یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکلتورد علومو اکادمي د پروفیسرانو دندې | ډاکتر ماخان میږی شینواری

د علومو اکادمي د پروفیسرانو دندې | ډاکتر ماخان میږی شینواری

موږ دوه پوهنیزې مؤسسې او دندې یې داسې لږ د څیړنې لاندې ونیولې. اوس راځود علومو اکادمي د کار له پاره وړاندیز ته:

له هرڅه لومړی خودې د علومواکادمي همکاران په همغه اڼدول و ګومارل شي، لکه د پوهنتون -اود ښوونځي نصاب پوهنیز همکاران او په همغه امتیاز.

پسې: پوهیږو، چې په نوروهیوادونوکې د علومواکادمي د نويو څه پیداکول اودا شته څه ته نوره وده ورکول دي، دا په دې مانا، چې د تل ودې له پاره پوهنیز کارونه مخ ته بیایې.

زموږ ستونځې خودا دي، چې که په یوه څه ابادول وغواړو، نو د هغو د پاره هیڅ شته څه یا شونتیاوې نه لرو.

ما د علومواکادمي د یوې علمي همکارې وپوښتل،چې: د ماسترۍ موضوع یې څه ده؟

د هغې ځواب وو، چې د رابیلیدنې یا دفرنڅیال کارونه په صنعت کې.

زما بله پوښتنه دا وه، چې دا به نوله څه لیکي. باوروکړۍ، زه هم نه پوهیدم، چې دا به له کومه او په څه بنسټ ولیکل شي. موږ خونه پوهنیز ادبیات لرو اونه د جوړښت فابریکې. په دې هم نه پوهیدم، چې د دې علمي همکارې به انګرېزي یا بله وتلې ژبه زده وي اوکه څنګه؟

زما ،،ډ شمیرپوهنې سترکتاب،لومړۍ برخه ،، کې شته، چې د انوفابریکې جوړ څه څنګه ډېره ګټه کو، چې یوڅه وساتي اوله همدې ځایه یې هغه غوښتوني ځای ته ولیږي او که څنګه؟

موږ په افغانستان کې د یوه پوهنیز څه لیکلو ته شونتیاوې نه لرو، نو زما وړاندیز:

موږ د دې د مخه وړاندې شوېپوهنیزو مؤسسو دندې وڅیړلې،هغوي د پهنې په ورکړه کې کړنده یا فعاله ونډه لري او تراوسه د علومواکادمي دنده کړنده نه ده، چې په دېهکله دېهمفکروشي.

د علومو اکادمي دنده باید د ډېره وخته پورې دا وي، چې غوره کتابونه کوم، چې په پوهنتون کې درس کیږي او د ښوونځيو نصاب ترې ګټه پورته کولی شي وژباړي.

علمې رطبې دې په کار پورې وتړل شي او نه د کلونو په شمیر. که دلته څوک هغه د کلونو رطبئ د معاش له امله ټاکي هغه دې بیا د وزارت له خوا وټاکل شي، خو د استادانو څخه د پوهې په څنګ کې باید پوره کار وغوښتل شي او امتیازات دې هم اړوند جګ وي.

په نصاب کې دې دا انډول وي، چې په پښتو او درې ژباړې وشي، دا چې کوم کتاب دې په پښتو او کوم په درې وژباړل شي، دا هملته استادان ځان ته ټاکي.

هغه کتاب چې په پښتو لیکل شوی هغه په درې نه ژباړل کیږي او هغه چې په درې ژباړلشوی وي، په پښتو نه ژباړل کیږي.

د پوهنیزو کتابونو د زیاتولو هغه غوره لار همدا ده. دا چې استاد دې په یو کال یا څو میاشتو کې څومره کار وکړي او په څو کالو دې یوه درجه جګ شي، دا دې هم له مخه وټاکل شي او دا د پوهنیزه اړخه په ښه  او عادلانه توګه.

دا داسې لږ څه راوړل وو، دا په دې مانا، چې په دې هکله پوره فکر شوی اوداړتیا په وخت کې یې ستاسومخ ته کيښولی شم.

دا موضوع دلته بس ده او غواړم، په څو غونډالو کې د د درې پوهنیزو څانګو د ګډ کار په هکله څه  ولیکم.

د دې درې ارګانونو په منځ کې ګډکار:

پوهیږو، چې دا  اوس هم د ښوونځي نصاب اود پوهنتون کارنه ورځني دي او د علومواکادمي ورته ښه وخت لري، نوهغه کتابونه اوپه هر مسلک کې چې ژباړل کیږي، باید د پوهنتون له لورې علومواکادمي ته یې وړاندیز وشي اود ښوونځي د نصاب څخه هم او بیا دې اخرنۍ پرېکړه دې علومو اکادمي وي.

د علومو اکادمي له پاره باید د ښوونکوپه پسې روزنه کې هم فکر وشي اودا ګډ کاردې د نصاب د د لیکونکوسره مخه ته بوځي.

دا د دې درې پوهنیزوارګانونوپه هکله داسېلږڅه لیکل وو،خودا تل نورهم سمیدی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب