شنبه, جولای 6, 2024
Homeروغتیاژمی او د کب د غوښې ګټې

ژمی او د کب د غوښې ګټې

امریکایي پوهانو په وروستیو څېړنو کې ثابته کړې چې امګا ۳ له ډېرو نورو ښېګڼو سره سره، د ستړیا په له منځه وړلو کې هم اغېزناک تمامېږي.

دوی وایي، هغه کسان چې ډېر کله د ستړیا احساس کوي، کولای شي چې غوړ اسیدونه چې په امګا ۳ یادېږي، د هغو له ډلې یو یې EPA ایکوزاپنتاتنوئیک اسید دی، وکاروي او ګټه ترې واخلي.

د امګا غوړ اسیدونه چې د EPA لرونکي وي په کبانو، د کبانو په غوړو او دغه راز په هګیو کې په زیاته اندازه موندل کېږي.

د امریکا متحده ایالاتونو په جورجیا کې د امروي پوهنتون څېړونکو په دې وروستیو کې پر هغو ۱۵۵ کسانو څېړنه کړې، چې بې له کوم سببه یې د ستړیا احساس کاوه. په څېړنه کې په ګوته شوې چې د کب غوښه او غوړ او دغه راز د هګیو خوړل، د ستړیا په له منځه وړلو کې اغېزناک تمامېږي.

دوی دغه راز دا هم روښانه کړې چې کوم ډول اسیدونه په ځانګړې توګه د ستړیا د له منځه وړو لپاره ګټور تمامېږي.

دوی په داوطلبانه ډول دغو کسانو ته د اتو اونیو لپاره هره ورځ دوه کپسوله چې په خپل ترکیب کې یې امګا ۳ چې د EPA لرونکي دي او ځینو نورو ته یې څلور کپسوله چې د امګا ۳ او DHA یا دوکزاهګراتنويیک اسیدو ترکیب لرونکي وو، ورکړل.

حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب