيٌّ: وَقَدْ جَرَّبْنَاهُ فَلَمْ نَرَ شَيْئًا أَعْجَبَ مِنْهُ .

ترجمه: د تعویذ اوبه دې ښځي ته هم ورڅښل شي او تر نو لاندي برخي دې ور وشیندل شي. علي ويلي: په کاغذ کي دي تعویذ ولیکل شي، د ښځي پر بازو دې ځوړند شي. دا مونږ څو ځله تجربه کړی دی، تر دې مو کټور شی نه دی لیدلی.  

د ابن تیمیه جاینشین او تکړه شاګرد ابن قیم صاحب هم د تعویذ په اړه وايي: وَتَشْرَبُ مِنْهُ الْحَامِلُ، وَيُرَشُّ عَلَى بَطْنِهَاوَسَمِعْتُهُ يَقُولُ: كَتَبْتُهَا لِغَيْرِ وَاحِدٍ فَبَرَأَ.

ترجمه: حامله ښځې ته دې د تعویذ اوبه ورڅښل شي او پر خېټه دې ورتوی شي.  د شیخ الاسلام ابن تیمیه نه مې بار بار اورېدلي چې ویل يې: دا ډول تعویذ مي یو نه، ډېرو ته لیکلی دی، پس جوړ شوی دی.  

دلته ګورو چي د سلفیانو شیخان خپله تعویذګران دي، خو دوی د هغوی باره کې چوپ دي، اما د نورو خلکو په هکله بیا تعویذ شرک او کفر ګڼي؛ نجدي سلفیان فرمايي: وكذلك التّمائم شرك للتّعلّق بها والاعتماد عليها من دون الله.

ترجمه: تعویذ شرک دی په دې وجه چې زړه تعلق ورسره نيسي او له خدای پرته پر بل چا اعتماد کوي.

د سعودي رسمي مفتیان تعویذ د (تمائمو) برخه ګڼي د حرمت دلیلونه داسي بیانوي: وفي رواية لأحمد أيضا «من تعلق تميمة فقد أشرك (الإمام أحمد 4 / 156) »

وإن كان ما علقه من آيات القرآن فالصحيح أنه ممنوع أيضا؛ لثلاثة أمور: الأول: عموم أحاديث النهي عن تعليق التمائم ولا مخصص لها.

ترجمه: د امام احمد په روایت حدیث کې راغلي: چا چې تعویذ په غاړه کړ، هغه شرک وکړ. (وروسته دوی وايي):که په تعویذ کې د قرآن آیتونه وي، نو هم سمه خبره دا ده چې دا ممنوع دی؛ په درو وجوه سره: اوله وجه يې دا ده چي د تعویذ په هکله حدیثونه عام راغلي دي، هیڅ تخصیص کوونکی دلیل يې ترڅنګ نیشته.

د سلفیانو د خپلمنځي تکفیر دویم مثال دا دی چي ابن تیمیه او شاګرد يې ابن القیم د حدیث په نامه دا راتلونکې خبره مني چي وايي: إذا انفلتت دابة أحدكم بأرض فلاة، فليناد: يا عباد الله احبسوا، فإن لله عز وجل في الأرض حاضراً سيحبسه».  

ترجمه: چې کله ستاسو د کوم یوه حیوان کومه بېدیا (دښته) کې ورنه ورک شي، ږغ دې وکړي چې اې د خدای بندګانو! دغه زما حیوان بند وساتئ؛ بېشکه چې خدای پاک په مځکه کي حاضر (غیبانه رجال) لري، هغه ورته ساتي.

د بلې خوا د سلفیانو کتابونو او عمل کې دا مشهوره ده چې له مخلوق نه تر اسبابو پورته مرسته غوښتل شرک دی. خو د خپلو مشرانو لپاره به خامخا دغه فتوا وېټو کوي.

درېیم مثال د سلفیانو د عقیدې مطابق چې کله خدای پاک د دنیا آسمان ته را کوز شې آیا عرش ترې خالې کېږي که نه؟ مشهور سلفي ملا ابن تیمیه فرمایلي: وَالْمَقْصُودُ هُنَا الْكَلَامُ عَلَى مَنْ يَقُولُ يَنْزِلُ وَلَا يَخْلُو مِنْهُ الْعَرْشُ وَإِنَّ أَهْلَ الْحَدِيثِ فِي هَذَا عَلَى ثَلَاثَةِ أَقْوَالٍ: مِنْهُمْ مَنْ يُنْكِرُ أَنْ يُقَالَ : يَخْلُو أَوْ لَا يَخْلُو كَمَا يَقُولُ ذَلِكَ الْحَافِظُ عَبْدُ الْغَنِيِّ وَغَيْرُهُ.

وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ : بَلْ يَخْلُو مِنْهُ الْعَرْشُ وَقَدْ صَنَّفَ عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ منده مُصَنَّفًا فِي الْإِنْكَارِ عَلَى مَنْ قَالَ : لَا يَخْلُو مِنْ الْعَرْشِ أَوْ لَا يَخْلُو مِنْهُ الْعَرْشُ – كَمَا تَقَدَّمَ بَعْضُ كَلَامِهِ – .

وَكَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْحَدِيثِ يَتَوَقَّفُ عَنْ أَنْ يَقُولَ يَخْلُو أَوْ لَا يَخْلُو. وَجُمْهُورُهُمْ عَلَى أَنَّهُ لَا يَخْلُو مِنْهُ الْعَرْشُ . وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ يَتَوَقَّفُ عَنْ أَنْ يُقَالَ : يَخْلُو أَوْ لَا يَخْلُو لِشَكِّهِمْ فِي ذَلِكَ.  

ترجمه: نزدې آسمان ته  چې خدای نزول وکړي، نو عرش خالي وي او که پر عرش هم وي او نزدې آسمان کې هم او که څه ویل نه دي په کار ؟  دې مسأله کې اهلحدیث په درې ډلو وېشل شوي: یوه ډله وايي: دا وخت عرش ترې خالي کېږي. بله ډله يې وايي: عرش نه ترې خالي کېږي . درېیمه ډله توقف کوي، څه نه وايي؛ ځکه دوی دې عقیده کې شکمن دی.   

سلفي شيخ عبد السلام رستمي  د پنجپیریت وروسته د ( ونحن أقرب إليه من حبل الوريد )  ترجمه  دا شان تې  ليکلې ده : او مونږ ډېر نزدې یو ده ته د رګ د مرۍ نه.       

   تفسیر يې داسې  ورسره لیکلی ده: قرب د الله تعالی ښکاره معنی ده لیکن د هغی په کیفیت باندي مونږ نه پوهېږو، د هغی تشبیه د مخلوق سره نیشته او نه يې تأویل کوو او دا قربت د فوقیت د عرش سره منافات نه لري ؛ ځکه الله تعالی په هرڅه باندي قادر دی.

دغه شان د الله لوړوالی او معیت دواړه یو وخت کې منل د لشکر طیبه مشر حافظ محمد سعید  هم خپل کتاب کې دسلفي عقیدې برخه بللې ده.  

خو نور سلفیان بیا وايي: دا ډول عقیده چې وايي: خدای پاک زمونږ سره دی، د جهمیانو عقیده ده چې د سلفیانو له نظره کفري عقیده ده؛ ابن قیم وايي: وَقَالَ الْمَرْوَزِيُّ: قُلْتُ لِأَبِي عَبْدِ اللَّهِ أَنَّ رَجُلًا قَالَ: أَقُولُ كَمَا قَالَ اللَّهُ تَعَالَى: {مَا يَكُونُ مِنْ نَجْوَى ثَلَاثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ} [المجادلة: 7] أَقُولُ: هَذَا وَلَا أُجَاوِزُهُ إِلَى غَيْرِهِ فَقَالَ أَبُو عَبْدِ اللَّهِ هَذَا كَلَامٌ الْجَهْمِيَّةِ فَقُلْتُ لَهُ: فَكَيْفَ نَقُولُ {مَا يَكُونُ مِنْ نَجْوَى ثَلَاثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ} [المجادلة: 7] قَالَ: عِلْمُهُ فِي كُلِّ مَكَانٍ وَعِلْمُهُ مَعَهُمْ.

یعني که څوک یوازي دغه آیت داسي لنډ وژباړي چي خدای پاک زمونز سره دی. احمد بن حنبل وايي: داسي به نه وايي چي خدای زمونږ سره دی، بلکې د خدای علم هر ځای دی او علم يې د دوی سره دی. که داسي وايي: چې خدای زمونږ سره دی، دا ډول خبري د جمهیه ؤ عقیده ده.    

جهمیه یوه پخوانۍ ډله ده چي د سلفو په نزد کافران دي؛  ابن تیمیه فرمايلي دي:الجهمية كفار وكلام السلف والأئمة في هذا الباب أعظم وأكثر من أن يذكر هنا.  

ترجمه: جهمیه ډله کافران دي. په دې باب کي د سلفو او امامانو فتواوي بېخي ډېري دي.

دلته خلاصه دا شوه چي د ځینو سلفیانو عقیده د نورو سلفیانو په نزد کفر دی. دلته به هم کېدای شي ځینې جوشي اخوانیان او د اتحاد په نامه غولوونکي ووايي چې دا هسې خوشې نظریات دي، کومه عملي بڼه نه لري. موږ ټول یو امت یو، سره وروڼه یو، خدای مو، قرآن مو یو، قبله مو یوه، کلمه مو یوه او یو امت یو.

دوی ته وايو: دا تش د نومونو اختلاف هم نه دی او یوازي د کتابونو اختلافات هم نه دي، بلکي عملي اختلافات دی چې عمل کې ولس تباه کړی دی.  

خواجه نصیر الدین طوسي او تر څنګ يې  ابن العلقمي دواړه په عباسي دولت کې وزیران ول، خو د مذهبي اختلافاتو او مخالف سني مذهب ختمولو په خاطر يې د خپل دولت او ولس پر ضد جګنیزیانو ته جاسوسي کړې او هغوی يې د مسلمانانو پر پایتخت بغداد باندې مسلط کړي دي چې په نتیجه کې د سنیانو داسې قتل عام شوی چې په تاریخ کې ساری نه لري. شیعه ملا میرزا محمد باقر الموسوي الخونساري د خواجه نصیر الدین طوسي سوانح داسي بیانوي: “هو المحقق المتكلم الحكيم المتبحر الجليل ومن جملة أمره المشهور المعروف المنقول حكاية استيزار للسلطان المحتشم في محروسة إيران هولاكو خان بن تولي جنكيز خان من عظماء سلاطين التاتارية وأتراك المغول ومجيئه في موكب السلطان المؤيد مع كمال الاستعداد إلى دار السلام بغداد لإرشاد العباد وإصلاح البلاد وقطع دابر سلسلة البغي والفساد وإخماد دائرة الجور والإلباس بإبداد دائرة ملك بني العباس وإيقاع القتل العام من أتباع اولئك الطغاة إلى أن أسال من دمائهم الأقذار كأمثال الأنهار فانهار بها في ماء دجلة ومنها إلى نار جهنم دار البوار ومحل الأشقياء والأشرار”.

ترجمه: دی هغه د علم کلام ماهر حکیم متبحر ښکلی عالم دی… مشهوره قصه يې هغه ده چې دی د ایران په سیمه کې د ترکې مغولانو تاتاریانو پاچاهانو ځواکمن پاچا هلاکوخان د چنګیزخان زوی وزیر جوړ شو او په الهي نصرت تأیید شوي پاچا (هلاکو خان) په لښکر کې د بشپړ تیاري سره دار السلام بغداد ته راغلی د دې لپاره چې بندګانو ته لارښوونه وکړي، وطن اصلاح کړي، د سرکښۍ او فساد  ټغر يې ورټول کړ په دې ډول چې د عباسیانو پاچاهي يې له منځه یوړه او د هغوی ظالمانو پر تابعدارانو (سنیانو) يې قتل عام واقع کړ تر هغه چې د دجلې رود ته د دوی مرداري وینې د ویالو په شان وبهېدلې او بیا د دوزخ اور ته دوی لاړل چې د هلاکت او بدبختو اشرارو کور دی.

خمیني هم  د طوسي او ابن العلقمي دغه ډول عمل اسلام او مسلمانانو ته ستر خدمت ګڼي وايي:

وإذا كانت ظروف التقية تلزم أحدا منا بالدخول في ركب السلاطين فهنا يجب الامتناع عن ذلك حتى لو أدى الامتناع إلى قتله إلا أن يكون في دخوله الشكلي نصر حقيقي للإسلام والمسلمين مثل دخول علي بن يقطين ونصير الدين الطوسي رحمهما الله”.

ترجمه: چې کله د تقیه کولو ظروف زمونږ کوم یونه دا غواړي چې د پاچاهانو په دربار کې ورګډ شو، نو امتناع ورنه په کار ده که څه هم د ده قتل ته منجر شي مګر هله چې د ده ظاهري دخول کې د اسلام او مسلمانانو حقیقي نصرت وي؛ لکه: علي بن یقطین او نصر الدین طوسي چې د چنګیز له لښکر سره یو ځای شول.

دغه د اسلام او مسلمانانو حقیقي نصرت چې خمیني یاد کړی دی، د بغداد دښار بشپړ له منځه وړل او اته لکه یا اتلس لکه یا شل لکه مسلمانان د چنګیزي لښکر په لاس وژل کېدل دي؛ څرنګه چې ابن کثیر د ۶۵۶ هـ کال تاریخي پيښو کې دا بې حده دردوونکې پېښه په ډېر تفصیل سره یاده کړې ده او له دغو وزیرانو له خوا يې د خپل ولس پر ضد دسیسې او پردیو ته جاسوسي هم په ډېر تفصیل یاده کړې ده        

نصیر الدین طوسي یوازي د سنیانو پر ضد کار نه دی کړی، بلکي د اسماعیلي شیعه ګانو پر ضد يې هم د چنګیز له لښکر سره مرسته کړې ده  په دې باب جعفري ملافرمايي:

سنة 651 في ربيع الأول توجه هلاكو خان إلى إيران وسلطه الله على الإسماعيلية، وصار الخواجه نصير الدين إليه، فاحترمه وجعله محرما على حرمه.

ترجمه: ۶۵۱ کال ربیع الاول میاشت کې هلاکوخان ( د چنګیز خان  زوی) ایران ته مخه کړه، خدای پاک پر اسماعیلیه ډلي هغه مسلط کړ او خواجه نصیر الدین طوسي د هلاکو خان مخې ته ورغلی،  هغه یې ډېر احترام وکړ او د خپل حرم رازدار يې وګرځوی.

دلته بیا هم کېدای شي چې ځینې تندلاري ووايي: شیعه خو مونږ په مسلمانانو کې نه شمارو. د هغوی خیانت، یو له بر سره اختلاف یا يې د سنیانو سره اختلاف د مسلمانانو خپلمنځي بې اتفاقي نه بلل کېږي.

دغو محترمینو ته وایو: دا یوازي د شیعه اوسني اختلاف نه دی، بلکي د شیعه او شیعه ترمنځ اختلاف هم شته او د سني او سني تر منځ اختلاف هم شته. اوسني تهران ته نژدې یوه مشهوره سیمه ده چې د (رَی) ښار په نامه یادېږي، یاقوت حموي د هغه ښار په باب  لیکلې دي:

واتفق أنّني اجتزت في خرابها في سنة ۶۱۷ وأنا منهزم من التتر فرأيت حيطان خرابها قائمة ومنابرها باقية وتزاويق الحيطان بحالها لقرب عهدها بالخراب إلّا أنّها خاوية على عروشها، فسألت رجلا من عقلائها عن السبب في ذلك فقال: أمّا السبب فضعيف ولكن الله إذا أراد أمرا بلغه، كان أهل المدينة ثلاث طوائف: شافعية وهم الأقل، وحنفية وهم الأكثر، وشيعة وهم السواد الأعظم، لأن أهل البلد كان نصفهم شيعة وأما أهل الرستاق فليس فيهم إلّا شيعة وقليل من الحنفيين ولم يكن فيهم من الشافعيّة أحد، فوقعت العصبيّة بين السنّة والشيعة فتضافر عليهم الحنفية والشافعيّة وتطاولت بينهم الحروب حتى لم يتركوا من الشيعة من يعرف، فلمّا أفنوهم وقعت العصبيّة بين الحنفية والشافعيّة ووقعت بينهم حروب كان الظفر في جميعها للشافعيّة هذا مع قلّة عدد الشافعيّة إلّا أن الله نصرهم عليهم، وكان أهل الرستاق، وهم حنفية، يجيئون إلى البلد بالسلاح الشاك ويساعدون أهل نحلتهم فلم يغنهم ذلك شيئا حتى أفنوهم، فهذه المحالّ الخراب التي ترى هي محالّ الشيعة والحنفية، وبقيت هذه المحلة المعروفة بالشافعية وهي أصغر محالّ الرّيّ ولم يبق من الشيعة والحنفية إلّا من يخفي مذهبه.                                                            

په خلص ډول دی وايي: په داسي حال کې چې د چنګېزیانو په وړاندې مې ماتې خوړلې وه، زه شپږ سوه اوه لسم (۶۱۷ ) هجري کال کې دې ( ری ) ښار کې تېر شوم. دا ښار مې تازه خراب شوی ولید. د دې ښار له یو هوښیار سړي نه مې د دې تازه خرابۍ په باره کي سوال وکړ چې دا څرنګه خراب شوی دی؟ (تاتاریان خو لا تر اوسه دلته نه دې را رسېدلي)

هغه ځواب راکړ وېل دلته درې ډلي مېشتي ولې:

اوله ډله شیعه چې تر ټولو ډېره لوه ډله وله. دویمه ډله احناف ول چې د ډېرښت په لحاظ په دویم قطار کي ول. درېیمه ډله شافعیان ول چې تر ټولو لږ ول.

لومړی د شیعه اوسني ترمنځ جګړه را منځ ته شوه. احنافو او شافعیانو په ګډه د هغوی مقابله وکړه او پر غالب شول. دغه د شیعه او سني جګړې دوام وکړ تر هغه چې شیعه ډله يې ختمه کړه اوس يې داسې څوک نیشته چې خپل مذهب څرګند کړای شي.

د شیعه او سني جګړه چې د شیعه په ختمېدا پای ته ورسېدله، د شیعه او سني ترمنځ نوې خپلمنځي جګړه شروع شول چې د احنافو په ختمېدا منتجه شوه. اوس دلته د احنافو هم داسې څوک نه دی پاته چې حنفي مذهب څرګنده کړای شي.

د اصفهان د بیان په پای کې یاقوت حموي د خپلي زمانې پېښي داسي بیانوي: وقد فشا الخراب في هذا الوقت وقبله في نواحيها لكثرة الفتن والتعصّب بين الشافعية والحنفية والحروب المتصلة بين الحزبين، فكلما ظهرت طائفة نهبت محلّة الأخرى وأحرقتها وخرّبتها، لا يأخذهم في ذلك إلّ ولا ذمة.

ترجمه:  اوس وخت کې او تر دې لا مخکې هم د اصفهان ښار ناحیو او اطرافو کې د شافعیانو او حنفیانو ترمنځ د فتنو او تعصباتو د ډېرښت په وجه او د همدې دوو ډلو تر منځ د پرله پسې جګړو په وجه ورانی ډېر شوی دی. چې کله یوه ډله غالبه شي د هغې بلي کلی چور کړي، ويې سوځي او ویجاړ يې کړي. دې کي دوي نه کومي خپلوۍ ته ګوري نه کومي ذمه دارۍ ته.

د ترکانو او ایرانیانو تر منځ جګړو کې هم  د مذهبي اختلافاتو نه کار اخیستل شوی دی.

د سعودي او ترکانو تر منځ اوږدو جګړو کې له همدې مذهبې نومونو نه کار اخیستل شوی دی چې د اختلافاتو او جګړو نتیجه کې شته  خلافت له منځه لاړ.

د افغانستان په کونړ کي د حکمتیار حزب اسلامي او شیخ جمیل الرحمن امارت اسلامي ترمنځ جګړو کي هم حنفیت او سلفیت کارول شوي دي.

جوماتونو، مدرسو، خانقاه او امام بارګاه کې چې چاودنې کېږي هم له دغه ځایه سرچېنه اخلي.

د مصر اخوانيانو او سلفیانو هم د خپل اختلافاتو په نتیجه کي ګټلی حکومت له لاسه ورکړ.

له همدې اختلافاتو له عمله ایراني حکومت د شرق روس او چین په لمن کې لوېدلی دی، سعودي او نورو عربي هیوادونو په غربي هیوادونو پسې لاس نیولی دی.

اوسني طالبان، داعش او فاطمیون هم له دغو فکرونو په وجه ځوانان تېر باسي او په جګړو يې اخته کوي. د همدې اختلافاتو په وجه طن وران دی.

نتیجه دا چې خلافت یا امامت که هر څومره مهم وي، اوس خلک ترې ناتوانه دي. نن يې هغه  مذهبي ډلي نه شي قائمولای چې د اسلامي نظام قائمولو چيغې وهي. اوس مذهبي اختلافونه دومره ډېر دي چې په دغو ډلو هیڅوک هم هيڅ ډول کار و نه لري، بیا هم خپلو کې دغه قدر اتفاق ته نه شي رسېدلای چې یو بل مسلمان یا د ژوند مستحق وبولي.

2 COMMENTS

  1. په کارغانو زرکې کله نیول کیږی
    بس بازان دي چې په ښکار باندې پوهیږي
    دا ملا چی زه نن ګورم تمه نه شته
    چی مسلم به تر منزله ورسیږي
    زمونږ ملا له عصیان تور تر تور سکاره دی
    تور خره کله په صابون باندې سپینیږې
    سبنې بتې سپینې تور کارغان کارغان روزي
    سپین ملا په زړګی سخت دی نه رحمیږي
    نصارا او یهود ورسید اسمان ته
    زمونږ مسلم لا په زړه توره نازیږی
    او س هزار مسلم تر یو یهوده کم دي
    د ملا په وعظ نور هیڅ څوک نه غولیږي
    هغه کفر چی د اسلام په نوم روان دی
    نور کفرونه دې مقام ته نه رسیږي
    د اسلام تر پردې لاندې فساد وینو
    نه عالم شته نه یې علم ما لیدلی
    راته مه یې کوه صفت خوا مې ګرځيږي
    د غلا پړي په لاس واړه غله دي
    د جهاد په نوم قتلونه دي چې کیږي
    رهبران د جهاد واړه را معلوم شول
    سکنه د دوزخوده چې به تل پکې وریتیږي
    خدای دپاره مسلمانه غم دې وکړه
    ملا لاره ورکه کړې نور زمونږ اسلام غرقیږي
    همه واړه د هغوئ غیږ کې لوییږي
    د انګریز په راکټونو ساتل کیږي
    ملیون تورې په یوه راکټ ماتیږي
    مسلمان اوس د یهودو مزدوری کا

  2. خبرتیا: نن سبا یو ډول کسان دملا او مولوی نوم اخلی او بیا داسلام او دمسلمانو بد وایی. دا ددوی په لیکنه کی ډیر شواهد ورکوی.
    اسلامی حکومت مهم دی او امارت او خلافت هسی نومونه دی. که یو کس په رښتیا مولوی سوی وی هغه داسلامی حکومت دراتلو په هکله سطحی خبری نکوی.
    دا پورتنی مضمون دری خبری چه دمسلمانانو په مینځ کی منلی دی له نظره غورځولی دی:
    اول اسلام په افرادو نه پیژندل کیږی. دا څوک سم مسلمانان دی او یانه هغه دهغوی په اعمالو باندی ثابتیږی. دا ځکه اسلام اصول مقیاس بلل سوی وی او په هغو دخلکو مسلمانی او نامسلمانی تلل کیږی.
    دوهم اسلامی خلافت دمسلمانو داختلاف سره بیاهم تیر سوی دی. هغه نومونه جه په مضمون کی ویل سوی دی په داسی وخت کی تیر سوی چه دمسلمانو ټولنه په مختلفو ډلو ویشل سوی وه.
    دریم اسلام داکثریت په توافق ندی ولاړ. که یو کس دقران او سنت سرم حکومت وکړی هغه مسلمانو علماوو منلی او دهغه په خلاف یی بغاوت منع کړی. نو که یو مولوی وایی جه داختلاف په خاطر اسلامی حکومت نسی راتلای هغه تاریخی او منطقی اشتباه کړی ده.
    دیو مولوی له خولی داسلامی حکومت په خلاف خبری څوک نمنی.
    هیله دا جواب دتاند له خوا بیا سانسور نسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب