Homeټولنیزټولنیز کېدل | محمد مصطفی سمون

ټولنیز کېدل | محمد مصطفی سمون

  1. د فرد ګرایۍ له زاویې څخه ټولنیزوالي لوري ته د ژوند روان بهیر ګډول به په ژوند کې د بدلون زیری وي.  له دې سره ټولنیزو ستونزو او غوښتنو ته د سالمې ایډیالوژۍ محور په خوځښت راوستل خپله انساني غرور لوړوي، چې بیا د ټولنې په درد ځپلي فکر شعوري غور کول هم د اغېزناکې تګلارې ټاکل دي؛ ترڅو د فردي غوښتنو او کړنو لپاره د ابتکاراتو او تحمل په بناء د ژوند ستنې برابرې کړای شي.
په اصل کې ټولنیزکېدل د ځینو تګلارو له لارې عملي بڼه غوره کوي، چې انساني افکار په یو منسجم محور را ټول شي او د فردي زاویې نه د ټولنې د بدلون په اړه خپل لیدلوري شرح کړای شي؛ ترڅو د افرادو ترمنځ د همغږۍ یو داسې تار ورغول شي، چې فرد د ټولنې په هرې پېښې کې د مسوولیت احساس وکړي او د فردي فکر ترڅنګ په ټولنیز محور زیات حساب وکړای شي.
د ټولنې بنسټ خپله د افرادو مجموعه ده، چې انساني افکار او خوځښتونه په یوه منظمه ایډیالوژۍ را څرخوي. همدا جوړښتونه هم د متضادو لارو په یو بل کې محوه کېږي؛ خو د دې لپاره منظم پلان سنجول چې د فردي او ټولنیز فکر ترمنځ د اړیکو یو تړلی تار رامنځته کړي او هر فرد خپل ځان پکې وویني نه چې ځان پکې هېر کړي؛ ترڅو د ټولنیز فقر له دایرې را ووځو. ټولنیز فقر اصلاً د تحمل، یو بل منلو، اخلاقي زوال، د ژوند په اړه د فکر کولو نشتون له مخې زېږي، چې بیا ټولنه د تکامل پر ځای د تظاهر خواته بیایي.
د پاسنیو عناصرو څخه په معقول ډول د ژوند چاپیریال جوړول خپله د ټولنیز کېدو لپاره د تدبیر په رڼا کې قدم اېښودل دي، چې انساني غوښتنې او لورېینې هم په دې ګرداب کې د تعامل په تصور ولاړ وي.
راځﺉ چې د ټولنیز کېدو لپاره د افکارو په روڼاوي باندې د علمي او منطقي استدالالونو له لارې پرانیزو؛ ترڅو د فرد پرستۍ پر ځای ټولنیز والي ته د فکر مزي خواره کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...