Homeکلتورد هندي سینما یو ستوری ولوېد

د هندي سینما یو ستوری ولوېد

تاند – د هند د سینما ستوری عرفان خان، چې د بالیوود د سینما خلاف یې په فلمونو کې خورا طبیعي کار کاوه، په ۵۳ کلنۍ کې ومړ.

عرفان خان په ۲۰۱۸ م کال په اندوکرین تومور (دانه) اخته شو. وروسته لندن ته لاړ او په یوه روغتون کې بستر شو. اندوکرین تومور داسې ناروغي ده چې پر هغو حجرو اغېز کوي چې د انسان د وینې د جریان په سیستم کې هورمون ترشح کوي.

عرفان خان په دې مشهور و چې په فلمونو کې یې د هندي سینما خلاف بې مبالغې رول لوباوه.

د ده په مړینه د هند د سینما منلو ستورو لکه امیتابچن غمرازي ښکاره کړې ده.

د هند صدراعظم نریندر مودي د عرفان خان مړینه د نړۍ د سینما او تیاتر لپاره یوه ضایعه بللې او پر خپله ټویټر پاڼه یې کښلي «عرفان خان به د هغو راز راز رولونو په خاطر چې لوبولي یې دي، له زړونو ونه وځي. د ده له کورنۍ، دوستانو او مینه والو سره خواخوږي څرکندوم. هیلبه من یم چې اروا یې تل خوشاله وي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...