دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیزد ښوونځي د نصاب سمون |  ډاکتر ماخان میږی شینواری

د ښوونځي د نصاب سمون |  ډاکتر ماخان میږی شینواری

  د هیواد ستونځو باندې نه غږیږم، ځکه دا یوه نه ده، دا ټول ژوند او هر اړخ یې ستونځه ده، چې زموږ پوهنه هم ترې په همغه سویه اغیزمنه ده.

راځو خپلې موخې ته او دا ټول په لنډ ډول:

د نصاب غوره والی:

پوهنه چې دنده یې دپوهنې د وزارت په غاړه ده، د یوه هیواد مغذ دۍ. همداسې لکه پوهنه د هیواد مغذ دۍ، نصاب د پوهنې مغذ دۍ، ځکه چې پوهنې ته هر څه چمتو کوي، نو له دې امله یې غوره والی باید همدومره وي.

د نصاب لیکونکو غوره والی:

دا چې نصاب غوره دۍ، نو په همدې ډول یې لیکونکي غوره دي، دوي د نصاب د غوره والي بنسټ ایښوونکي دي، چې باید د غوره والي په څنګ کې یې هم توان ولري، چې د دې درندې دندې له توانه ووتی شي، یا د ښه نصاب د لیکلو ښه توان ولري، چې د نصاب د لیکونکو غوره والی را باسې.

نو دا باید څوک وي؟

نصابلیکونکي (د نصاب د کتابونو لیکونکي) باید د پوهنتون د هغه غوره وتلو کسانو څخه وي، یعنې

–      دپوهنتون اول نمره یا دوم نمره وي، چې په مسلک پوره واک ولري.

–      د خپلو دوه ژبو پښتو او درې، چې هغه خو هرو مرو زده دي یا بایدزده وي، په یوه بله

      پرمختللي دباندنۍ ژبه هم ښه پوه وي، چې ډېره ښه یې طبعآ انګریزي ده خو روسي،  

      قرانسوي اوالماني هم په ترتیب ښې دي او ښه کار ورڅخه اخستل کیدی شي.

      هغه څوک که په دې درې ژبو کې د کومې ژبې نیمګړتیا  ولري، نو د نصاب د لیکلو له پاره

      به هیڅ برابر نه وي او  نورې ستونځې به رامنځ ته کړي.

–     موږ دوه ژبي هیواد یو، نو د بیلګې په توګه یو پښتون باید له درې وژباړلی شي او درې ژبي

     له پښتو.

     لکه څنګه، چې په دې دوه ژبو پوهیدنه اړیینه ده، به انګرېزي یا … هم پوهیدنه همدومره    

     اړیینه ده. بې له یوې  پرمختللې ژبې زموږ خپلې ژبې هم نیمګړې راځي. درې هم دومره

     مخ کې نه ده او پښتو خو یوه نوې ژبه ده، چې لایې هر څه نیمګړي دي.

نصاب لیکونکوته غوره کتنه یا امتیازات:

علمې درجې یې باید د پوهنتون سره برابرې وي یعنې رطبي، معاش اود تقاوت امتیازات.  

د ماستري زده کړې خو باید سملاسي سر ته ورسوي هغه هم باید په  انګرېزي ژبې هیواد کې وي.که د دې کار هند په غاړه اخسته خو دا به ډېر ښه وي. دا روزنه که په شعوري توګه د نصاب په لور لوریزه کیدی شوه، خو دا به نوره هم ښه وي.

له یوه وخته وروسته باید دوي ته د ډاکترۍ امکانات هم برابر شي، چې هغه هم په یوه پرمختللي هیواد کې وي. هند هم په پوهنیزه اړخ کې پرمختللی هیواد دۍ.

د دوي د درس په وخت کې، چې له هیواد دباندې یې کوي، باید دا دنده ولري، چې د هغه هیواد د ښوونځيو د خپل مسلک کتابونه وګوري، او هغه څه چې ستونځمن ورته په کې برېښي، بې له دې چې ځان ته شرم وګڼې، د ستونځوبیو له امله د خپلو پروفیسرانو سره پرې وغږيږي. په زده کړه کېباید شرم نه وي او هغه استادان په دې پوهیږي.

دا دنده دې ولري، چې د هغه هیواد د خپل مسلک د ښوونځي کتابونه د ځان سره راوړي، چې مخ د مخه یې لوستلي دي. د کتابونو د چمتوالي له پاره هم که د اړوند هیوادله اړونده کسانو سره خبرې او ان  په دې هکله روزنه اوښونه وي، دا به لا ښه وي.

د نصاب د پروفیسر دندې

د ښه کتاب لیکل یې د هرڅه لومړۍ دنده ده:

–         دښه کتاب لیکل: دا یواځي هغه وخت کې شوني دي، چې په لیکلو کې یې  یواځې او

        یواځي دپورته څلورو یادو ژبو له یوې څخه ګټه  واخلي.

          نن پوهنه هر چا ته کورته ورغلې، هرڅه په ن ج  کې شته، که نورو کتابونو ته

         لاسرسی نه وو، نو نړیوال جالونه خو شته.

         د نصاب استادان باید تل ن ج ته لاسرسی ولري او لیک الې یې هم باید په واک کې وي.

         د نصاب پروفیسران د ښه او معیاري درسي کتاب لیکلوجوګه دي، د هر ډول ناټیکاوي

         مخه باید نیول شوې وي. لیکونکی باید دا سړه سینه ولري، چې درس د څو نورو درسونو

         سره پرتله کړي او پوهنیز نومونه، چې موږ ورسره ستونځې لرو او تراوسه مو خپل نه

         دي، د څو لغاتکتابونو سره هم پرتله کړي او هغه ښه مناسب نوم ورته غوره کړي یا له

         خپلې ژبې ورته انډول راوباسي، چې بیا خبرې پرې کیږي.

–         دا استادان باید د ښوونځي ښوونکي وروزي. دا څه چې دوي لیکلې، باید د هغوي سره یې

         شریک کړي، خو داڅنګه؟

د ښوونکو پرلپسې روزنه:

په مسلکي اړخ کې د ښوونکو روزنه باید په پوهنتون کې په پوره توګه  شوې وي ( دا بیا د پوهنتون د نصب دنده ده)، خو بیا هم دې ته اړتیا شته، چې د نصاب استادان ورسره مرسته وکړي او هغه د ښوونځي له پاره لیکلي درسونه ورسره د ښه ورپوهاوي له امله ورته نور هم لا ښه روښانه کړي.

موضوع ته ګوته نیسم،خودا پوره خبرو ته اړتیا لري.

دا څنګه؟

دا وړاندیز په ځانګړې توګه د طبیعي پوهنو له پاره ډېر اړین دۍ. ګومان مې دۍ، چې اوس هم د ولایتو ښوونکي راځي او په نصاب کې ورسره خبرې کیږي، خو دا بسیا نه کوې. ښوونکي ټول باید په خپل مسلک کې تل وروزل شي او دا د یوه تل لرلي پروګرام سره.

دوه شوونتیاوې شته:

لومړي دا چې په هرولایت کې یوه دنصاب کوچنۍ برخه جوړه شي، چې دوي د مرکز معلومات هلته تل داسې ورکوي، چې هر د نصاب د هر مسلک غړی ښوونکي د ولایت مرکز ته راغواړي او هلته په یوه ټاکلي وخت-انتروال کې هغه دوي څه د ځان سره لري  ورسره شریک کړي.

دا دولایتونو د نصاب پروفیسران همغه د نصاب د مرکز په څیر وټاکل شي او همغه امتیازات ولري.

دویمه لار یې دا ده، چې په ټاکلي وخت کې د مرکز د نصاب پروفیسران ولایاتو ته لاړ شي او هلته ورسره خپل کار شریک کړي. د دې له پاره به زماپه اند، که د ورځې شپږ ساعتونه کار وشي، دوه اونۍ بسیا وکړي.

غوره څه خو د نصاب پروفیسرانو ته څرګند دي او په همغو سره خبرې کوي.

دا چې پروف یا نور ښوونکي د پسې زده کړو د پاره کوم ځای ته ځي او هلته څومره وخت تیروي دا باید امتیاز ولري او د وخت مجرا وره ورکړی شي.

–   د نصاب استادان پرته د درسې کتابونو له  لیکلو دا دنده هم په غاړه باید واخلي یا  ولرې،

       چې نور کتابونه هم ولیکي، په ځانګړې توګه طبیعي پوهنو کې، چې هغه د اړونده پوهنیزو

        کتابونو برابرول دي یعنې د لوستلو او نورو پوهنیزو کلیمو کتاب لکه پوهنیزه دکشنري، نه

        د لغاتو بلکه د کلمو. دا په نورو ژبو کې شته. دلته به دا ډېره ښه یا اړینه وي، چې د

        انګریزي دا ډول دکشنري راواخلي، دا وژباړي چې یواځې لیکنه یې په لکسیکوني ډول  په

        خپلو ژبو وي.

دا خو لا ډېر لګښت ځان پسې لري. دا به څنګه شي؟

دا سمه ده، خو دا لاندې لار یې شته او دا د نصاب له پاره کوم زیان هم نه لري:

د ښوونکو له پاره د کتابونو لیکل او چاپول یواځې وخت نیسي  او ډېر لګښت لري، دادې سپما شي، دا په دې مانا چې د ښوونکولپاره کتابونه دې نه چاپیږي او نه لیکلکیږي.

د ښوونکو چمتووالی د ښوونکود تل بیا روزنې له لارې باید پوره سرته ورسیږي.

دا پیسې چئ سپما کیږي، دا پوره پیسې دي.

دا شاګرد محورۍ پروګرام څخه تیرېدل د کتابونو پنډوال راکموي او د ښکلا له پاره په درسې کتابونو کې د نا اړینو څیرو چاپول هیڅ اړیین نه دي. له  دې لارې څخه هم پوره سپما کیدی شي.

که دا نور کتابونه هم دشمیرپوهنې کتابونو په څیر لیکل شوي وي، نو هلته دکتابونو د پنډوالي له امله پوره سپما راتلی شي.

دا به څنګه شي؟

دا هم یوه موضوع ده، چې پوره روښانه ونه غواړي، چې دا پوهنتون یا نورو د لوړو زده کړو آنستیوتونو کې څنګه باید ترتیب شي؟

پوښتنه دا نه ده، چې نصاب کې باید څه راوړل شي بلکه دا ده، چې نصاب څنګه ولیکل شي؟

دا چې نصاب کې څه راوړل شي، دې کې دومره ستونځې نه پيښيږي، ځکه دا اوس چې څه لرو، دا سمیدی شي او په دې هم یو څه ابادید ی شي او هغه د لوستلو عنوانونه د نورو ګاونډیو  یا نورو هیوادونو څخه رانیول او هغه بیا سره پرتله کول او وروسته خپل مضمون جوړول یې غوره دي.

که ن ج وکتل شي، نو د هرځای دښوونځیو کتابونه په کې شته، د هغې ځایونو دې سرلیکونه راواخلي یا همغه را اخستلی شي او یا نور پخپله لیکلی شي.

د کتابونو لیکل. څنګه:

غوره د نصاب لیکل دي، چې هغه باید نړیوالې سويې ته ورنږدې وي. دا غوره دي او دا کار د نصاب د کتابونو د لیکونکو دۍ، هغه موضوګانې اخلي او هغه یې راټولوي او په پوهوړه  ژبه یې لیکي.

د کتابونو د لیکلو او څنګه لیکلو له پاره مو استادان نورو هیوادونو ته تلل او هلته یې معلومات برسیره د هغه ځای پروګرام هم د ځان سره راوړ. که اشتباه ونه کړم، نو دا اخر د نصاب ترتیب له پاره استادان اردن ته تللي وو او چې بیرته راغلل، نو پرېکړه داسې وه، چې کتابونه دې په شاګردمحورۍ ولیکل شي. داسې لږڅه به هلته ورسره استادان غږېدلي وو، خو دا چې دوي به څومره له دې ښوونې ځان سره راوړي وي، دایې بله خبره ده.      

شاګرد محوري او استادمخوري؟

دا لاندې څه هم د  غور وړ دي، چې بیاد روښانه شي، چې زه یې داسې لنډه یادونه کوم

پخوا مو متخصصین نورو هیوادونو ته لیږل

هغوي څه راوړي؟

دا څومره په درد خواړه کیږي؟

نو څه وکړو او دا اوس کتابونه له کومه کړو؟

په مختلفو مسلکونو کې باید کسان  په داخل یا خارج کې چمتو کړي، چې څه د نصاب له پاره غوره کړي؟

موږ دا تراوسه لرلي څه را اخلو کمښت ته یې فکر کوو او د څه زیاتوالي وړاندیز یې هم کوو.

په دلیل.

نړۍ نږدې شوې او پوهنه کور ته راغلې

د مختلفو هیوادونو کتابونه راټولول او کتل، بیا ترې یو ښه څه راوستل. په کومه پرېکړه ، چې وشي، نو د چا هغه او دغه بیا په کې نه وي.

د بیلګې په توګه د یوه هیواد درسې تاریخ  کتاب راواخلۍ او وګورۍ، چې څه لومړی او ورپسې دي، موږ بیا هم په همغه ډول تاریخ برابرولی شو.

زه وایم، چې په لومړي سر کې به هر هیواد خپل تاریخ رااخلي او په اړين ډول به یې لیکي او ورپسې د کاونډبانو او پسې غوره دوخت پیښې.

که ژبه راواخلو، دا به سړي ته اسانه وبرېښي، خو دا هم د شمیرپوهنې په ځیر ستونځمنه ده، که په هغه اصل ډول راوړل شي. تاسو په نورو هیوادونو کې درسي پرګرامونه وګورۍ او بیا قضاوت په وکړۍ.

په پوهنتونونو کې باید دښونکو روځنې له پاره ځانله څنګې منځ ته راشي او هلته درسونه هم د ښوونځیو په لور لوریز وي، هرومرو د په د پوهنتو په سویه( ماهم دلته کچه لیکله ،  خو کچه نا سمه ده). په جدې توګه باید د ښوونځي له پاره په اړونده کتابونو غور وشي او د علومو اکادمي ته دنده ورکړ شوي، چې دا کتابونه وژباړي.

په دې بیا هم باید خبرې وشي، چې د علومو اکادمي کارونه باید څنګه په لار وي.

دا یوه اوږده موضوع ده،زه به دلته په همدې بسیاوکړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب