چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeروغتیاطبيعي څښاک مو ذهني ستړیا له منځه وړي

طبيعي څښاک مو ذهني ستړیا له منځه وړي

ډېری کسانو ته په دې اړه معلومات شته چې کوم ډول څښاک یې د بدن لپاره ګټور او کوم مضر دي، خو کېدای شي ځینې یې بیا په دې لټه کې وي، چې داسې طبيعي څه به هم وي چې په څښلو سره یې انسان د ارامۍ احساس وکړي، ستړیا او خپګان یې له منځه یوسي؟ که تاسو هم له دې ډلې کسانو یاست، نو ښه ده چې پوه شی. داسې غیر الکولي مواد هم شته چې ذهن اراموي، خپګان مو له منځه وړي او په طبيعت کې په اسانۍ سره پیدا کېږي.

هغه څښاک چې ارام در بښي

دا هغه څښاک دی چې نه یوازې سټرېس او خپګان مو له منځه وړي، بلکې ذهن مو هم پیاوړی کوي.

که غواړئ ارام خوب وکړئ، یو ګېلاس ګرمې شیدې وڅښئ؛ شیدې په زیاته کچه د (تریبتوفان) په نوم امینو اسیدونه لري، چې د سټرېس او خپګان د له منځه وړو تر ټولو ښه نسخه بلل کېږي.

تودو شیدو ته که یو څه شات ور واچول شي، ګټه یې یو پر دوه کېږي، دغه راز د شیدو او شاتو یو ځای څښل په بدن کې د انتي اکسیدان اغېز هم زیاتوي.

که غواړی له عادي چای څخه هم د یوه ښه مسکن او ګټور درمل په توګه کار واخلی، نوه یوه کاچوغه شات ور زیات کړئ، له شنه چای سره د شاتو څښل هم د هغه  څښاک په ډله کې راځي چې سټرېس، خپګان او دماغي ستړیا له منځه وړي.

حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب