جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېدرید هند ټاکنې؛ د مودي او ګاندي مقابله | جمیل وقار

د هند ټاکنې؛ د مودي او ګاندي مقابله | جمیل وقار

د راتلونکي اپریل میاشتې په ۱۱مه نېټه د نړۍ تر ټولو سترې، پېچلې او د لګښت له اړخه پُر مصرفه ټاکنې پیلېږي. دا ټاکنې چې په اوو پړاونو کې به ترسره شي، د مې میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي، په ۲۳مه نېټه به یې شمېرنه پیل او په هماغه ورځ به یې پایلې هم اعلان شي. د هند د ټاکنو کمیسیون د احصایې له مخې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه خلک به په دې ټاکنو کې ګډون وکړي او د ۵۴۳ سیټونو لپاره د ۱۸۰۰ ګوندونو ۸۰۰۰ تنه نوماندان دي، چې د اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي بهارتا جاناتا او د راهول ګاندي ګانګریس ګوندونه یې مخکښ دي.

په دې لیکنه کې د هند د ټاکنو په بڼه، مخکښ ګوندونو، د مودي په دوره، د هند په روانو ستونزو، د رایه ورکوونکو په لومړیتوبونو او د هند په سیاست کې د مسلمان رایه ورکوونکو په رول او اغېز خبرې کوو.

د هند ټاکنو بڼه

د هند سیاسي نظام فدرالي دی؛ پارلمان، ایالتي اسمبلۍ، سنا او د دوی په راس کې لومړی وزیر دی او هر هغه ګوند چې د پارلمان ۲۷۲ څوکۍ خپلې کړي، د ټاکنو ګټونکی اعلانېږي. د هند پارلمان چې په aLok Sabh مشهور دی ۵۴۵ غړي لري، ۵۴۳ یې د ټاکنو له لارې او ۲ نور یې چې لږکیو ته ځانګړې شوي تقریباً انتصابي بڼه لري. ایالتي اسمبلۍ Rajya Sabha د ایالتونو په کچه حکومتونه جوړي او د هر ایالت نفوس ته په کتو غړي لري. ایالتونه په داخلي چارو کې مستقل خو په خارجي سیاست کې د مرکزي حکومت پیروي کوي. په دې هېواد کې په هرو پنځو کلونو کې یو ځل ټاکنې ترسره کېږي.

د هند سیاسي نظام تر ډېره له انګلستان څخه متاثر دی، په دې توپير چې هلته نظام شاهي، خو په هند کې جمهوري دی. د دې هېواد ولسمشر چې تشریفاتي حیثیت لري، د لوک سبا، راجیا سبا او سنا جرګې د ګډې غونډې په پایله کې ټاکل کېږي.

مخکښ ګوندونه

هند کې شاوخوا ۱۸۰۰ سیاسي ګوندونه راجستر شوي دي او په ټاکنو کې هم تقریباً ټول ګوندونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګډون کوي، خو دوه یې په کې تر نورو ډېر مخکښ او تقریباً په ټول هند راج چلوي. کانګریس INC ګوند په ۱۸۸۵ کال کې هغه مهال رامنځ ته شو، چې په هند د انګریزانو واکمني وه، دا ګوند د هند د ازادۍ په پار رامنځ ته شو او وروسته یې د هند په ازادۍ کې د پام وړ کلیدي رول هم درلود. د کانګریس ګوند مهم مشران مهتما ګاندي او جواهر لال نهرو پاتې شوي او اوس هم د نهرو کورنۍ له لوري اداره کېږي. د دې ګوند اوسنی مشر د ایندرا ګاندي لمسی راهول ګاندي دی او په راتلونکو ټاکنو کې د دې کورنۍ یوه بله مهمه غړې پرینکا ګاندي، چې د راهول خور، د راجیو ګاندي لور، د ایندرا ګاندي لمسۍ او د جواهر لال نهرو کړوسۍ ده هم ټاکنیزو منډو ترړو ته راوتلې. کانګریس ګوند په شمالي اوترا پردیش ایالت کې ډېر پلویان لري او د نفوس په لحاظ دا ایالت شاوخوا ۲۰۰ میلیونه اوسېدونکي او په لوک سبا کې ۸۰ تنه سهمیه لري.

بهارتا جاناتا BJP گوند چې په هندو نشنلزم باور لري رسماً په ۱۹۸۰ کال کې رامنځ ته شو. دا ګوند چې په ایډیالوژیک لحاظ د بهارتیا جانا سینګ له افکارو متاثر دی، چوکاټ یې په ۱۹۵۱ کال کې د سیاما پرساد له لوري جوړ، خو په سیاسي مسایلو کې د فعاله پارټۍ په بڼه په ۱۹۸۰ کال کې را ښکاره شوه. د دې ګوند اوسنی مشر لومړی وزیر نریندرا مودي دی او په ګجرات، راجستان او چنی کې ډېر نفوذ لري. په ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې بهاراتا جاناتا ګوند په تېرو درېیو لسیزو تر ټولې ډېرې ۲۶۹ څوکۍ ترلاسه کړې، په دې مانا چې یوازې درېیو نورو څوکیو ته یې اړتیا درلوده چې حکومت جوړ کړي.

د نریندرا مودي دوره

بهاراتا جاناتا ګوند چې نریندرا مودي یې اوسنی مشر دی له خپل جوړښت را په دې خوا څلور ځلې په هند واکمني کړي. لومړی ځل یې په ۱۹۹۶ کال کې د هند واګې په لاس واخیستې او له هماغه راهیسې مخ په بره روان دي. د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې په يوازې سر د پارلمان دومره څوکۍ وګټلې، چې په تېرو درېیو لسیزو کې کوم ګوند ګټلې نه وې. په یادو ټاکنو کې بي جي پي ۲۶۹ څوکۍ ترلاسه کړې او د حکومت جوړولو لپاره یې یوازې ۳ نورو څوکیو ته اړتیا درلوده.

نریندرا مودي په خپله لومړنۍ وینا کې ځان د هند څوکیدار وبلل او په خبره یې په تېرو څو لسیزو کې د هند اصلي برم او عزت له منځه تللی او د یوه داسې هند د جوړېدو ژمنه یې وکړه چې اقتصادي وده یې زیاته شي، بې کاري په کې له منځه ولاړه شي او له نړیوالې ټولنې سره د متقابلو ګټو په اساس خپلې ګټې لا ښې خوندې کړای شي.

نریندرا مودي په تېره پنځه کلنه دوره کې که څه هم یو لړ کاري فرصتونه رامنځ ته کړل، خو هڅه یې دا وه چې ځوان نسل ته ډېره پاملرنه وکړي. نوموړي د ادارو د ځوانولو لپاره پنځه کلنه طرحه هم وړاندې کړه، چې تر ډېره هندي تحلیل کوونکي له حکومت څخه د کانګریس ګوند د تصفیې نوم ورکوي. مودي همدارنګه له بهر څخه په را واردونکو توکو مالیه څو چنده لوړه او په کور دننه یې هم ټکس زیات کړ او د هندي روپيو د ارزښت لوړولو په موخه یې نوي نوټونه چاپ کړل.

نریندرا مودي واک ته له رسېدو وروسته په پاکستان سخت لفظي بریدونه وکړل او یاد هېواد یې د تروریزم ملاتړی او په سیمه کې د شر ځاله وبلله. بلاخره یې د خپل حکومت په وروستیو کې د پلوامې برید په پلمه په جګړې هم لاس پورې کړ او په نظامي او ډيپلوماټیک ډګر کې پاکستان تر سختو فشارونو لاندې راوست. له چین سره یې هم اړیکې ښې نه وې او یو ځل خو یې ان د سرحدي ستونزو په سر ځواکونو ته د تیارسي امر وکړ. له دې دواړو هېوادونو پرته د نوموړي د حکومت په موده کې له ټولې نړۍ سره د هندي حکومت اړیکې پراخې شوې او په ځینو حساسو وختونو کې هم مدیریت شوې. له روسیې نه یې په داسې مهال S-400 دفاعي سیستم واخیست چې د امریکا له لوري له سختو بندیزیونو سره مخه وه، له ایران سره یې اړیکې هغه مهال هم ډېرې عادي او پراخې وې، چې د اټومي مسایلو په سر امریکا تحریمونه پرې وضع کړي و. د دې ترڅنګ یې تر بل هر وخت له امریکا سره هم اړیکې ګرمې دي او په سیمه کې تر ټولو ستر شریک ګڼل کېږي.

له افغانستان سره د نریندرا مودي د حکومت اړیکې د پخوا په پرتله ګرمې وې. نوموړی دوه ځلې افغانستان ته راغی او د سلما بند او پارلمان نوې ودانۍ چې د هند له لوري جوړ شوي و پرانیستل. په دې موده کې له هند سره ستراتژیک او بېلابېل تړونونه هم لاسلیک شول او په لومړي ځل د چورلکو په ګډون نظامي مرستې وشوې. په دې موده کې ولسمشر غني هم څو ځلې هند ته ولاړ او د مودي له حکومت سره یې ګڼ شمېر تړونونه لاسلیک کړل.

د هند په ټاکنو د مسلمانو بنسټونو تاثیرات

هند کې شاوخوا ۱۷۲ میلیونه مسلمانان اوسي، چې د ټول نفوس ۱۴.۲ فیصده جوړوي او له اندونیزیا او پاکستان وروسته د نفوس په لحاظ دا هېواد ډېر مسلمانان لري او له هندوانو را په دې خوا مسلمانان د هند اکثریت اوسېدونکي دي. مجلس الاتحاد مسلمین، مسلم فورم، مسلم مجلس، جمهور مسلم لیګ او ال انډیا مسلم لیګ په دې هېواد کې د مسلمانانو مخکښ سیاسي ګوندونه دي، چې په جمو او کشمیر، اوترا پردیش، غربي بنګال او بیهار کې زیات نفوذ لري. د دې ترڅنګ په دې هېواد کې د مسلمانانو دوه فکري ستر مرکزونه دیوبند او علیګړ هم فعالیت لري، چې د مسلمانانو په سیاسي مسایلو هم ژور تاثیرات لري.

نریندرا مودي او د نوموړي ګوند بي جي پي د مسلمانانو په منځ کې ښه نوم نه لري. دې ګوند په ګجرات او راجستان کې په مسلمانانو زیات ظلمونه کړي او په تګلاره کې په هندو نشنلیزم ډېر تاکید شوی. په هند کې د بابري جومات په قضیه کې هم مسلمانان له بي جي پي نه ښې خاطرې نه لري او داسې هم نه انګیرل کېږي چې د مسلمانانو رایې دې خپلې او یا د ائتلافي حکومت په جوړولو کې مسلمان ګوندونه ورسره وي؛ خو کانګریس ګوند د خپل جوړښت را په دې خوا له مسلمانانو سره ښې اړیکې لري. دا ګوند د بي جي پي خلاف د هند ټولو ارزښتونو ته درناوی لري او په دې باور دي چې مسلمانان د هند اوسېدونکي او په سیاسي مسایلو کې د هندوانو برابر د نفوس او واک په نظر کې نیولو سره د پرېکړو حق لري. کانګریس ګوند د عبدلکلام ازاد په څېر شخصیتونه درلودل، چې یو وخت د هند ولسمشر و. د دې ترڅنګ د علیګړ او دیوبند اړیکې هم له کانګریس سره ډېرې ښې دي او په ځلونو یې ګډې ناستې او غونډې هم کړي دي.

ټاکنیز شعارونه

کانګریس ګوند چې راهول ګاندي یې مشر دی په یوه بیان کې ویلي، چې د دوی ټاکنیز شعار یوازې او یوازې د نریندرا مودي را پرځول دي؛ ځکه نوموړی په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او دروغ وايي. نوموړی په نریندرا مودي نیوکې کوي، چې ډېری ځوانان بې دندې دي، بزګر طبقې ته یې پاملرنه نشته او فساد اوج ته رسېدلی او په خبره یې د کانګریس په تګلاره کې د دې ټولو ستونزو حل نغښتی. که څه هم په تېر کې د نوموړي ګوند په مالي فساد تورن شوی، خو اوس یې په بي جي پي دا تورونه لګولي. د کانګریس ګوند ټاکنیزه نښه پرانیستی لاس دی او د عدم تشدد پيغام لري.

بي جي پي تر ډېره خپلې پنځه کلنې لاس ته راوړنې بیانوي او لا هم د هند په اصیل فرهنګ او هندویزم تاکید کوي. نریندرا مودي د فساد زیاتوالی نه مني او د سوداګرۍ پراخوالی او د اقتصادي وضعیت ښه والی د خپل کار مثبت ټکي یادوي. نوموړي د هند او پاکستان له وروستۍ کشالې ښه غوښنه ګټه پورته کړه او هغه نیوکې چې مخکې تر دې یې په حکومت وې، یو څه را  کمې کړې او عامه افکار یې د ځان په ګټه را واړول. د دې ګوند ټاکنیزه نښه د نیلوفر ګل دی او په هر ایالت کې هر نوماند چې د دې ګوند له ادرسه نوماندېږي همدا نښه کاروي.

پایله

هند د سیمې او نړۍ له مهمو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. دا هېواد چې د ډيموکراسۍ په مور شهرت لري ټاکنې یې هم د سیمې په حالاتو ځانګړې تاثیرات لري. د ترسره شویو وړاندوینو او سروې ګانو له مخې نریندرا مودي لا هم تر کانګریس ګوند وړاندې دی او د بریا چانس یې زیات دی. د افغانستان او پاکستان په وړاندې دواړه ګوندونه تقریباً ورته نظر لري او دا افغانستان لپاره د نریندرا مودي بریا ځکه ښه زیری دی، چې په موده کې له افغانستان سره اړیکې پراخې او د لا پراختیا په لور روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب