دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکلتورسینماد عامر خان لور په هندو مئینه شوې

د عامر خان لور په هندو مئینه شوې

تاند نیوز ډېسک: فلمي نړۍ ته د عامر خان له وعدې سره سم د هغه د لور ارا خان تر راتلو وړاندې، نوموړې خپل زړه یو هندو ځوان ته ورکړی دی.

ارا خان او جنید خان چې په اړه یې پلار عامر ویلي وو، ډېر ژر به خپل اولادونه فلمي نړۍ ته وړاندې کړي، اما له دې کار وړاندې یې په ټولنیزو شبکو کې د لور د مئینتوب کیسې پیل شوې دي.

ارا خان تازه انسټاګرام کې (له ما پوښتنه وکړئ) اپشن په فعالولو سره د خپلو مینه والو دې پوښتنې ته چې ایا مینه یې کړې که نه؟ په ځواب کې له یو هندي ځوان مشال کرپلاني سره خپل عکسونه پورته کړي دي.

په دغو انځورونو کې چې ځینې یې د خپرېدو نه دي، ارا خان له خپل ملګري سره په رومانټیک حالت کې لیدل کېږي، خو د هند د مسلمانان تر منځ دې خبرو غبرګونونه راپارولي دي چې څنګه د مسلمان عامر خان لور له یو هندو ځوان سره مینه کوي؟

ارا خان دا مهال له مشال کرپلاني سره یو ځای د موسیقۍ پوهنځي کې زده کړه کوي او په ټولنیزو شبکو کې د زیات شهرت له حاصلولو له کبله داسې ښکاري چې تر خپل ورور د مخه سینمايي ډګر ته قدم راواخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب