له تېر یو کال راهیسې په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم خوځښت پیل شو چې نه یوازې په افغانستان او پاکستان، بلکې په ټوله نړۍ کې نړیوالو په ځانګړي ډول پښتنو د دغه حرکت تود هرکلی وکړ. دغه غورځنګ د پاکستان د پنجاب له لارهوره نیولې، تر کراچۍ، کوټې او پېښور پورې لویې ولسي غونډې وکړې او په هر ځای کې زرګونه مینوال ورسره یوځای شول.
د یاد غورځنګ مشرانو د پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان څخه خپل خوځښت پیل کړ او په شراني، ږوب، کلاسیف الله، مسلم باغ او کوټه کې یې لویې ولسي غونډې وکړې. د دې تر څنګ یاد غورځنګ په لاهور، پېښور، سوابۍ، کراچۍ، ټانګ، بنو، سوات، شمالي وزیرستان او یو شمېر نورو ښارونو کې هم غونډې وکړې.
غورځنګ خپل حرکت د ۲۰۱۸ میلادي کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه پیل کړ، چې لویه غوښتنه یې دا وه تر څو د نقیب الله مسید وژونکي ونیول شي او سزا ورکړل شي. د دې تر څنګ یاد غورځنګ ځینې نورې لویې غوښتنې هم درلودې چې هغه په وزیرستان کې د خښو شوو ماینونو پاکول، د تري تم شوو پښتنو راخوشي کول او د پښتنو نه ځورول وو.
اوسني لومړي وزیر عمران خان، د مذهبپال ګوند مشر مولانا فضل الرحمان، د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، پښتون ملتپال مشر محمود خان اڅکزي، سراج الحق او یو شمېر نورو مشرانو هم دغه خوخښت ته ویناوې کړې دي. منظور پښتین د دغه غورځنګ هغه مشر دی چې د هر پښتون په زړه کې یې ځای موندلی دی. نوموړي ویلي: «ټوله مبارزه مو دا ده چې پښتانه نور راویښ شي او د پاکستان د حکومت د بې عدالتیو پر وړاندې مبارزه وکړي.» په پاکستان کې د پوځ عملیاتو پښتانه دومره وځورول چې د تروریستانو په نامه یې د دوی کورونه بمبار کړل، خو پښتنو به له دې وېرې غږ نه شوی کولی چې ګواکي ونه وژل شي. یاد غورځنګ له لومړۍ ورځې راهیسې د ترهګرۍ پر ضد شعارونه ورکوي او د هر هغه چا پر وړاندې د درېدو ګواښ کوي چې ظلم کوي. د دې تر څنګ په یاد غورځنګ کې مشهورې پښتني پېغلې هم ګډې شوې، چې ایینه درخانۍ، ګلالۍ خان او زېبا وزیري یې وتلې څېرې دي.
که په ټولیز ډول د دغه خوځښت بنسټیزې موخې ته وکتل شي، هغه د ترهکرۍ پر ضد مبارزه ده. منظور پښتین چې د یاد ګوند مشر دی، پخپلو خبرو کې ویلي چې که ترهکر هر څوک وي، دوی یې پر وړاندې مبارزه کوي. په ښکاره لیدل کېږي چې په پاکستان کې پر پښتنو ډېر ظلمونه کېږي.
ډېری پښتانه په پاکستان کې وژل شوي او یا تري تم شوي دي. اوسنۍ بېلګه یې د پاکستاني پوځ له لوري د ارمان لوڼي وژل کېدل و. د دې تر څنګ نقیب مسید، طاهر خان داوړ او په سلګونه نور پښتانه د پاکستاني ادارې له لوري یا وژل شوي او یا هم تري تم شوي دي. د پښتون ژغورنې د غورځنګ بنسټیزه موخه هم دا ده چې پښتانه په یو بل نوم ونه وژل شي او نور د هغې بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه وشي، چې یوازې یې پښتانه قرباني دي. په بره پښتونخوا (افغانستان) کې هم د دغه غورځنګ ګرم هرکلی کېږي او ان ځینې ټلویزیونونه په ژوندۍ بڼه د یاد خوځښت غونډې خپروي.
بلخوا، د پاکستان دولت تر اوسه د یاد غورځنګ غوښتنو ته، چې هغه په وزیرستان کې د پوځ له لوري د خښو ماینونو پاکول، د تري تم شوو پښتنو برخلیک معلومول او یو شمېر نورې غوښتنې دي، ځواب نه دی ویلی.
دلته په افغانستان کې د دغه غورځنګ هرکلی له دې امله کېږي چې د پښتنو یوځایوالي ته خوښ دي. د پښتو یوځایوالی نه یوازې د یو پښتون، بلکې د ټولو پښتنو هغه هیله ده چې له کلونو کلنو راهیسې یې په زړه کې ساتلې. دوی داسې فکر کوي چې دا ډول غونډې او لاریونونه به یو ځل بیا د لرې او برې پښتونخوا پښتانه سره راټول کړي او د دوی هیله به پوره شي، خو دا به وخت پرېکړه کوي چې پښتانه خپلې موخې ته رسېدلی شي او کنه. که چېرته پښتانه رښتیا هم سره یوځای شي او یو بل وزغمي، نو شونې ده چې دغه لوی قوم یو ځل بیا د وخت ظالمو واکمنیو ته ماتې ورکړي. اوس پښتنو ته پکار ده چې په تولیز ډول له دغه خوځښت سره یوځای شي او نور د هغو څرګندونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي چې ګواکي پښتانه تروریستان دي. له بازید روښان رانیولې بیا تر خوشحال خان خټک او زامنو یې او ان تر پاچا خان پورې یادې لړۍ دوام کړی او د پښتنو په ننګ یې سیاسي مبارزې کړې دي. پښتانه باید د یو داسې فکر پر بنسټ سره راټول شي چې نور د پردیو په غوښتنو او بې ځایه خبرو دوکه نه شي. پښتانه باید د تورې تر څنګ قلم په لاس کې واخلي او تر ډېره سیاسي او فکري شي. اوس هم هغه وخت رارسېدلی چې په تولیز ډول د پښتنو ژغورنې غورځنګ پلوي وشي او تر هغه مبارزې ته دوام ورکړل شي چې غوښتنې یې نه وي پوره شوې.