دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeمقالېدرینوی کال نویې هیلې او اندیښنې | صلاح الدین درویش

نوی کال نویې هیلې او اندیښنې | صلاح الدین درویش

سږ نوی کال په داسې حال کې پیل شو چې افغانان د نویو هیلو او اندیښنو دواړو تر منځ کې را ګیر دي او نه پوهیږي چې څه به پیښ شي؟ دا هیلې او اندیښنې دواړه د افغانانو تر منځ د سولې او یا هم د جنګ په تړاو موجودې دي. افغانان که څه هم سولې ته هیله مند دي او سوله د هر افغان غوښتنه او بنسټیزه اړتیا ده ولې د دې ټولو هیلو سره سره د بندو دروازو تر شا خبرې اترې د افغانانو په جدي اندیښو بدلې شوې دي. دغو  اندیښنو هغه وخت زور واخیست چې د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیل زاد او طالبانو تر منځ د پردې تر شا خبرې په ظاهري توګه د طالبانو او خلیل زاد تر منځ بریالی وبلل شوې، او داسې آوازې خپرې شوې چې طالبان او امریکا د تروریزم په تعریف او د امریکایی قواوو د وتلو په مهالویش سلا شوي دي.

د وتلو مهالویش کومه ستونزه نه ده، ولې پوښتنه دا ده چې د تروریزم د تعریف پر سر توافق ولې د اندیښنې وړ دی؟ د دې خبرې ځواب ساده نه دی، ځکه طالبان په ښکاره ډول د دوی د حکومت له سقوط څخه پنځه کاله وروسته را څرګند شول او د حزب اسلامي‌ تر څنګ یې د امریکایانو په وړاندې په ګیریلایی جګړه لاس پورې کړ، او ورو ورو دومره ځواکمن شول چې حزب اسلامي یې څنډې ته کړ او د جګړې اجازه یې نه ورکوله او دوی په اصطلاح د امریکایانو په وړاندې جهاد یې انحصاري کړ، او په ځواب کې امریکایانو دوی هم تروریستان وبلل او د دوی ځینې مشران او ډیرې جنګیالي یې په ډرون حملو او شپنیو عملیاتو کې له منځه یوړل، په مشرانو یې بندیزونه ولګول، پانګې یې کنګل شوې او همدارنګه بهرنیو هیوادونو ته یې په سفرونو بندیزونه ولګیدل. لنډه دا چې طالبان او امریکایان یو د بل دښمن وو؛  امریکایانو طالبان تروریستان او طالبانو امریکایان اشغالګر بلل.

اوس پوښتنه دا ده چې د بندو دروازو تر شا مخامخ خبرو څنګه وکولای شول چې د یو او بل په وړاندې د دواړو لوریو په لیدلورو کې یو سل او اتیا درجې بدلون راولي او دواړه دښمن لوري‌ پداسې حال کې د تروریزم په تعریف سلا شي، چې د دواړو لورو لپاره تروریزم د جنګ اصلي عامل وه، یوه لوري ویل امریکایان دولتي تروریستان دي او زمونږ هیواد یې اشغال کړی او بل لوري‌ ویل طالبان تروریستان او د هغوی حامیان دي او زمونږ هیواد او نړۍ ته دوی خطر دي، ځکه نو تروریزم د جنګ اصلي‌عامل وه . ولې د تروریزم پر تعریف توافق هغه وخت کیدای شي چې یا امریکایان اسلام راوړي‌ او د طالبانو اسلام د اصلي‌ اسلام په توګه ومنې او طالبان په هر اړخیزه توګه د نړی تر ټولو په حق ډله وګڼي او که داسې نه ده نو بیا  تر کاسې لاندې کومه نیم کاسه ده. یعنې دا چې دغه د پردې تر شا خبرې اترې او پټ توافقات خلکو ته دا شکونه پیدا کوي چې په ۲۰۰۶ کال کې د طالبانو بیا تحرک او فعالیدل د دوی ابتکار نه بلکې د امریکایانو اړتیا او د پاکستان ماموریت وه خو اوس د طالبانو د ماموریت هغه پخوانۍ بڼه نوره تاریخ تیره ده او د سولې په نوم تړون باید دغه ماموریت ته بدلون ورکړي.‌

د همدغو هیلو او اندیښنو په ګرداب کې ډیری آګاه افغانان داسې فکر کوي‌ چې د سولې او جنګ سناریو همداسې ده کومه چې  پورته ورته اشاره وشوه. د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په آتمه نیټه د الجزیرې له تلویزیوني ‌شبکې سره د بلک واټر د رییس مرکې د دې سناریو له یوه اړخه هغه وخت پرده پورته کړه چې هغه په دې مرکه کې وویل: ((افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ناکام کاندید او د ډاکتر نجیب الله د سرنوشت سره مخامخ کیدونکی دی)). دغې مرکې د افغانانو اندیښنې زیاتې کړلې او د خلیل زاد په ماموریت یې د خلکو شکونه پیدا کړل، ځکه خلیل زاد د بندو دروازو تر شا خبرو اترو د پنځم پړاو د پیل څخه یو څه مخکې  د دوبی په یوه هوټل کې دځینو افغان سیاست والو او اریک فرینس سره څو شپې یو ځای تیرې کړلې چې دا تصادف نه شي‌ کیدلای. ددغو یو ځای شپو تیرولو هدف د افغانستان د جنګ بڼې ته د بدلون ورکولو د پلان جوړول ول، چې ده عطا محمد نور او اریک فرینس او ځینې نورو ورباندې کار کاوه تر څو د سولې په نوم  په افغانانو یو داسې جګړه وتپي چې په هغې کې به د جنګ ماموریت د طالبانو په اوږه پروت وي؛ طالبان به د ملی اردو، پولیسو او امنیت تر لغوه او محوه کولو وروسته د حکومت په رأس کې د حکومت په نوم د داعش او حمزه بن لادن تر مشری لاندې له القاعدې سره په جنګ مصروف وي او ټرمپ، خلیل زاد، اریک فرینس او دهغوی ځینې افغان سیاستوال لکه نور به د افغانستان د معادنو په  چور اخته وي.‌

له همدغې سناریو په خبریدلو سره افغان حکومت، د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار په خوله د امریکا د ننه د واشنټن ډیسي په ښار او په امریکا کې د افغانستان د سفارت په انګړ کې د روان میلادی کال د مارچ د میاشتې په ۱۴  مه نټه د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د افغان حکومت په استازیتوب د خلیل زاد د پلان په وړاندې توند غبرګون وښود او هغه یې د افغانستان وایسرای وبللو.

د افغان حکومت د غبرګون له ځانه سره په امریکا کې او د افغانستان د ننه بیلابیل غبرګونونه لرل. د ټرمپ ادارې چې کله خپل ځان د امریکایي ملت ، کانګریس او د نړۍ په کچه د خپلو نیږدې همکارانو په وړاندې رسوا وموند، نو د یادو خلکو د اذهانو د مغشوش کولو په پار توند غبرګون وښود او د حمدالله محب غبرګون یې غیر دیپلوماتیک وبللو. پر دې یې هم بسنه ونه کړه او د هغه سره یې ټول تماسونه بند کړل او دا یې اعلان کړه چې ده ته به هیڅ وخت امریکا ویزه نه ورکوي.

په کور د ننه افغان ولس د حمدالله محب له دریز کلک ملاتړ وکړ او هغه یې یو ریښتونۍ، وطنپال او آزادی دوست افغان وباله او د هغه څرګندونې یې د ملت څرګندونې وبللې.  د ملت تر څنګ ځینې سیاسیونو چې د ولسمشرۍ د څوکۍ ځینې کاندیدان هم په کښې شامل ول، حمدالله محب یې یو احساساتي او بې تجربې ځوان وباله او د هغه خبرې یې د افغان ولس نه بلکې د ده شخصي نظر وباله.  دا پداسې حال کې چې محب د افغانانو د زړه خبره کړې وه او خلیل زاد د دسیسو په وړاندې یې د افغانانو اراده له یوه رسمي موقف څخه تمثیل کړه.‌ پوښتنه دا ده چې دغو سیاسیونو ولې په محب نیوکه وکړه؟ ځکه دوی د افغانستان د معادنو د غلا کولو په پلان کې د اریک فرینس، خلیل زاد او ټرمپ د شیطاني‌ مثلث د غړو مرستندویان وو او د دغې شومې سناریو په عملي‌کیدو سره د دوی ی شخصي ګټې پکښې نغښتې دي او دغه ډول سیاست کوونکي هر وخت د شخصي ګټې په پار هم جنګ منلی شي، هم د ملک د معدنونو غلا او هم د لسګونو نورو کلونو لپاره د لکونو نورو افغانانو وژل،‌ همدغه لامل وه چې دوی هم امریکایانو ته ورته غبرګون څرګند کند کړ، تر څو داسې سولې ته لار هواره کړي چې تر څو د دوی سیاسي او اقتصادي‌ واک هم خوندي هم پراخ شي که څه هم دا تړون یوه بل اوږده جنګ ته لار هواره کړي!  

اوس به راشو دیته چې لدې ټولو ترینګتیاوو سره سره څه ممکن دي پیښ شي؟ دا هغه پوښتنه ده چې دری بیلابیلې سناریو ګانې یې ځواب ویلای شي.‌

لمړی سناریو دا ده چې کیدای شي  د افغان حکومت له توند غبرګون وروسته ښايي امریکایان د پایلې ته رسیدلي وي، چې دا نا ممکنه ده تر څو په افغانانو یو بل جنګ تحمیل شي، ځکه افغانان اوس سره لدې چې نوی دی ولې داسې یو نظام لري چې د افغانانو د حال او راتلونکې په هکله ځان مسؤل ګڼي او په ملت او نظام باندې هیڅ ډول معاملې ته نه دی تیار.‌ لدې کبله ښایی امریکا قانع شي تر څو بهیر داسې تسهیل ګړي‌ چې د خلیل زاد او طالبانو تر منځ خبرې‌ داسې بهیر پیدا کړي، چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ نیغ په نیغه خبرو ته لار هواره کړي.

که چیرې افغان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیمو خبرو اترو ته لار هواره شي او د سولې روان بهیر د یو افغان شمول بهیر لورته سوق کړل شي، بیا نو دری لارې مخکې دي، اول دا چې لمړی ټاکنې تر سره شي او بیا راتلونکی منتخب حکومت د سولې بهیر له طالبانو سره مخ ته یوسي، او په افغانستان کې تل پاتې سولې ته لار هواره هواره کړی، دا لار ښه لار او د افغانانو په ګټه ده. خو د دې لارې سره په افغانستان کې د ننه او بیرون ډیر مخالفتونه شته او د ولسمشر  غني سیاسي او نظامي مخالفین یې تر ټولو سخت منتقدین دي.‌

دوهمه لار دا ده چې لمړی بین الافغاني سوله را منځ ته کیږي، طالبان د حکومت سره موافقې ته رسیږي او ټاکنې یو څه نورې هم ځنډیږي تر څو طالبان هم ټاکنو ته تیاري ونیسي او په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر اغیز لاندې دي، هلته هم خلک ځانونه ثبت کړي او بیا ټاکنې وشي، البته دا یقیني‌ چې دا لاره هم په تل پاتې او عزتمنده سوله باندې پای مومي.‌  

دریمه لار دا ده چې د سولې د مذاکراتو د تسهیل او پر مخ بیولو نقش او مالکیت ولسمشر غني ته ورکړل شي او د ولسمشر دوره هم له دریو څخه تر پنځو کالو وغځیږي تر څو له یوې خوا ولسمشر د افغانستان لپاره خپل اقتصادي او انکشافي پلانونه تکمیل کړي او له بلې خوا د سولې د بهیر له بریالیتوب څخه وروسته د راتلونکو رڼو او عادلانه ټاکنو ته زمینه برابره کړي تر څو   منتخب حکومت لپاره زمینه برابره کړي،. دا لار ممکن د طالبانو لخوا ومنل شي ولې له حکومت بهر او په حکومت کې شاملې ځینې سیاسي‌ کړۍ د دې لارې منتقدین بریښي او دا لار د خپلو شخصي ګټو سره په ټکر کې ګوري.‌

دویمه سناریو دا ده چې امریکایان د طالبانو سره  د افغان حکومت له حضور او موافقې پرته خبرو اترو ته دوام ورکوي، او د سولې تر نامه په افغانانو د یو بل جنګ په تحمیلولو موافقې ته رسیږي. هغه دا چې افغان حکومت څنډې ته کول کیږي او طالبان د امریکایانو غوښتنو ته مثبت ځواب وايي‌ او په مقابل کې امریکایان هم په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه افغان حکومت کمزوری کوي او د سولې او لنډمهاله حکومت تر عنوان لاندې قدرت طالبانو ته سپاري. د دې سناریو په هکله د افغانانو شکونه هغه وخت لا ډیر شول چې ښايي امریکا د خلیل زاد په ماموریت سر همداسې کوم پلان تر لاس لاندې لري ‌کله چې د پاکستان صدراعظم عمران خان په باجوړ کې یوه مطبوعاتي ‌کنفرانس ته وویل چې په نیږدې راتلونکې کې به په افغانستان کې یو لنډ مهاله حکومت را منځ شي.‌ دا سناریو هم له پیښیدونکو سناریوګانو څخه ده ولې که افغان حکومت دا لنډ مهاله حکومت ونه مني نو امریکا به له دوه لوریو د افغان حکومت په وړاندې دښمني‌پیل کړي‌؛ یو د افغانستان د حکومت د مسلح مخالفینو د ملاتړ او تقویې له لارې او له بل لوري به له داخل څخه هم د حکومت د سقوط لپاره کار وکړي، د بیلګې په توګه به د ځینو ولایتونو د امنیې قوماندانان او د اردو افسران چې په ځینو تنظیمي حلقاتو پورې تړاو لري‌ په پیسو واخلي چې طالبانو ته تسلیم شي او مرکزي حکومت به دیته مجبوره کړي تر څو واک داسې یوه حکومت ته چې طالبان به یې په سر او ځینې هغه سیاسي‌ تنظیمونه او سیاسیون چې قدرت ته د رسیدو لپاره هر ډول معاملې ته تیار دي، په څنګ کې وي وسپاري.

اوس پوښتنه دا ده چې په داسې یوه حکومت کې چې سیاسي واک د طالبانو په لاس کې او ځینې نورې سیاسي ډلې هم ورسره شریکې وي د امریکایانو ګټه څه ده؟ د دې پوښتنې ځواب څرګند دی، هغه دا چې د امریکا اوسنی ولسمشر ټرمپ یو سوداګر دی، خلیل زاد او اریک فرینس هم، دوی ټول شخصي اقتصادي‌ موخې لري او د خلیل زاد او طالبانو خبرې اترې په همدغه شخصي اجندا را څرخیدلې، او د سولې په پروسه کې هر یوه خپله شخصي علاقمندي لرله.‌

د اریک فرنیس علاقمندي دا وه چې د امریکا حکومت د تروریزم سره نا تعریف شوې جګړه باید Black Water ته ورکړي او Black Water به یې پر مخ وړي جنګ به دوام کوي او خلیل زاد او ټرمپ به د افغانستان معادن استخراج کوي او ګټې به کوي. ولې افغان حکومت او افغانان دیته چمتو نه شول، او خلیل زاد د افغانستان عیني او ذهني شرایط دیته برابر ونه موندل تر څو دا جنګ  Black Water ته وسپاری. ځکه نو امریکایی ټیم مجبور شو او د Black Water په متبادله ډله یې فکر وکړ او دا یې وپتیله چې که د طالبانو سره موافقې ته ورسیږي تر څو یو داسې حکومت را منځ ته کړي چې طالبان یې په رأس کې او د اتمر او عطاممد نور په شمول ځینې افغان ډلې به ورسره ملګرې وي او دا حومت به د حمزه بن لادن په مشری د القاعدی او داعش سره جګړه کوي. یعنې دا چې سوله به په یوې نوې جګړې بدلیږی او د دې جګړې په ترڅ کې به ټرمپ خلیل زاد او اریک فرینس د افغانستان معادن غلا کوي او دا یادې جهادي ډلې به د جنګ په دوام سره حکومت کوي او د ټرمپ، خلیل زاد او اریک فرینس غلاوو ته به زمینه برابروی.

له همدغه پلان څخه خبرتیا وه چې په اریک فرینس کې ټینګه نه شوه او په ولسمشر غني باندې د ذهني فشار د راوړلو په منظور یې له الجزیرې تلویزیوني شبکې سره د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په آتمه نیټه مرکه وکړه او د هغه راتلونکی یې د ډاکتر نجیب الله  سره یو شان وبللو، تر څو ولسمشر له راتلونکې و بیروي او د Black Water له ماموریت سره یې توافق ته مجبور کړي.‌ ځکه نو افغان ولسمشر دا پتیله چې غبرګون وښيي او د ملي امنیت د مشاور له خولې د افغان حکومت غبرګون د همدغه پلان په وړاندې غبرګون وه چې د امریکا او د هغوی د ځینې افغاني شریکانو له توند غبرګون سره مخ شو! نتیجه دا چې که خدای مه کړه دوهمه سناریو موفقه شي افغانستان به یو ځل بیا خپل امنیتي ځواکونه، رژیم او بنسټونه له لاسه ورکوي او یو تش په نوم د پاکستان د خوښې حکومت به رامنځ ته کیږي‌ امریکایان به د افغانستان ملی شتمنيو چور او تالان کوي‌ او د پاکستان به له یوې خوا ستراتیژیک عمق پراخ شوی وي او له بلې خوا به د دوی د خوښې حکومت حاکم وي‌ چې افغانستان به یو ځل بیا په تمامه مانا پاکستان ته احتیاج کوي .

دریمه سناریو دا ده چې امریکایان او افغان حکومت په خپلو موقفونو ټینګار کوي، په پایله کې امریکایان خپلې فوځیان وباسي او د طالبانو څخه غیر مستقیم ملاتړ کوي، تر څو د ولسمشر غنی حکومت د ډاکتر نجیب الله د حکومت له سرنوشت سره مخامخ کړي. خو دا کار شونی نه دی، ځکه د ډاکتر نجیب الله د وخت شرایط او اوسني شرایط یو له بل سرخ پوره توپیر لري. هغه وخت افغانستان د ارتزاقي موادو له اړخه په پوره توګه په پاکستان پورې تړلی وه، افغانستان مکمل یو مصرفي هیواد وه او د پاکستان لخوا د ارتزاقي موادو بندیدل د افغانستان په هر ګوټ کې د خلکو په چیغو منتج کیدل چې اوس داسې نه ده!

هغه وخت د افغانستان له حکومت څخه یوازې روسانو ملاتړ کولو او د هغوی د ملاتړ پای د حکومت د پای ته رسیدلو په مانا تعبیریده او له همدغې پایلې سره مخ هم  شو. خو اوس افغانستان د هغه وخت افغانستان نه دی، په تجارت کې د وارداتو او صادراتو تر منځ نسبي انډول را منځ ته شوی او هیواد په خپل ځان د اتکا لورته روان دی.

د افغانستان سیاسي حالت هم له هغه وخت سره سل په سله توپیر لري، د هغه وخت خلکو د کمونیست ګوند مشر نجیب کافر باله، چې دا موضوع د ولسمشر غني په هکله په هیڅ توګه صدق نه کوي. هغه وخت خلکو د رژیم نشتوالی نه وو تجربه کړی او د کورنیو جګړو د پایلو په اړه ناخبره ول، بیلابیلو جهادي‌ ډلو ولس ته امتحان نه وو ورکړی، چې اوس یې ورکړ، اوس با خبره ملت د نظام نشتون او د کورنیو جګړو بدې پایلې تجربه کړلې او نور د نظام د نشتون او همدارنګه د کورنیو جګړو تحمل ته په هیڅ توګه نه دي‌ تیار او هیڅ چا ته به د داسې شومې معاملې اجازه هم ورنکړي.

همدارنګه د نجیب په وخت کې خلک د بیان له آزادی، بشري حقوقو، د ښځو له حقوقو او نورو مدني او سیاسي‌حقوقو څخه نا خبره ول او د خپلو مدني او سیاسي حقوقو د استعمال  تجربه یې نه درلوده، خو ننيو افغانانو حقوقو د استعمال دا تجربه کړیده او په هیڅ صورت بیا نه غوړي داسې تر څو یوه حالت ته ور وګرځي چې هلته هیڅ ډول حقوق ونلري.

 دا د نظام د ملاتړ بشري بستر او ملاتړ دی چې موجود نظام له سقوط له خطر څخه ژغوري او د نظام ریښې ټینګوي، ولې نظام ته هم په کار ده تر څو د نظام د ننه او په نړیواله کچه داسې یو بستر رامنځ ته کړي چې د افغانستان د دښمنانو د ذهن او فکر څخه د نظام د بیا ځلې سقوط خوبونه وباسي.

افغان حکومت ته لمړی په کار ده چې د نظام د ننه د هغو ډلو او ټپلو په تصفیه لاس پورې کړي کوم چې د اریک فرینس او خلیل زاد سره د افغانستان د نظام د سقوط لار څاري او خپلو شخصي ګټو ته په ملي ترجیح ورکوی. د ملي اردو، پولیسو او ملي‌ امنیت صفونه له ځینو غیر متعهدو او تنظیمي ډلو ټپلو څخه پاک کړي او هغه امنیه قوماندانان چې د دغو ډلو سره تړاو لري او یا ورباندې شک کیږي چې ښايي‌ د جنګ په وخت کې دښمن ته تسلیم شي همدا اوس له دندو ګوښه کړل شي، لنډه دا چې ملي امنیتي ځواکونه باید له هغو خلکو پاک کړل شي چې د اریک فرینس او خلیل زاد طرحو ته لبیک وايي.

د دې تر څنګ په ملکي ادارو کې د پراخ اصلاحي پروګرامونو تر لاس لاندې ونیسي او د ټولنیزو خدمتونو په وړاندې کولو کې باید روڼوالی او حساب ورکول زیات کړل شي. په عدلي او قضايي‌ ادارو کې پراخ اصلاحات راوړل شي او په دغو ادارو کې رامنځ ته شوی ښه والی لا زیات او په عدلي او قضايي ادارو د خلکو باور لا زیات شي. د دې تر څنګ باید داسې پالیسۍ را منځ ته شي چې د نظامي عملیاتو پر مهال باید د ټولو ښکیلو امنیتي ځواکونو تر منځ همغږي زیاته کړي او له ټولو ممکنه لارو او امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي او دا تلفات حد اقل ته ورسول شي.‌

په منطقوي او نړیوال چاپیریال کې حکومت خپله دیپلوماسي فعاله کړي او د منطقې هیوادونو او نړیوالو قدرتونو ته دا قناعت ورکړي، چې په افغانستان کې د نظام نشتون، یا د تش په نامه نظام شتون او د جنګ دوام د افغانستان تر څنګ د نړۍ په زیان هم دی، تر څو د امریکایانو د نه ملاتړ په صورت کې د دوی ملاتړ له ځانه سره ولري او افغان حکومت د امریکایانو له ملاتړ پرته هم په نورمال توګه دوام وکړي او ټیکاو را منځ ته شي.

د اقتصاد په برخه کې شوې هڅې د ستایلو دي‌ او افغانستان ته یې د خود کفایی په لورحرکت ورکړی، ولې په د برخه کې لا زیات کار او فعالې تجارتي دیپلوماسۍ ته اړتیا ده چې نړیوال په افغانستان کې د معادنو د استخراج په برخه کې پانګونې ته وهڅول شي او په د برخه کې شته فساد باید مکمل له منځه ولاړ شي، تر څو نړیوال په افغانستان کې پانګه اچونې ته تشویق شي او دلته پانګه اچونه وکړي. دا کار به له یوې خوا افغان حکومت په خپل ځان بسیا کړي او له بلې خوا به افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي، او د هغوی باور به په حکومت لا زیات شي. لدې کبله حکومت په د برخه کې باید لا زیات فعال شي ځکه د نظام د بقا او ثبات لپاره ډیر اړین دي او د هیواد اتکا په نورو هیوادونو له منځه وړي. له بل لوري افغان حکومت باید د افغانستان د وچې او تازه میوې لپاره په سیمه ایزه او نړیواله کچه مارکیټ پیدا کړي دا کار د خلکو د رضایت کچه لوړوي او د نظام نه یې ملاتړ ته هڅوي.‌  

که خبره را ټوله کړو، او ووایو چې که چیرې دریمه سناریو عملي شي او امریکایان نه تنها خپل فوځونه وباسي، مالي او سیاسي ملاتړ واخلي، بلکې د پردې تر شا د افغان حکومت مخالفین تقویه کړي‌ او د نظام په وړاندې د هغوی جنګ تمویل کړي، نو څه به پیښ شي؟ د دې خبرې ځواب د همدې سناریو په تشریح کې ورکړل شوی. هغه دا چې که افغان حکومت په پراخو اصلاحاتو لاس پورې کړي، او له امریکا پرته د نورو سیمه ایزو قدرتونو لکه روسیې، چین، ترکمنستان، قزاکستان، ازبکستان، هند او اروپایي ټولنې سره خپلې اړیکې سمې وپالي او هغوی ته قناعت ورکړي چې په افغانستان کې د نظام ملاتړ او تقویه نه تنها د افغانانو بلکې د سیمې او نړۍ لپاره ګټې لري.  د یادو هیوادونو او دقدرتونو د ملاتړ په صورت کې به د افغان حکومت د مخالفینو د نظام د سقوط خوب دروغ شی بلکې د نظام په وړاندې د مقاومت توان به هم له لاسه ورکړي. پدې خاطر چې د امریکایانو د وتلو په صورت کې د طالب جنګ هغه مشروعیت چې د دوی د ملاتړو تر منځ یې اوس لري‌ هم له لاسه ورکوي او دغه جهادي ډله به بیا هغه وخت یوه باغي ډله وي، لدې کبله نو دریمه سناریو کې هم د نظام د سقوط خوب هسې یو خوب، خیال او جنون دی په د شرط چې افغان حکومت له کافي دقت او مسؤلانه سیاست کار واخلي.‌

البته د دواړو؛ دوهمې او دریمې سناریوګانو په هکله د یادولو وړ ده چې اوس افغانستان هغه د ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۵ کلونو افغانستان نه دی خلک له خپلو مدنی، سیاسي حقوقو څخه با خبره  دي او خپلې ملي ګټې ټر ټولو په ښه طریقه تعریفولای شي او له خپلو ملي ‌ګټو هر ډول دفاع او قربانۍ ته تیار دي، ځکه نو د دوهمې سناریو عملي کیدل هیڅ ممکن نه دي‌ چې نظام د سقوط وکړي او امریکایان د طالبان قدرت ته ورسوي بیا د یې له القاعدې او داعش سره په جنګ واچوي او دوی د زمونږ معادن چور کوي. دریمه سناریو ممکنه ده، ځکه که امریکایان له ټولو اقتصادي ګټو ناهیلې شي او د سولې د بهیر تر عنوان لاندې طالبانو ته قدرت ونه شي سپارلی بیا نو ښايي‌ خپل فوځونه وباسي او دطالبانو په لاس د نیابتي جګړې له لارې د نظام د سقوط هڅې وکړي. په هغه صورت کې هم لکه څنګه چې د دریمې سناریو په تشریح کې خبرې ورباندې وشوې، نظام د سقوط لورته ځکه نه ځي خو په هغه صورت کې چې له یوې ��وا به افغان حکومت له داخله اصلاحات را منځ ته کړي وي‌ او د بلخ د امنیې قوماندان د عزل پیښه د همدې لړی د پیل زیری را کوي، له بلې خوا به د سیمې او نړۍ د نورو قدرتونو ملاتړ لرو او له بل لوري به ولس د طالب جنګ ته د جهاد نه بلکې د بغاوت په سترګه ګوري او هغوی به د خپل جنګ لپاره هغه کاذب مشروعیت هم له لاسه ورکوي،  نظام به لا تقویه کیږي او افغانستان به په خپل ځان د بسیا کیدو په لور خپل طبیعي سفر ته په نورماله توګه دوام ورکوي. د پورته یادو شویو سناریوګانې هره یوه افغان ملت ته واضیح پیام لري چې د نظام سقوط د افغانستان د سقوط په مانا دی، ځکه نو یا باید له افغانستان سره و اوسي یا یې له دښمنانو سره، د دوی پر منځ کې کوم بل بدیل نشته!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب