جمعه, مارچ 29, 2024
Homeمقالېدریپاکستان د بل کور ته ډبرې غورځوي او بیا لاس شاته نیسې

پاکستان د بل کور ته ډبرې غورځوي او بیا لاس شاته نیسې

 سردار محمد همدرد
    پاکستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې زیاتې افراطي ډلې پکې شته،  په نړۍ کې چې کومې تروریستي پیښې رامنځته کیږي د پاکستان نوم ورسره حتماً اخیستل کيږي.
یوازینی هیواد دی چې د خپلو ټولو همسایګانو سره خرابې اړیکې لري،  ځلویښت کاله کیږي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې بربنډه مداخله کوي.
هند، بنګلدیش،  ور څخه سر ټکوي،  تیره ورځ چې په ایران کې کوم برید وسو،  ایران په ډیر واضح ډول وویل چې دا برید په پاکستان کې طرحه سوی وو.
دا چې پاکستان په کور دننه هم اوس د ستونزو سره مخامخ دی ، بلوڅیان د ازاد بلوچیستان لپاره وسلواله مبارزه کوي،  پاکستان کې پښتانه هم په لوړ او  يو اواز باندې د پنجاب د بې عدالتیو په وړاندې راپورته سوي دي،  د کشمیر پر سر د هند سره دیره اوږده او لانجمنه ستونزه لري او تیره ورځ  په هند کې چې کوم برید وسو،  مسولیت یې جیش محمد په غاړه واخیست او جیش محمد په پاکستان کې حمایه کیږي،  د هند مناسبات هم ورسره سور خط ته رسیدلي دي.
د افغانستان په موضوع کې هم د امریکا په مشرۍ د طالبانو سره د سولې خبرې پیل سوي دي، دا چې طالبان افغانان دي او سوله غواړي د طالبانو یو تعداد مشران چې په سوله کې ښه نیت لري هغوی یې تر فشارونو لاندې راوستي دي،  لکه ملا برادر،  ملا یعقوب او داسې نور….
دا ټول حالت او وضعیت داسې ښکاري چې د پاکستان نور د درواغو ډیپلوماسي ختمه سوې ده او د رښتیا میدان ته دریدلي دي!
داعیش چې د سیمې او منطقې لپاره لوی خطر دی هم له پاکستان افغانستان ته راوړي،  دې ټولو ګواښونو ته په کتو سره  پاکستان  انزوا په حالت کې دی، په اقتصادي برخه کې د بحران تر کچې رسیدلای دی.
دا هر څه د پاکستان د غلطو پالیسو نتیجه ده،  پاکستان د بل کور ته ډبرې غورځوي او بیا لاس شاته نیسې.
د دې ټولو سره،  سره د نړئ ځینې هیوادونه یې ملاتړ هم کوي،  په خاص ډول د سعودي عربستان پاچا شهزاده محمد بن سلمان تیره ورځ چې پاکستان ته سفر وکړ د شلو ملیاردو ډالرو پانګونه به په پاکستان کې کوي،  دا د دې مانا لري چې سعودي عربستان په لوی لاس په سیمه او منطیقه کې منځوي پاکستان یو ځل بیا په پښو دروي.
خبره ډیره واضح ده ، پاکستان به یا په ځان کې تغیر راولي او یا به د خپل ناوړه عمل سزا ویني.
 دغه ډول مرستې د پاکستان سره نه بلکې په سیمه کې د جګړې اور تازه کول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب