چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeکلتورپه کندوز کې پښتو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

په کندوز کې پښتو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

راپور؛ نور زحسم عاطف

نن د  غبرګولي ۸ مه  چې د پښتو ژبې د نړیوالې ورځې سره برابره ده په کندوز دیوشمیر فرهنګي ټولنو له خوا ونمانځل شوه ،

یاد غونډه چې د کندوز ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتون دغونډو په تالار کې جوړه شوې وه په کې دولتی چارواکو، قومی مشرانو، دمدني اوفرهنګي ټولنو استازو او  ځوانانو ګډون کړي وو

غونډه  د قران کریم د سپیڅلو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه د هیواد د  ملي سرود له غږولو وروسته د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې مشر نوررحم عاطف ګډنوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پښو ژبې د ورځې د رامنځته کیدو او نړیوال کیدو او ددغې ورځ د نمانځنې په اهمیت خبرې وکړې، نوموړي وویل(( چې په کندوز کې د لومړي ځل لپاره پنځه کاله وړاندې دغه ورځ د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې له خوا ونمانځل شوه چې له هغه وخت راپدې خوا هر کال په ټاکلي نېته ددغه ولایت د فرهنګیانو له خوا نمانځل کيږي)).

ورپسې د پردیس کلتوري او ادبي ټولنې مشر محمد اسلم رشیدي په کندوز ولایت کې دپښتو ژبې پر وړاندې په شته ستونزو وغږید او په ځوانانو یې غږ وکړ چې له دې وروسته به د پښتو ژبې د حق غوښتلو لپاره خپل آواز تر هر دولتي چاروکي رسوي او دغې ژبې ته په پوره مینه او علاقه کار کوي

دکندوز پوهنتون د پښتوادبیاتو څانګې رییس استاد عبدالمجید پردیس د تاریخ په بیلو بیلو پړوانو کې د پښتو ژبې په تاریخي بهیر او ارزښت خپله لیکلې مقاله ولوستله

ځوان لیکوال اجمل نظری، دکندوز ځوانانو پخوانۍ امر عبدالغفور هوتک، د کندوز پوهنتون استاد زاهد الله کریمزي،  دپسرلي ټولنې د ملالې ادبي بهیر مرستیالې اغلې عزیزې امیني او قومي مشر میرزا خانګل هریو په نوبت سره د پښتو ژبې پر اهمیت خوږ والي، په دغه ژبه ماشوماتو ته د ښوونې او روزنې پر ضرورت او په د غه ولایت کې د پښتو ژبې پر وړاندې پر شته ستونزو او خنډونو خبرې وکړې

د غونډې دویمه برخه پنل ( له دولتې چارواکو څخه پوښتنو او ځوابونو ته ځانکړې شوې وه) چې په کې د کندوز د پوهنې ریاست مرستیال او استازی عبدالکریم وحدت، د کندوز اطلاعاتو او کلتور رییس فدامحمد ارزشت، د مدني ټولنود جوړښت مشر غلام حیدر حیدر او دکندوز پوهنتون د پښتو ادبیاتو څانګې رییس عبدالمجید پردیس برخه واخیسته او د ګډنوالو پوښتنو او نیوکو ته یې ځوابونه وویل

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ګډنوالو له خوا پنځه ماده ایز پریکړه لیک چمتو او ولوستل شو او غونډه پای ته ورسیده .

نوررحیم عاطف – کندوز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب