شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeټولنیززموږ د ټولنې نامنظم خیراتونه| زبیر افغان

زموږ د ټولنې نامنظم خیراتونه| زبیر افغان

د تیر کال راپورونو کې ښودل شوي وو چې د افغان ولس تر (۵۴) سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندي ژوند کوي. که زموږ په بازارونو کې څوک وګرځي نو په سلهاؤ سوالګر به وویني. د دوی په منځ کې د بوډاګانو، میرمنو ترڅنګ واړه ماشومان هم شته چې اصلا يې دا وخت د زدکړو وو؛ ځکه د هغه لا هم اوږد سفر په مخکې دی چې د راتلونکي ژوند لپاره يې همدا وخت د بنیاد ښودلو دی نه د فقر.

زموږ په ټولنه کې که یو لور ته دومره لویه فیصدي خلګ په فقر اخته دي، نو بل لور ته بیا ځيني شمتن کسان هم شته چې په دې فقیر هیواد کې میلیونران دي. زموږ د هیواد میلیونران د بې وزلانو لپاره د ډېرو بدو رواجونو بنسټونه هم رغوي چې هغوی غریبان يې تر بوج لاندي پورته کېدای نه شي.

د واده او کوزدې د ډېرو مصارفو رواجونه همدې شتمنو ترویج کړي دي، د مړي پر سر لوی-لوی خیراتونه پاخه یا اومه د همدې شتمنو کار وو، له حج و عمرې څخه تر راتلو وروسته په شپو او ورځو له حده زیات مصارف کول د همدې شتمنو اعمال وو او داسي نور.

زما په یاد دې چې د کندهار د والي په دفتر کې تر چاودنې وروسته د کندهار شتمن تاجرحاجي صدیق د لسګونو غوایانو په ذبح کولو یو ستر خیرات وکړ چې د هغه ځای خبریالانو يې پر ټولنیزو رسنیو عکسونه کښته پورته کول او د حاجي صاحب د ژوند دوعاوې يې کولې. هغه ته دې خدای خیر ور کړي، خو کاش چا مشوره ور کړې وای چې تر دې غوایانو دې د ټولنې لپاره دا بل کار ډېر په ګټه دی اود شلو غوایانو د مصارفو پر ځای دې یوازي د لسو غوایانو مصارف وکړي خو ګټه به يې تر شلو غوایانو جامعې ته زیاته وي.

زموږ په ټولنه کې یوڅه شتمن د نوم وږي دي له دې امله هغه کار کوي چې ژر د هغه نوم پکې واخیستل شي او یوڅه د مشاورینو کمی ور سره دی البته هغه مشاورین چې د ټولنې په ګټه مشوره ورکړي.

زموږ په ټولنه کې د علماؤ قِشر خورا زیات نفوذ لري، مګر هغوی تل وايي خیرات کوئ خدای صدقه خوښوي، اما هيڅکله مې دا نه دي تر اورېدلي چې صدقه په څه ډول؟ پر چا؟ د کوم میکانیزم له مخې؟

یو شي ته بلنه کول او خپله يې په میکانیزم، د مصرف په ځای او له ټولنې و حالاتو سره پر مناسبه تګلاره فکر نه کول د ستونزو سبب کېږي. نن زموږ په ټولنه کې خورا زیات خلګ فقر کوي، اما بل لور ته هره ورځ شتمن په یو نه یو ډول خیراتونه هم کوي، یا خیرات ته ورته د نوم لپاره مصارف دي، دا د ټولنې لپاره سرخوږی دی چې مصرف دې کېږه خو د مړه اروا دې مه په مړېږه متل هم دلته صدق کوي.

زموږ ملت همدا اوس له سختو ستونزو سره لاس و ګریوان دی، ځوانان د واده پیسې نه لري، دا رواج هم د شتمنو دی او تاوان يې غریب ته رسي، د دې لپاره د حللارې اړتیا ده.

ماشومانو ته مو د زدکړو اړتیا ده چې نه کتاب لري، نه قلم، نه کتابچه، نه ځای لري او نه معلم ته دومره معاش ور کول کېږي چې هغه ماشومانو ته د درس ور کولو لپاره زړه ښه کړي.

له پوهنتونه فارغ ځوانان مو مخ پر اروپا و امریکا تښتي او هره ورځ په لسګونه کسان همسایه هیوادونو ته اوړي او بیا نه را ګرزي، چې دا په خپل وار دلته د فقر، بې ځایه مصارفو، غلطو رواجونو او نورو ټولنیزو بدیو نتیجه ده.

داسي که دا بدۍ شمار کړم نو لیست يې اوږدېي، اوس پوښتنه داده چې څه باید وکړو؟

زما په اند د خیراتونو په برخه کې څو کاره باید وشي:

لومړی: دولت دې د بې سرپرسته میرمنو او ماشومانو، همداراز د نورو خیریه کارونو لپاره یوه مستقله اداره خلاصه کړي چې پر شفافیت يې ملت باوري وي او له ولس څخه دې غوښتنه وکړي چې خپل خیراتونه، زکاتونه، سرسايې او عشرونه دې دې ادارې ته جمعه کړي چې دولت يې د یوه منظم پلان له مخې پر هغو کسانو مصرف کړي چې واقعا يې مستحق دي او هغه کارونه ورته په وکړي چې د ملت اساسي اړتیا ده، لکه د مکتبونه جوړول، د کتابونو چاپ، د لویو لارو رغول، پلان جوړول، بې وزلو کسانو ته کارونه پيدا کول او د هغوی په هر حال کي لاسنیوی کول او د ملت هغه اړتیاوې په نظر کې ساتل چې زموږ اساسي ضرورت دی او لازمه پاملرنه ورته نه ده شوې.

دویم: مدني ټولنې، علماء، قومي مشران او پر ټولنه نور بانفوذه کسان دې خلګ پوه کړي چې دلته هلته نامنظم خیراتونه نه د ټولنې په ګټه دي او نه د هغوی، له دې امله باید هغه کار وشي چې هم خدای په خوشاله شي او هم انسانانو ته ګټه ورسوي. د یوې منظمې ادارې له لارې دا نامنظم خیراتونه په منظم ډول سمبالول هم زموږ اړتیا رفع کوي او هم د خدای په دربار کې منل کېږي، ځکه له خیرات او زکاته هدف له خلګو سره کومک او هغوی ته لاس ور کول دي چې تر دې نامنظمو خیراتونو د یوې ادارې منظم کاري ټيم يې په ښه ډول کولای شي.

درېيم:رسنۍ دې هم په دې اړه پروګرامونه جوړ کړي چې عامه پوهاوی خلګو ته ور کړل شي او د دې کار ګټې دې په سم ډول بیان کړي، د نامننطمو خیراتونو زیانونه دي هم راوسپړي، د ټولنې له افرادو دې پوښتنه وکړي چې هغوی هم په دې اړه خپلونه نظرونه شريک کړي، دا برنامې به په لنډ وخت کې خلګو ته هم پيغام ورسوي او هم به يې سرخلاص شي.

څلورم: دولت هم باید په دې اړه جدي ګامونه واخلي، د عامه پوهاوي لپاره تر ټولو لومړی سترګې دولت ته ور اوړي، دولت دې ورکشاپونه جوړ کړي، د ټولنې ټولو افراد دې د ګډون لپاره ور وغواړي او په دې اړه دې ورځې-ورځې پرزنټیشنونه ورته وړاندي کړي چې د خلګو سرخلاص شي او هغه څه ته مخه کړي چې د هغوی ګټه پکې وي.

د هر پاشلي کار په نسبت منظم کار هم ګټور وي او هم يې په ټولنه کې اغېز ژر محسوسېږي، که په بازار کې یوه فقیر ته زه لس روپۍ ور کړم، نو دا به د هغه لپاره صرف یوه ډوډي وي، خو که په ټول هیواد کې سلګونه کسان یوه اونۍ کې ادارې ته لس-لس روپۍ ور کړي نو دا زرګونه کېږي چې د یوه فقیر درسته کورنۍ ته کار پيدا کوي، همدا شان موږ غواړو په خپله مور یا پلار پسي خیرا وکړو. زه یو غویی اخلم او ذبح کوم يې، د غرمې لپاره خلګ راغواړم او ډوډۍ ور کړم. تر دې کار دا ښه ده چې زه د غوايي فرضا ۵۰۰۰۰ زره افغانۍ یوه فقیرې کورنۍ ته ور کړم چې هغوی له فقره خلاص شي او تر خپله وسه په دې پیسو ځان ته یو کار پيدا کړي.

دا کار څو ګټې لري: ۱/ هر انسان له ریا ساتل کېږي، ریا اصغر شرک بلل کېږي او هر ریاکار انسان ته اخروي عذاب دی، نو که څوک د سلګونو کسانو په مخ کې له ښکارده کېدا پرته ادارې ته خیرات ور کړي، له ریا به خوندي وي او دین و دنیا به يې خوندي شي.

۲/ ټولنې ته زیات مثبت تمامېږي ځکه په دې توګه هر کال خورا زیات کسان له فقره خلاصېږي او په ټولنه کې ځان ته یو کار پيدا کوي چې څو کاله وروسته به زموږ وطن کې هيڅ سوالګر نه وي.

۳/ که د یوې ادارې له لوري په منظم او شفاف ډول دا کار مخته یووړل شي نو خلګ به هم همکارۍ ته زړه ښه کړي او زموږ د خیرات لګېدونکې پیسې به داسي نه ضایع کېږي چې په ټولنه کې يې هيڅ مثبت رول نه ښکاري.

هیله ده په دې اړه دولت او د ملت ويښ کسان خپلې هڅې وکړي او زموږ خیراتونه، زکاتونه، اسقاطونه، عشرونه او… په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره وکارېږي.

۲۰۱۹/۱/۲۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب