دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeمقالېدریدا ضابط زموږ له خوا تاسو ته بخشش| عبدالرووف لیوال

دا ضابط زموږ له خوا تاسو ته بخشش| عبدالرووف لیوال

د۱۳۷۰وم کال د ژمۍ وروستې شپې وې، جنرال دوستم ته اړونده ۵۳فرقه په سرغړونې اوغصه ناک ډول له کابل نه شمال خواته وکوچیدله او د جنرال مومن اندرابی له ۷۱ مې میکانیزه لوا سره یو ځای شول، هغه مهال اسلامی جنبش نوی جوړشوی و، د شمال وضعیت په خرابیدو شروع وکړه.

په جنبش پورې اړوند پوځ هغه افسران چې د جنبش غړی نه ول یاهم پښتانه ول په مجاهدینو پلورل، ډګروال پنځلس زره افغانۍ، ډګرمن لس زره، جګړن اته زره افغانۍ نرخ درلوده او په مجاهدینو خرڅیدل ـ د خدای تعالی کړنې دی، تصادفاً په دې لړ کې د ترافیکو یوضابط هم په درې زره افغانیو په مجاهدینو پلورل شوی و، مجاهدین کله چې پوه شول هغه افسر نه بلکې د ترافیکو ضابط دی، نو په ګلم جمانو په غصه شول او ګلم جمانو ته یې وویل چې تاسو خو په موږ ترافیک پلورلی، هغو په ځواب کې ورته وویل (دا دی د هغه ترافیک په بدل کې د اردو جګړن درواخلئ، هغه ضابط دې تاسو ته بخشش وی.)

له همغې ورځې د افغان اتل اردو نړیدل پیل شول، ترڅو د ټولو مجاهدینو له خوا ملی اردو ړنګ او د اردو تجهیزات هم لکه د سکارد توغندیو حق السوق (اورلن توکی) اوشوبلې په پاکستان د بوسو په تول خرڅ شول، لنډه دا چې د افغانستان دوه سوه کلن اردو په بشپړه توګه له منځه لاړ.

اوس بیاهم عمران خان غواړی چې د افغانستان قانوني دولت په موقت حکومت بدل او هغه نیمګړی او ځوان اردو چې نوی په پښو راغلی له منځه لاړ شي او د دوی هغو توغندیو ته، چې د هیواد په ختیځ راپریوځی، څوک ځواب ورنکړای شی .

یا خدایه! موږ د غلام له غلامۍ نه وساتې ! آمین

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب