پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېدرید وسپنیز کانکریټي ودانیو ارزونه | رحیم الله حبیب زی

د وسپنیز کانکریټي ودانیو ارزونه | رحیم الله حبیب زی

 Profometer Test

فولادي سیخانو ته کافي پوښ ورکول هغه څه دي چه په هر ډول اوسپنیز کانکریټي جوړښت کې اړین شمیرل کیږي ترڅو د زنګ وهلو مخنیوی وکړي او د ودانیو ثبات (استواري) تضمین کړي.

د کانکریټي ودانیو حقیقي محکمیت محاسبه کولو لپاره  ، د تقویه کوونکي فولادي سیخانو شمیر، د زنګ وهلو شرایط یې ، د اوسپنیز کانکریټ پوښ یا کاور او د کانکریټو مارک یا فشاري مقاومت ( د کلکوالي درجه) باندې پوهیدل ضروري دي.

د پخواني ودانیو په صورت کې کله چې مربوطه تفصیلي پلانونه یا ساختماني نقشې شتون ونه لري او د مربوطه ودانی باسازي بیا تقویه کول مو هدف وي ، د کانکریټو موجوده محکمیت محاسبه کول اسانه کار نه دی. کله کله د کانکریټي ودانیو کلکوالی ددې لپاره باید چیک شي چه اضافه بارګذاري ته اجازه ورکړل شي اما د تقویه شوي سیخانو په اړه د معلوماتو نه شتون په علت داسې حالت کې تصمیم نیول ډیر مشکل تمامیږي.

ددې لپاره چه یاد شوي مسایل او ننګونې له منځه یوسو یو سلسله طریقې شتون لري او مخ په وده دي ترڅو د کانکریټي ودانیو پلټنه او ارزونه ترسره کړي.

Profometer  یوه کوچنی همه کاره اله ده چې د کانکریټو پوښ اندازه ، د سیخانو موقعیت او اندازه معلوموي. نوموړي الې ته د سیخانو موقعیت ورکوونکي هم ویل کیږي. سپک او د وړلو قابلیت لري. د سکرین پر مخ ټول پورتني معلومات ارایه کوي.  کافي حافظه لري ترڅو ارقام ثبت کړي. ځانګړي کمپیوتری سافټ ویر پکې ځای په ځای شوی ترڅو محاسبوي ارقام انتقال او پرنټ کړي.

نوموړي اله ډیره ګټوره او دوو کیلو ګرام نه کم وزن لري. په نورمالو بیټریو کار کوي ځکه نو کومې بريښنایي وصلیدونکي ته ضرورت نه لري.

نوموړی ټیسټ ددې لپاره ترسره کیږي ترڅو د تقویه شوي فولادي سیخانو موقعیت ، قطر ، شمیر او کانکریټي پوښ و ارزوي او د نوي او زاړه ودانیو ارزیابي لپاره په مفید ډول کاریږي.

د کوالټي کنټرول یا د څرنګوالی کنترول او د څرنګوالی څخه د اطمینان په منظور استعمالیږي.

ددې لپاره چې ټیسټ ښه نتیجه ورکړي او د Profometer  الې قناعت ورکونکي کاري حالت څخه مطمین شو، د ټیسټ څخه د مخه او وروسته باید نوموړي اله عیار شي. په همدې منظور له یوه ازمایښاتي کانکریټي بلاک چې له الې سره یو ځای مهیا شوی وي ګټه اخیستل کیږي. دا چې اله په سم ډول عیار شوی او کنه ، د سیخانو موقعیت ، اندازه او کانکریټي پوښ د ازمایښتي بلاک په مختلفو ځایونو کې اندازه کیږي او معیاري ارقامو سره چه په بلاک لیکل شوي مقیاسه کیږي. نوموړي اله د مسیر او سیخانو موقعیت ، قطر او ژوروالی پلټونکي برخې لري چې هر یو د کیبل په مرسته له Profometer سره وصلیږي. کله چې  پلټونکي اله د ازمایښت لاندې ساحه کې په حرکت راوستل شي ترڅو د سیخانو موقعیت او ترمنځ فاصله یې پیدا کړي، هر څومره زر چې د سیخانو موقعیت وموندل شو په هماغه شیبه د Profometer سکرین باندې ښکاره کیږي. چې بیا وروسته په کانکریټي سطح هم په نښه شي. علاوه ددې نه کله چې موقعیت تثبیت شو، د قطر پلټونکي اله هلته ایښودل کیږي د سیخ له محور سره موازي. څلور ځله دا کار ترسره کیږي او متوسط رقم د سیخ قطر راښيي.

د ژوروالی اله د سیخانو په نښه شوي ځای کې تنظیم کیږي کله چې د سیخ د پاسه یا نږدې ورسر ه قرار ونیسي ، یو اواز سیګنال ورکوي او عین وخت کې د کانکریټو پوښ یا کاور هم د الې په حافظه کې ثبت کیږي.

ددې ازمایښت ترسره کولو لپاره خاصه ارزونه اړینه ده. په همدې منظور ځانګړو زینو ، ځوړوند پورته شوي سطحې د دریدو یا اتکا په منظور په نظر کې نیول کیږي . مخکې لدې نه چې حقیقي سکن صورت ونیسي ، د تباشیر یا کومه بله ماده په مرسته کانکریټي سطح په موازي تختو یا شکلونو وویشل شي.

دا په خالص ډول پرته له تخریب یا Non-Destructive ازمایښت دی چې د کانکریټي جوړښت ارزونې په منظور استفاده کيږي. که چیري له زیاتو سیخانو نه کار نه وي اخیستل شوی دا میتود ډیر چټک او کاملا سمه نتیجه ورکوي. وسایل یې ډیر سپک او حتی یو کس کولای شي پرته له کوم کمک څخه دا ټیسټ یا ازمایښت ترسره کړي.

نور بیا ……………………….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب