دوشنبه, مې 20, 2024
Homeکلتورسینماد یوویشتمې پېړۍ تر ټولو وحشتناک فلمونه

د یوویشتمې پېړۍ تر ټولو وحشتناک فلمونه

ډاروونکي یا هارر فلمونه د چا نه دي خوښ؟ د ډاروونکو فلمونو نشه بل ډول ده؟ که د چا سر ته وختله نو بیا نه ترې اوړي.
نن درته د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو خطرناک او ویروونکي فلمونه درپېژنو:

اېټ (It)، 2017

دا د نړۍ په کچه یوازنی خطرناک فلم دی چې زیاتې پيسې یې ګټلې دي، دا د سټیفن کېنګ په لیکلي ناول دویم ځلي جوړ شوی فلم دی.
فلم د یو واړه کلي د اووه ماشومانو کیسه کوي.

دي کنژیورېنګ (The Conjuring)، 2016
د ډایرکټر جیمز وان دا فلم د پيریانو له ځالو رانیولې تر نورو ډاروونکو شیانو هر څه لري او لیدونکی له اوله سره د هیبت غېږ ته ور اچوي.
دا فلم د هندوستان د تامل ناډو ایالت ترونامالايي کلي د ۲۰۱۶ کال په یوه پېښه باندې جوړ دی، داسې چې یوه سینما کې ناڅاپه د ۶۵ کلن سړي سینه کې درد راپورته کېږي، سمدواره روغتون ته وړل کېږي خو هلته مري.
مړی د ترونامالايي طبي پوهنتون ته وړل کېږي، خو د زاړه سړي مړی ورکېږي، له دې وروسته نو ټول ولس کې وېره او ډار خپرېږي.
که چا دا فلم نه وي لیدلی، نو پر خپل تهرل یا د ویروونکو فلمونو له ذوق سره یې ظلم کړی دی.

دي ادرز (The Others)، 2001
دي آدرز فلم نوي کور ته د یوې کورنۍ د کډې کیسه ده، داسې کور چې د پیریانو ځاله ده، نوره کیسه یې درته نه کوو، خو تر اخره چې فلم ګورئ شاک به وخورئ.

سا (Saw)، 2004
هیڅوک د دغه فلم د لیدلو تاب شاید ونه لري، ډېر ویروونکی فلم دی، دا فلم له رواني لحاظه هیجان پاروونکی، ډاروونکی او خندوونکی هم دی.
د انسانانو د قتل داسې واقعیت ته نږدې پېښې لري چې زړه مو راجګولی شي.

ویرونیسا (Veronica)، 2017
دا په ۱۹۹۲ کال د یوې نجلۍ د وژنې د ناتمامې دوسیې داستان دی. فلم کې د ویرونیسا په نوم نجلۍ نورو ملګریو سره د یوې مړې شوې نجلۍ د اروا د حاضرولو جوګ کوي، خو د سهیلۍ پر ځای د هغې د پلار اروا ورته راځي.
کله چې دا فلم خپور شو، نو اکثره سینما ته ورغلیو کسانو بیا په ټویټر پوسټونه وکړل چې دا فلم مه ګورئ، ځکه دومره خطرناک فلم دی چې څوک یې د لیدلو زړه نه لري.

دي اورفینیج (The Orphanage)، 2007
فلم د یوې داسې مېرمنې کیسه کوي چې خپله ټوله کورنۍ هغه ځای ته بیايي، چېرته چې دا ماشومتوب کې اوسېدله خو اوس په هغه ځای یتیم خانه اباده ده.
دلته د ښځې زوی له یو داسې چاسره ملګری کېږي چې پيری ورته ویلی شو، د دغه هسپانوي فلم کیسه له ویرې او درد نه ډکه ده، خو لیدل یې هم د هر چا د وس خبره نه ده.

ای کوایټ پلیس (A Quiet Place)، 2018

فلم د یوې داسې کورنۍ کیسه کوي چې د ټولو انسانانو له مړینې وروسته د ځان د بقا هڅه کوي.
فلم کې د داسې مخلوق د بربریت کیسه کوي چې هیڅ ژوندی شی نه پرېږدي او د خپل غږ په مرسته یې وژني.
دې فلم کې د نړۍ په مخ یوازنۍ پاتې شوې کورنۍ د خپلې خاموشۍ ساتلو په زور ژوند کوي، خو د وېرې او ډار له پېښو سره یو ځای…

ډونټ برېت (Don’t Breathe)، 2016
دا فلم د یو ړانده له کوره د دریو غلو د شوکې کیسه ده، دوی کور وهي او فکر کوي چې میلیونران شول، خو دغه ړوند ورسره داسې کانې کوي چې ان د لیدونکو حواس الوزوي.

ګېټ اووټ (Get Out)، 2017
دا فلم ویروونکی او خندووکی دواړه دی، له تجسسه هم ډک دی، کیسه یې د یو تور پوستي په ژوند راڅرخي چې یوې سپین پوستې سره انډیوالي لري.
ګېټ اووټ فلم امریکا کې د نژاد پرستۍ منفي اړخونه را اخلي او دا ښيي چې یوه لبرال او اوباما خوښوونکې سپین پوستې کورنۍ څومره ویروونکې ارادې په زړه کې لري.

هریډیټېري (Hereditary)، 2018
لومړی خو درته وایوو که یې وسه نه لرئ نو دا فلم مه ګورئ، دا فلم په ذهني ناروغیو اخته کسانو باندې شوي تحقیق ته ورته ښکاري، خو د ډایرکټر اري ایسټر کمال دا دی چې د فلم په لیدو د کتونکي غونی زیږ شي.
هریډیټېري فلم ډاروونکی دی، خو کیسه یې داسې پېیل شوې چې تاسې مجبور یاست بیا بیا یې وګورئ.

لایټس اووټ (Lights Out)، 2016
دا د ۲۰۱۴ کال په اړه یو لنډ فلم دی، لایټس اووټ فلم چې هر چا لیدلی بیا تر مودو پورې د خونې ګروپونه نه شي مړه کولی، د دې فلم کمال دا دی چې تاسې ولید نو بیا به تیاره کې سخت ډارېږئ.

دي رېنګ (The Ring)، 2002
دا د یو ویروونکي ویډیوي کلیپ په اړه جوړ شوی فلم دی، چې لیدونکی یې له کتلو یوه اوونۍ وروسته مري، له هغې وروسته دا ویډیوي کلیپ د خبریال لاسته ورځي او هغه پرې څېړنه کوي، تر څو ځان او خپل زوی له مرګ وژغوري.

را (Raw)، 2016
په ۲۰۱۶ کال دا فلم یو فسټیوال کې نندارې ته وړاندې شو، خو کله چې خلک متوجه شول، نو په ناستو کسانو کې زیاتره یې له ډاره ضعف شوي وو.
خلکو بیا ضعف شوي کسان په امبولانسونو کې روغتون ته ورسول، دا فرانسوي فلم په ۲۰۱۷ کې ریلیز شو.
دا فلم د یوې ویجیټیرین (په ترکاریو اموخته) زده کوونکې په اړه دی چې وروسته د غوښې په خوراک راځي، داسې چې ان د انسانانو غوښه په خوند خوري.
فلم کې له نجلۍ نه د ځناورو او انسانانو د غوښې د خوراک داسې صحنې عکاسي شوي چې د کتونکي په ذهن او حواسو یوازې وحشت او وېره خوروي.

انسایډیوس(Insidious)، 2010
دا د یو ماشوم کیسه ده، چې اروا یې د خوب پر مهال ګرځي، له دې کبله د ماشوم کورنۍ د ارواو ځاله ګرځي، تر څو د دغه ماشوم په جسم ولکه ټینګه کړي، خو خلک له دې کشمکشونو سخت په تنګېږي.
دوی حیران وي چې په کوما کې تللی خپل ماشوم زوی څنګه وژغوري؟ دا فلم دوه برخې لري چې یوه یې په ۲۰۱۳ کې ریلیز شوې وه.

اېټ کمز اټ نایټ (it comes at night)، 2017
دا فلم د یو داسې مېړه او پلار کیسه کوي چې د پیریانو له ولکې نه د خپلې کورنۍ د ژغورلو هڅه کوي، خو هره هڅه یې ناکامېږي.
دا فلم ډېرې ویروونکې صحنې نه لري، خو د اروا پوهنې له نظره په داسې ډول جوړ شوی چې د کتونکي ډپریشن، تجسس څو چنده زیاتوي.

ماما (Mama)، 2013
دا د یو داسې کس کیسه ده چې لومړۍ مېرمن او دوه لورګانې يې ورکېږي، خو څو کاله وروسته یې لوڼې په یو کنډواله کور کې پیدا کېږي، بیا یې ناسکه مور د پالنې مسوولیت اخلي، خو د ماما په نوم یو بدروح د دوی ټوله کورنۍ په بدمرغۍ اخته کوي.

انډر دي شیډو (Under the Shadow)، 2016
دا یو ایرانی فلم دی، ویروونکي څه نه لري، خو د اتیایمې لسیزې پر مهال تهران کې د یوې مېشتې مور او لور کیسه کوي.
دا فلم د یو ویروونکي عفریت له لاسه د دغې مور او لور د عذاب کیسه کوي.

پارا نارمل ایکټیویټي (Paranormal Activity)، 2007

دا د یوې داسې جوړې کیسه ده چې له ښاره لرې یو کور ته کډه کېږي خو هلته یې بدروحونه په تنګوي.
دا له تشدده ډک او غوني زیږوونکی فلم دی. فلم کې داسې صحنې را اخیستل شوي چې کس نه ښکاري، له اروايي لحاظه دا وضعیت کتونکی هم ځان ته په تکلیف رسولو مجبوروي.

اینابیل کري ایشن (Annabelle: Creation)، 2017
دا د کونژیورنګ فلم دویمه برخه ده، دا د یوې ګوډۍ کیسه کوي چې دننه په کې پېریان اوسي او خلک وژني.
فلم د یوې کوچنۍ ماشومې د زړه بوږنوونکي مرګ کیسه کوي چې په درې کلنۍ کې چا وژلې وي.
فلم د نانځکو جوړوونکي کس کیسه را اخلي چې ګڼ ماشومان یې کور ته تګ راتګ لري، خو بیا د اینابیل په نوم دغې ګوډیان کې موجود اروا واړه ماشومان وژني.

دي وېچ (The Witch)، 2016
دا فلم زیاتره نقادانو د وخت تر ټولو ویروونکی فلم بللی، دي وېچ فلم د ۱۶۳۰ کلونو زمانه انځوروي چې له ریلیز کېدو وړاندې یې په اړه څو میاشتې ګرم بحثونه روان وو.
فلم د یوې داسې کورنۍ کیسه کوي چې د تور جادو، پېریانو او نورو عواملو له کبله ماتېږي.

اېټ فالوز (It Follows)، 2015
دا فلم د یوې ۱۹ کلنې نجلۍ کیسه ده چې یو ویروونکی قوت یې ژوند ته نه پرېږدي، دغه نجلۍ په خوب کې اکثره عجیب او غریب شیان ویني، بیا ترې د ځان ژغورلو لارې لټوي، تر څو ځان له ډاروونکو خوبونو وژغوري.

دي مېسټ (The Mist)، 2007
دا فلم هم د سټیفن کېنګ په ناول جوړ دی چې پای یې خورا لړزوونکی بلل شوی
1408، 2007
څوارلس سوه اته د مایک انسلین په نوم د یو لیکوال کیسه کوي، دغه کس ویروونکي ناولونه لیکي، خو خپله په ماورايي مخلوق او پیریانو باور نه لري، ځکه ده هیڅکله نه پېری نه وي لیدلی، د همدې لپاره چې معلومه کړي بد روحونه یا هم پېریان شته که نه، یو هوټل ته ځي هلته تر ټولو ډاروونکې کوټه باندې مشهورې ۱۴۰۸ خونه کې د اوسېدو پرېکړه کوي.

هپي ډېت ډی (Happy Death Day)، 2017
دا فلم چې لومړی وګورئ بیا هر نوم که ورکوئ ستاسې خوښه، کیسه یې داسې ده چې یوه نجلۍ د خپلې سالګرې په شپه وژل کېږي، بیا دا پېښه هر کال تکرارېږي خو هر وار په جلا انداز وژل کېږي، خو دا نجلۍ هڅه کوي چې خپل قاتل وپېژني.
د فلم کیسه دومره په زړه پورې ده چې بیا بیا به یې لیدلو ته زړه ښه کړئ.

سېنېسټر(Sinister)، 2012
دا د یو لیکوال د کورنۍ کیسه ده، چې په خپل کاله کې د ۱۹۶۰ کال اړوند ویډیوي کیسټونه پیدا کوي، خو چې په دې اړه پلټنه کوي نو له خورا وحشتناکو پېښو سره مخامخ کېږي.

ایډن لېک (Eden Lake)، 2008
دا د یوې جوړې کیسه ده چې چرته لرې یو جهیل ته د چکر لپاره ځي، هلک غواړي کیسه یادګاري کړي نو نجلۍ ته د واده وړاندیز کوي، خو د ماشومانو یوه ډله د دوی سکون له منځه وړي.

اس (Us)، 2019
دا د یوې ښځې کیسه ده چې له خپلې کورنۍ سره د خپل وړکتوب کور ته ستنېږي، دلته نو هغې داسې لرزوونکې پېښې لیدلې وي چې انسان حیران پاتې کېږي.
دوی پسې دغه کور ته په وژلو پسې یوه ډله مخ پټي کسان ورځي خو کله چې مخونه ښکاره کوي، کټ مټ د دوی په قواره وي.
فلم که وګورئ نه پوهېږئ چې حقیقت څه دی او دروغ څه دي، خو خوند یې په همدې ځای کې دی، چې فلم پر تاسې حقیقتونه خپله پیدا کوي.

هالووین (Halloween)، 2018
دا فلم د ۴۰ کاله پخواني هالووین فلم نوې کاپي ده، فلم د یو قاتل کیسه کوي چې څلویښت کاله وړاندې یې کرکتر خورا مشهور و.
د فلم کمال په دې کې دی چې هرې صحنه ته په کتو یې تاسې فکر کوئ، هر څه چې کېږي فلم کې دننه نه دي روان بلکې دا هر څه له ماسره کېږي.

لېټ مي اېن (Let me in)، 2010
دا د یو ۱۲ کلن ماشوم کیسه ده چې ښوونځي کې نور ماشومان ریشخند پرې وهي، کور کې هم د ټولو له سترګو لویدلی وي، یوازې توب یې دومره په تنګ کړي چې ټولو نه د کسات اخیستلو فکر ورته پیدا کېږي.
بیا نو د خپل اپارتمان د نورو اوسېدونکو جاسوسي شروع کوي، دلته یې نو یوې نجلۍ سره مینه پیدا کېږي، خو هغه نجلۍ په اصل کې سړي خوره یا ویمپایر وي، د دغې نجلۍ پلار بیا له انسانانو وینه باسي او لور ته یې راوړي.
دا فلم د سویډني فلم لېټ دي رایټ ون دویم ورژن دی، خو تر هغه څو چنده ښکلی فلم ورته ویلی شو.

دي هوسټ (The Host)، 2006
دا کوریايي فلم د انسان حواس الوځوي، فلم پر یو څېرونکي ځناور جوړ دی چې خورا تېز دی، فلم یو څه خندوونکې صحنې هم لري.
که مو دا فلم ولید نو دا ارمان به ضرور وکړئ چې کاش زه هم د یو سمندري خطرناک سفر برخه وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب