پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeمقالېدریمونیخ ته د ولسمشر غني سفر | امیرجان وحید احمدزی

مونیخ ته د ولسمشر غني سفر | امیرجان وحید احمدزی

ولسمشر غني باید د چهارشنبې د سهار په اتو بجو مونیخ ته خوځېدلی وای، خو د نسبتاً منځلاري او عمرخوړلي جهادي رهبر د جنازې په درناوي یې خپل سفر د همدغې ورځې مازدیګر ته بدل کړ.

په دغه واورینه ورځ د جنازې له مراسمو وروسته یې مازدیګر څلور بجې د ترکیې پرځای دوبۍ ته الوتنه وکړه. د هوایي ډګر څلور ساعته انتظار یې په اته ساعته بدل شو، خو چاره نه وه، ځکه یوې خوا د مرحوم حضرت صبغت الله مجددي درناوی او بل لورته د افغانستان  ملي او بین المللي مسایل وو. پرځان یې سخته وګالله، مګر پر یو وخت یې دواړه (مجددي او افغانستان) وپالل. له نهه ساعته مزله او اته ساعته انتظار وروسته بل سهار ایله مونیخ او خپل استوګنځی (د بایریشرهوف هوټل دریم پوړ) ته ورسېد.

ولسمشر غني او د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس

د بایریشرهوف هوټل په لارو، دهلېزونو، زینو، خونو او پوړونو کې د بېلابېلو هیوادونو، ژبو، رنګونو او نژادونو د مېلمنو ګڼه ګوڼه وه. د نړۍ د شپږ شلې هیوادونو د استازو منځ کې چې اکثره یې په زینو او دهلېزونو کې په خپلو منځوکې  په خپلو کې په خواله، کیسو، خوړو او انځورونو بوخت و، په سختۍ لاره کېدله

ولسمشر غني او ملګري یې د دریم پوړ په خونو او دهلېز کې له مېلمنو سره په کتنو بوخت و. له دغو شیبو څخه د اعظمي استفادې لپاره یې درې ورځنی کاري مهالوېش لا دمخه برابر شوی و چې په مونیخ کلني امنیتي کنفرانس کې پر ګډون سربېره یې د بېلابېلو هیوادونو مشرانو او استازو سره د افغانستان د امنیت، ثبات، سولې، ټاکنو، نړیوالې ملګرتیا او نورو اړوندو مسایلو په اړه لیدنې لرلې.

د ولسمشر کاري مهالوېش د سهار له اوو د شپې تر لس، یولسو بجو داسې ترتیب شوی و، چې له لمانځه او خوړو مه واره ان سر ګرولو ته هم په کې په سختۍ وخت پیدا کېده. له همدې امله د ډېرو هیوادونو، نړیوالو رسنیو او بنسټونو استازو ته له ولسمشر سره د لیدنې وخت برابر نشو.

ولسمشر غني او د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل

ولسمشر غني دخونې بر سر کې د ملي بیرغ مخې ته پر څوکۍ ناست و. د مهالوېش له مخې یې د هیوادونو مشران او استازي یو په بل پسې کتل. هر یو به له خپلو پوښتنو او اندېښنو سره د ولسمشر مخې ته پرڅوکۍ کېناست. د ولسمشر له ښه راغلاست سره به یې شونډې له مسکا ویړې شوې. خپلې هرې اندېښنې او پوښتنې ته له لنډ او څرګند ځواب وروسته به یې چې د نوي افغانستان روښانه انځور سترګو ته ودرېده، نو د افغانستان ښه راتلونکي ته به له دې امله هم خوښ شو چې مرستې او ملګرتیا یې ځای نیولی. ولسمشر ته د لاس په ور غځولو به یې د خپل هیواد په استازولي د افغانستان حکومت او خلکو سره د ستراتیژیکې ملګرتیا او ژمنتیا ډاډ ورکړ او د مخه ښې له اخیستو سره به له خونې ووت.

د دریمې ورځې وروستۍ لیدنه یې د امریکا د کانګرس له مشرې سره وه. لا هم په دهلېز کې د نانسي پلوسي د بوټونو ټکا اورېدل کېده، چې په زینو ښکته کېدله، ولسمشر له خپلې خونې څخه دهلېز ته راووت، هوایي ډګر ته د  تلو تابیا یې نیوله، ځکه نه یې غوښتل چې په الوتکه کې ناست مساپر منتظر پاتې شي.

د واټ پر غاړه لیکه ولاړو موټرو ته له ورپورته کېدو وروسته یې د هوایي ډګر لاره ونیوه. په تیاره ماښام کې د موټرو څراغونو ته تور غځېدلی او لوند واټ روڼ ځلېده. د واټ د غاړې ونې تروږمۍ ته ور غاړې وتې وې او د موټر له هندارې په سختۍ لیدل کېدې.

د مونیخ هوایي ډګر کې کیڼ لورته د نورو هیوادونو د مشرانو او استازو د ځانګړو الوتکو په منځ کې د ولسمشر د موټرو کاروان د هوایي ډګر وروستۍ برخې ته رهي و. شیبه وروسته چې ګوښه ولاړې ترکۍ الوتکې سره موټر را تم شول، نو په اوسپنیزو زینو له پورته کېدو وروسته یې خپلې څوکۍ ته له رسېدو سره کرتۍ، د غاړې دسمال او پکول څنګ ته کېښودل، کتاب یې ور واخیست، د الوتکې د چت ګروپ ته یې څېره داسې روښانه برېښېده، چې د ستړیا نښې نه ورباندې لیدل کېدې، سترګې یې د الوتکې له کړکۍ دباندې نندارې ته  پاتې وې. ټوله لاره او شپه یې لیکلو او لوستلو ته روڼه کړه.

د چهارشنبې په واورین  مازدیګر له کابله خوځېدلی ولسمشر د یکشنبې په واورین سهار بېرته کابل ته راستون شو. سهار مهال چې الوتکې کرار کرار پر کابل هوایي ډګرځان ناستې ته برابراوه، نو په لړو کې ورکېدله. له ناستې او له الوتکې له راښکته کېدو وروسته ولسمشر غني په ترمینل کې ودرېد، هر یوه ته د غېږ او غاړې ورکولو ترڅنګ یې ماشومان په غېږ کې ونیول، مېرمنو ته یې درناوی وکړ او ځوانانو ورسره انځورونه واخیستل.

د الوتکې د مساپرو له هرکلي او درناوي وروسته چې موټر ته ور پورته شو، نو د ارګ په لور وخوځېده، همغه ارګ چې څو کاله وړاندې یې له دارالامان ماڼۍ سره په خپله پرتلیزه لیکنه کې جنګي کلا ته ورته بللی و. هغه تل وایي چې تر ارګ د ولسونو په منځ کې ځان ارام احساسوم، ځکه دا ځای راته زندان اېسي.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب