شنبه, مې 18, 2024
Homeمقالېدریعمران خان ولې د موقت حکومت ډول وهي؟

عمران خان ولې د موقت حکومت ډول وهي؟

ضمير ساپی  

له هغه وروسته چې افغان ولسمشر اشرف غني په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ تويټونه وکړل، د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په ګډون ځینو پاکستاني سیاستوالو دا کار د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.

خو اوس عمران خان ولې د موقت حکومت ډول غاړې ته اچولی؟ ښايي د پاکستان دا هڅې پخوا پټې روانې وې، خو د ولسمشر اشرف غني له ټویټونو را په دې خوا د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د موقت حکومت وړاندیزونه د پردې بلې غاړې تر څنګ د رسنیو له لارې هم چټک کړي دي.

عمران خان د تېرې کب میاشتې په وروستیو کې په باجوړ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د جوړېدو خبرداری ورکړ. هغه یو ځل بیا د تېرې دوشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال تور پورې کړ چې د افغانستان برحال حکومت د سولې روانو خبرو ته خنډونه جوړوي او په ورته وخت کې یې ویلي، د سولې بهیر به هغه مهال بریالی شي چې په افغانستان کې یو بې‌طرفه موقت حکومت جوړ شي.

د پاکستان ګوښه کېدل

پیشو د خدای لپاره موږ دې نه نیسي او د عمران خان دا ډول څرګندونې لومړی دا په ګوته کوي چې زموږ برحال حکومت په سم لوري روان دی، ځکه وايي، «چې باد نه‌ وي  بوټی نه ښوري» اوس پاکستان د اشرف غني په مشرۍ په برحال حکومت کې د پاکستان پر خلاف داسې څه ویني چې په افغانستان کې د پاکستان د ملي ګټو او شومو موخو د پوره کېدو مخنیوی کوي. برحال حکومت په هيڅ ډول اسلام‌اباد ته اجازه نه‌ ورکوي چې د افغانانو په نیابت او غیابت له نورو هېوادونو سره په اسلام‌اباد، دوحه، مسکو او کومه بله پلازمېنه کې د افغانستان د راتلونکي پر سر پټې معاملې وکړي.

دويم دا چې برحال حکومت نه غواړي د مجاهدینو د وخت په څېر د موقتو ادارو را منځ‌ ته کولو ترخې تجربې بیا بیا تکرار کړي، ځکه هماغه ناسم سیاستونه او موقت حکومتونه وو چې له تېرو څو لسیزو را په دې خوا د پاکستان په ګډون ګاوندیو ډېر اسانه د افغانستان د سیاسي تالاب په خړو اوبو کې د ځان په ګټه کبان نیسي.

اوسنی حکومت چې د تېرو پنځو کلونو په لړ کې یې پاکستان په نړیواله کچه ګوښه کړی دی او په هر نړیوال فورم کې پرې نړیوال د ترهګري د ملاتړي هېواد په توګه نیوکه کوي، په هیڅ صورت د برحال حکومت پایښت او ادامه نه‌ غواړي، ځکه اسلام‌اباد په تېره د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې د اشرف غني تر مشري لاندې حکومت ادامه د پاکستان د هغې اسانه لاسوهنې فرصت لنډول ګڼي چې پخوا به یې پرته له خنډ او ځنډه زموږ په ټولو چارو کې کوله.

د پاکستان اقتصادي زوال

درېیم دا چې د ولسمشر غني تر قیادت لاندی اوسني حکومت له هندوستان او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د ښه بهرني سیاست لوبولو تر څنګ په اقتصادي او سوداګریز ډګر کې پر پاکستان د افغانستان اتکا له ۵۰ سلنې هم راښکته کړې ده، ځکه د ولسمشر غني پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د بې‌کیفیته او باکیفیته پاکستاني تولیداتو راکړه ورکړه کې د پام وړ کموالی را منځ‌ ته شوی دی، خو برعکس له هندوستان، چین، ترکیې، منځنۍ اسیا او ان له اروپايي هېوادنو سره د افغانستان راکړه ورکړه ممکن شوه او دې چارې د پاکستاني کارخانو څښتنانو او سوداګرو ته هغه لوی اقتصادي زیان واړوه چې تر دې مهاله نورو حکومتونو ورته نه ‌دی اړولی.

د پاکستان د دولتي بانک د خپرو شویو مالوماتو له مخې افغانستان ته د دې هېواد صادرات د ۲۰۱۷ مېلادي کال په پرتله ۱۷ سلنه راکم شوي دي. په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې افغانستان ته د پاکستان د صادارتو کچه  ۷۳۹.۲۳۳ ميلیونه ډالره وه چې په ۲۰۱۸ کال کې دا اندازه ۶۰۸.۵۳۳ مېلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده.

په همدې حال کې بیا دې هېواد ته د افغانستان د وارداتو له زیاتوالي ویل شوې ده چې په ۲۰۱۷ کال کې یې پاکستان ته واردات ۲۰ سلنه زیات شوي دي. د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د لومړیو نهو میاشتو ته په کتو د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ کچه کابو یو میلیارډه ډالره وه، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۷ کال په همدې موده کې دا اندازه ۱،۵ میلیارډه ډالره وه.

د افغانستان لوړوالی

ښايي ځینې نور دلایل موجود وي، خو دا هغه دلایل دي چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان هوايي او ځمکنیو ټرانزیټي لارو پرانيستو پاکستان ته اړتیا کمه کړې ده.

څلورم دا چې پاکستان په افغانستان کې د برحال حکومت دوام ځکه نه غواړي، که په افغانستان کې د «پاکستان ضد» برحاله نظام پنځه کاله نور هم دوام وکړي، په افغانستان کې به نه یوازې د پاکستان د مغرضانه مداخلو لاسونه لنډ شي، بلکې په ډېر لږ وخت کې به افغانستان په سیاسي، پوځي، اقتصادي او نورو برخو کې لوړوالی وکړي.

د اسلام‌اباد دې وېرو او اندېښنو ته په کتو، اوس عمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت په ترکیب کې د داسې کسانو د راوستلو په لټه کې دی چې د افغانستان په سیاسي مباحثو کې د پاکستان په ګټه پرېکړې وکړي، په د دې کسانو په مرسته د اسلام‌اباد هغه ګټې خوندي کړي چې پورته ورته لنډه کتنه وشوه.

خو افغان چاواکیو، سیاسیونو، تېنک ټېکس او پالیسي جوړونکیو په تېره ولس ته په کار ده چې د ټولټاکنو او حساسو شېبو پر مهال له برحال حکومت، نظام او ملي ګټو ته په نظر کې نیولو سره په هر اړخیز ډول، ملاتړ وکړي او هيچاته اجازه ور نه‌ کړي چې دا پیاوړې اردو يې د پردیو قرباني شي او د نورو بحرانونو تر څنګ مو هېوادوال یو ځل بیا د ګاونډیو ترحم ته محتاج شي.

که ولس او افغان حکومت خپل اوسني دریځ ته دوام ورکړي، نه به په شاتګ وکړو، نه به د عمران خان مغرضانه موخې پوره شي، خدای مه کړه نه به مو دا پیاوړې اردو یو ځل بیا دړې وړې شي، نه به د نړیوالو وتلو ته اندېښمن یو او نه به دلته د نورو په خوښه د موقتو حکومتونه را منځ‌ ته کېدو ته زمینه برابره شي.

2 COMMENTS

  1. په زړه پورې تحلیل دی ، خصوصا څلورم دلیل یې زما ډېر خوښ شو . صافي صیب بریا مو غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب